پیشو راشه دا غوښه وساته چې څوک یې ونه خوري

0 759

ودان روښان
اورېدلی مې و خو لیدلي نه، چې څوک دې پیشو د غوښۍ څوکیداره (پیره داره) کړي. له روسانو او پاکستانیانو په افغانستان کې د سولې په راووستلو کې د پخواني ولسمشر د مرستې غوښتل ټیک همدغه مانا لري چې څوک دې له پیشو د غوښې ساتنې تمه وکړي.
د ورکړل شویو رپوټونو له مخې ښاغلي کرزي په مسکو کې له روسي چارواکو غوښتي چې له پاکستان سره په ګډه په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. پخواني ولسمشر دا هم ویلي چې امریکایان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې رښتیني نه دي ځکه د دوی له پوځي حضور سره سره په افغانستان کې ترهګري پیاوړې شوې او د ترهګرو پر اصلي مرکزونو یې تمرکز نه دی کړی. ښاغلي کرزي دا هم ویلي چې د امریکا او بریتانیا پر ځای روسیه له افغانستان سره مرسته کولی شي. ده ویلي مسکو له پاکستان سره د نویو اړیکو له لارې اسلام اباد په افغان سوله کې همکاري ته هڅولی شي.
اوس خبره داده چې د افغان سولې له پاره رښتیا هم روسیه څه کولی شي؟ او که یې کولی شي رښتیا ددغه کار له پاره لیوالیتا هم لري؟
ایا روسان هم خيلې کړنلارې په ګرمه کله جوړوي او هغې ته د نورو په خوښه بدلون ورکوي؟ که هغوی خپله ستراتېژي لري؟
د تاریخي سندونو له مخې خو روسان له اوږدې مودې راهیسې د خپلو ټولو ګاونډیانو، سیمو او د نړۍ هرې برخې له پاره خپله ستراتېژي لري. په دې کې شک نه شته چې روسان یا نور ستر هېوادونه خپلو ستراتېژیو ته د رسېدو له پاره د وخت له شرایطو سره سم خپل تکتیکونه چمتو او پلي کوي خو کله هم په ستراتېژي کې نه بدلون راځي او نه هم ترې تېرېږي. د روسیې زړې ستراتېژي له مخې پخواني شوروي پر افغانستان پوځي تېری وکړ او هغه د چا خبره افغانستان یې ونیو. موږ په سترګو ولیدل چې روسانو په افغانستان د بري له پاره له څه ډول تکتیکونو کار واخیست؟
هغه ډول چې د استعمار طبیعت دی په هر نیول شوي هېواد کې قومي، مذهبي، توکمیز او ژبني اختلافونه رامنځته کوي نو ځکه خو روسانو هم په افغانستان کې دغه تخم وکاره چې تر ننه افغانان ترې کړېږي او دا د روسانو ستراتېژي وه او هم ده. به دې وروستیو کې به مو هم اورېدلي وي چې روسانو په افغانستان کې د لږه کیو دفاع موضوع راپورته کړه. روسانو پر افغانستان له یرغل ډېر وړاندې دلته داسې ډلې جوړې او پیاوړې کړې وې چې د افغانستان قومونو ترمنځ یې د اختلاف نغاره ډنګوله چې اوس یې هم غږونه راپورته کېږي. روسان په افغانستان کې خپلې موخې لري چې هغه په دغه هېواد کې له تل پاتې سولې سره اړخ نه لګوي.
بله دا چې کرزي په دې نویو څرګندونو کې ویلي چې د امریکا له پوځي حضور سره سره په افغانستان کې ترهګر پیاوړې شوي او د ترهګرو پر اصلي مرکزونو یې تمرکز نه دی کړی، چې په دې سره د ښاغلي کرزي ښکاره نغوته پاکستان وه، ده په خپله واکمنۍ کې هم په ښکاره نارې وهلې چې د ترهګرو ځالې د افغانستان له خاورې بهر دي او امریکا باید له افغانستانه بهر د ترهګرو ځالې له منځه یوسي او د افغانستان په کلیو کې دې ترهګر نه لټوي خو همدغه کرزي بیا همغه وخت هم ویلي و که چېرې امریکا پر پاکستان برید وکړي دی به د پاکستان ملا وتړي چې په دې سره انسان د کلمې په رښتینې مانا هغه د چا خبره سربداله کېږي. کرزی اوس هم وایي: « امریکا د ترهګري پر اصلي مرکزونو تمرکز نه کوي.» خو لږ وروسته بیا وایي مسکو دې له پاکستان سره دنیو اړیکو له لارې اسلام اباد افغان سوله کې همکاري ته هڅولی شي. اوس پوښتنه داده امریکا چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان سوله کې د مرستې له پاره پاکستان ته نږدې ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل، خو پاکستان یې خبر ونه منله نو روسیه به یې په تش جیب ښه وهڅوي؟ او پاکستان چې د امریکا ونه منله نو د روسیې به ښه ومني او ایا پاکستانیان دومره ساده دي چې د روسیې په مخ په افغانستان کې له خپلو ستراتېژیکو موخو تېرشي؟ یانې روسان دومره ډېر ورته ګران دي چې په افغانستان کې له ستراتېژیک عمق، په دغه هېواد کې د لاسپوڅي رژیم واکمنولو له هڅو او موخو تېرېږي؟
ښاغلی کرزی چې په افغانستان کې د سولې راوستلو امتیاز روسانو ته ورکوي په دې سره دی لکه ځینې نور د روسانو یرغل او د هغوی سرو لښکرو په لاس د دوه میلیونه شهیدو افغانانو له وینې، د پنځه میلیونه افغانانو کډوالي، در په دري او پر افغانستان د روسانو تېري له امله په افغانستان کې تر ننه دوینو له روان سیلابه تېر شوی دی.
له دې سره دا اخیسته کېدی شي چې یا خو ښاغلي کرزي د ستراتېژي په نوم له سره څه نه دي لوستي او یا خو تل ډودۍ د ورځې په بیه خوري او هغه ډول چې د خپلې واکمنۍ په پیر یې په کورني سیاست کې همدا لوبه کوله یانې بدمعاشانو که هر څو ولس په اور اړاوه خو ده غوږ نه پرې ګراوه چې په وینا یې که مفسدینو ته یې څه ویلی وای نو کورنۍ شخړه پیلېده نو ځکه خو یې میدان ورته پرېایښی و، پر همدغه دلیل دده کورنۍ او هم نورو لوټمارو او جنکسالارانو د ملت پر سر، مال او ناموس هیڅ صرفه نه کوله چې کړنې یې له هیچا پټې هم نه دي. دهمده په واکمني کې افغانستان د په نیړواله کچه د فساد ریکارد ټینګ کړ.
خو کرزی ولې داسې څه ته لاس اچوي؟ ځواب روښانه دی او هغه داچې د ټاکنو په رانږدې کېدو اوس کرزی غواړي چې په سیمه ییزه اونړیواله کچه د امریکایي ضد ځواکونو په مرسته یو ځل بیا د عصرالفساد دور پر افغانانو و تپي. هغه ډول مې چې په یوه بله لیکنه کې هم نغوته ورته کړې وه کرزی هڅه کوي چې روسان له پاکستان سره د نویو اړیکو له لارې نه بلکې له طالبانو جمع پاکستان او هم ایران چې کرزي پخوا هم د عمر داوودزي په لاس په تورو کڅوړو کې ښې ډېرې پیسې ترې اخیستې دي او د ایران بېدریغه نفوذ ته یې په افغانستان کې میدان ورکړی و، په ټاکنو کې دامریکا ضد لورو په مرسته به وتوانېږي امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي او دی به ملي اتل شي. کرزی له دې هم زورېږي چې خلک یې شا شجاع او کارمل بولي نو ځکه خو غواړي له هېواده د امریکایانو ایستلو په تش خیال ځان ملي اتل کړي خو باید له یاده ونه باسي چې افغانستان کې د روسانو په راښکېلولو سره ځان تر ببرک کارمل لا ټیټ نه کړي.
له هغه ځایه، چې تاریخ ښودلې روسانو ته د هر افغان واکمن ورنږدې کېدو لومړی خپله واکمن او بیا وروسته افغان ولس ته ډېر ستر زیان رسولی دی. د امیر دوست محمد خان دربار ته د ویکتور ویکتویچ په مشري د تزاري روس استازي راتګ انګریزان پر افغانستان یرغل ته وهڅول چې پایله یې پر افغانستان د انګلیس یرغل او د افغان او انګلیس لومړۍ جګړه شوه چې د انګلیسانو ماتې ترڅنګ یې افغانانانو ته هم خورا درانه زیانونه واړول. د امیر شیرعلي خان دربار ته د جنرال ستاليتوف په مشري د تزاري روس سفیر راتګ پر افغانستان د انګلیس بیا ځلي یرغل، له واکه د یو وطنپال امیر لرې کېدو، د ګندومک او ډېورنډ تړونونه او افغان ولس ته د نورو ډېرو درنو زیانونو لامل شو. له هغه راوروسته هم روسانو ته د هر افغان واکمن ورنږدې کېدو نه خپله واکمن او نه هم افغان ولس ته ښه شګون درلودلی، دا ځکه چې روسان هیڅکله هم افغانستان او افغانانو ته ښه نیت نه درلوده او نه یې هم لري نو ځکه خو که اوس څوک له روسانو دا تمه کوي چې په افغان سوله کې مرسته وکړي نو دا به دامانا ولري چې څوک ووایي: « پیشو راشه داغوښه وساته چې څوک یې ونه خوري!
»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply