د پښتون ژغورنې غورځنګ څرګند پیغام او لوست

0 857

ودان روښان
د پاکستاني چارواکو په تېره د پوځ او د هغه څارګرې څانګې له پراخو هر اړخیزه هڅو (ګواښونو، دسیسو، د نورو د لاس الې ټاپې وهلو او نورو …) سره سره په دومره برم کې د د پښتون ژغورنې غورځنګ پرتمینه غونډه جوړه شوه چې په خپله بڼه کې بې سارې وه. په دې غونډه کې د لسګونه زره ښځو، ماشومانو، د پاخه عمرخاوندانو او ځوانانو ګډون پاکستاني چارواکو ته لړزونکی خو د پښتون ژغورنې غورحنګ پلویانو، مینه والو او خواخوږو ته هیله بښونکی و.
له غونډې سره د پاکستاني چارواکو چلند په خپله د هغې له اغیزو، د پاکستاني چارواکو وېره له ورایه په ډاګه کړه. ولسواکي(جمهوریت)، د وینا او سیاسي فعالیت ازادي د پاکستان اساسي قانون(ایین) له مخې د ټولو وګړو حق په توګه تضمین شوې خو له هغه ځایه چې په دغه هېواد کې هرڅه جعلي دي، په خپله دغه هېواد جعلي دي نو ولسواکي او ایین یې هم یا خو جعلي دی او یا هم پاکستاني واکداران پښتانه د هغه هېواد وګړو په توګه نه پېژني “ په دې اړه به هم په همدې لیکنه وروسته بحث وکړو“ نو ځکه خو یې ټولو پاکستاني او د پاکستان ترولکې لاندې سیمو رسنیو ته کلک خبرداری ورکړی و چې د پېښور غونډې په اړه به څه نه خپروي ان پر فیس بوک یې هم د خپلې وسې په پولو کې بندیز لګولی و خو د ټولنیزو رسنیو پر مټ د غونډې حال د پاکستان دننه او بهرنۍ نړۍ ته ورسېد چې دوستان او دوښمنان یې هک حیران کړل.
د یادې غونډې څرګند پیغام دا و چې د پښتنو هغه ادعا یې ټولې نړۍ ته ثابته کړه چې پاکستان دغه خلک(پښتانه) له نورو سره د برابرو حقونو خاوندان نه ګڼي او له دوی سره د مور میرې چلند کوي چې د دوی پرغونډو رسنیز بندیز یې ډېره وړه بېلګه ده نو ځکه خو دغه خلک د خپلو انساني حقونو ترلاسه کولو له پاره راپورته شوي دي.
د پېښور غونډې او په ټوله کې د پښتون ژغورنې بل څرګند پیغام دا و چې د لومړي ځل له پاره یې د پاکستان او د هغه څارګره څانګه د دوی ( پښتنو)د ټولو بشري حقونو تر پښو لاندې کولو تور پړه وګنل. دا په خپله ځکه مهم پیغام دی چې پوځ خلک اړ کړي چې نیوکه خو څه چې باید د سپیڅلتیا تر کچې یې درناوی وکړي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه( د پاکستان پوځ) د جنګي مجرمینو په لیکه کې ودراوه. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو سرښندوی سرلاري علي وزیر وویل: «ای فوجه ته غدار یې! ته غل یې! ته ډاکو یې! ستا پتلون به په پېښور کې پاتې کېږي! ستاپتلون به په کوټه کې پاتې کېږي! ستا پتلون به په وزیرستان کې پاتې کېږي! ستاپتلون به په باجوړ کې پاتې کېږي! تا به له دې خاورې شړم، دا خاوره به له تا پاکوم!… » دغه راز، د غورځنګ مشر منظور پښتون غونډې وویل چې له ای اس ای او پوځ نه وېرېږي او د خپلو شهیدانو، ورانیو او بربادیو پوښتنه به ترې کوي. هغه له یو نړیوال تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دوی غواړي چې دا مسله په پاکستان کې دننه حل شي، خو که داسې ونه شول، بیا دوی خپله ستونزه ملګروملتو ته رسوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دغه سخت وخت کې ورسره ودرېږي.
د پېښور غونډې پیغام دا هم و چې څو ورځې وړاندې یې بلنلیکونه سلګونو پښتنو مېرمنو او نجونو چې ماشاالله نږدې ټولې لوستې وې خلکو ته په خپلو لاسونو رسولي او ژمنه یې ترې اخیستې وه چې غونډې ته به ورځي او هم په غونډه کې د هغوی پراخ ګډون نړیوالو ته دغه انځور وړاندې کړ چې پښتانه ښځو ته درناوی لري، بنسټپالي او ترهګر نه دي بلکې دا نور څوک دي چې د خپلو ګټو او سوداګرۍ له پاره د پښتنو په وینو او کور کلي سوداګري کوي.
د پېښور غونډې وښوده چې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه د پاکستان پوځ د پښتون وژنې په انعام کې لسګونه میلیارده ډالر اخسیتي او دا جګړه یې د همدغو میلیاردونو ډالرو ترلاسه کولو په موخه د پښتنو په کور کلي کې روانه ساتلې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل پیغام دا هم و چې پښتنو روڼ اندي ددغه غورځنګ په ملاتړ پر پښتنو د پاکستان پوځ او د هغه څارګرې څانګې ظلم او زور زیاتي په اړه نړیوال خبر کړل چې دا په خپله ستر کار و . تمه ده چې په راتلونکې کې د پښتون حق غوښتنې دا ډول غوندې نورو هېوادونو او ښارونو ته پراخې شي او هم د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د چاودنو، ځانمرګه بریدونو او نورو مرګونو بریدونو په غبرګون کې ورته او تردې پراخ اعتراضونه وشي چې پر افغانانو د روان ظلم، زور زیاتي او بهرنۍ لاسوهنې ته د نړیوالو پام راواړوي.
د خان عبدالفار خان د پښتون حق غوښتنې اواز انګریزانو او علي جناح د اسلام، کرایي ملایانو، پیسو، دسیسو او زور ظلم کمزوری کړ او هم د میزا علي خان (فقیر ایپي) د جهاد انګېزه د پاکستان جعلي اسلام کمزورې کړه او دغه راز، پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د بنسټ پالو ډلو، اجیرو ملایانو او ګلخانانو پر مټ د یو تاریخي قوم په توګه د پښتون پېژند تر اغیز لاندې راووستلي و، په دې مانا چې مسلم لیګ چې د واکمني ګوند دی مرکز یې پنجاب او پیپلز ګوند چې د واکمني ګوند دی مرکز یې سیند دی خو جماعت اسلامي، جمعیت علما او نورې بنسټپالې ډلې چې له تردید پرته د پاکستان د پوځ او ای اس ای له اجیرانو پرته بل حیثیت نه لري مرکزو نه یې د پښتنو په سیمو کې دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ډاګه کړه چې نور دا افسانه او ډرامه بې اعتباره شوې او پښتون به د پاکستان چې په اصل کې پنجابستان دی په نوم نه بلکې د پښتانه په نوم د خپل حق غوښتنې غږ پورته کوي. دغه راز، پخوا چې انګریزانو او د هغه ځای ناستي پاکستان په ټول توان هڅه کړې وه چې پښتانه په اجنسیو، قومونو او سوبو کې وویشي، هغه ډول چې د پېښورغونډې یو ګډونوال په خپلو خبرو کې هغه لنډۍ یاده کړه چې وایي: «زړه مې په شمار څلور ټوټې دی هر ټوټه یې جدایي نارې وهینه»
ده دالنډۍ ټیک د پښتنو حالت بیانونکې وښوده چې په څلورو سوبو کې ویشل شوي خو د پېښور په غونډه کې د ټولو سوبو او سیمو پښتنو د یو واحد قوم په توګه خپل غږ پورته کړ. زه باوري یم چې په راتلونکې کې به د پښتون ژغورنې بل بریالی ګام تر یوې ادارې لاندې(یوه سوبه کې) د ټولو پښتنو راټولول وي چې په دې توګه خپل غږ ډېر ښه پورته کولی شي او د لوی او سترګام پیلامه هم ګڼل کېدی شي.
د پښتون ژغورنې اساسي لوست بیا له ډېورنډ کرښې دې غاړې افغانانو ته دادی چې د نورو د ګټو او غوښتنو له پاره خپل کور وران نه کړي، باید د نړیوال تمدن له بهیر سره یو ځای شي او د نورو په نغوته د بنسټپالنې، افراطیت جڼده پورته نه کړي، د خپل ورور، عزیز او روڼ اندي وژلو، خپل کور، پله، بند، روغتون، ښوونځي، د برېښنا پایې له ورانو لاس واخلي. نور چاته اجازه ور نه کړي چې پردی جنګ ددوی( افغانانو) کورته راوړي. د پښتون ژغورنې له غورځنګ په الهام اخیستو د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې د جګړې ضد، سولې غوښتنې او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ خیمې و درول شوې چې دغه بهیر ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او لرې نه ده چې د پیرمحمد کاروان هغه بیت له تخیله په حقیقت بدل شي چې وایي:
«وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښار نه لري منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply