حجة الوداع/عبداالباري جهاني

0 796

د هجرت څخه لس كاله وروسته په كال 632 ميلادي كي حضرت رسول اكرم صلي الله عليه وسلم د وروستي ځل دپاره د حج فريضه ادا كړه او د حج د فريضې له ادا كولو څخه وروسته يې خلگو ته په وينا كي وويل چى ښايى زه د ډير وخت دپاره ستاسي په منځ كي پاته نه سم. نو كه د دين او دنيا نېكمرغي مو خوښه وي زما وروستيو وصيتونو ته ښه غوږ ونيسئ. د هغه دغه وينا په حجه لوداع مشهوره ده او ما يې په شعر كي خلص مفهوم را اخيستى دئ.

حجة الوداع

په سره اهاړ كي د غونډۍ پر څوكه
چيرته ولاړ و نازولى د خداى
ورته راټول وه بېحسابه خلگ
چى واوري څه وايي ښاغلى د خداى
هغه د نور د دريابونو څښتن
چي ورسره وې آيينې د جانان
هغه د سولي او وروروۍ پيغمبر
هغه د تورو د ميدان پهلوان
چي يې تندي يوه سجده منله
چي را نسكور يې كړل د خټو خدايان
چي يې د جهل پر تيارو خپره كړه
رڼا د عقل پلوشه د ايمان
هغه د حق د سپينو تورو ژبي
تندر په كور كي د باطل او شيطان
سترگي او لاس يې كړل آسمان ته پورته
هغه د عدل او انصاف قهرمان

ويل يې واورئ زه به تل نه يمه
ستاسي له منځه بل جهان ته ځمه
ما مي كتاب دركړ د لاري مشال
پر هغه لاره خپل جانان ته ځمه

مقدس وگڼئ د بل مالونه
درته حرام دئ مال د هر مسلمان
پام كوئ ويني چى د چا توى نه كئ
چي په غوسه به سي خالق د جهان
د ژوند مالك د آسمانونو څښتن
خرابه نه كړي څوك بناء د يزدان
پكښي پيدا كئ د حق سپيني لاري
درته پرې ايښى مي كتاب دئ قران
په امانت كي خيانت ونه كئ
چي څوك آزار نه كئ د خداى بندگان

د ابل وصيت مي دئ د ښځي په نوم
دا ښايسته رنگين مخلوق د سبحان
ښځه د كور ښځه د ژوند زينت ده
ښځه ناموس دئ ښځه مور د انسان
ښځه ښايسته لكه د گلو گېډۍ
وركړى رنگ د جنتونو باغبان
ښځي له غيږي دي تر گور ملگري
د غم ښادۍ د كور او اور ملگري

د حق مشال ويله خلگو واورئ
د حق په مخ كى انسانان دي يو شان
عرب، عجم كه په رنگ تور كه سپين دي
په ترازو كي د يزدان دي يو شان
هلته عمل دئ د هر چا ملگرى
صاحب، غلام او سلطانان دي يو شان
ټوله په امر د سبحان رهي سئ
نه چي پر لاري د شيطان رهي سئ
هغه دښمن دئ د آدم د اولاد
هم به مو دين او هم دنيا كي برباد
كه وصيتونه مي د چا وي په ياد
په دواړو كونو به يې زړونه وي ښاد

د حق مشال وكړې وروستۍ خبري
چى لگېدې لكه خوږې شكري
څو ورځي وروسته خپل جانان ته ستون سو
له فاني كوره بل جهان ته ستون سو
سوه دا نړۍ په اجاره د شيطان
زړونو ته ولاړه وسوسه د شيطان
لاري د حق سوې په تيارو كي پټي
پر وينو وسوه غلبه د شيطان
د خلگو هېري سوې وروستۍ خبري
له زړونو ولاړې د ورورۍ خبري
له هغه دمه تر دې دمه پوري
له آسمانو د غضب كاڼي اوري
د مځكي مخ د وينو رنگ اخيستى
لا يې پخوا دي ورځي سختي نوري

هغه د عدل او انصاف قهرمان
په وروستۍ ورځ يو حقيقت كړ بيان
چي زه پر مځكه يم وروستى پيغمبر
بل درته نه راځي د خدايه رهبر
ما درته راووړ له آسمانه كتاب
له خپل خالق له خپل جانانه كتاب
پكښي څرگندي د جهان لاري دي
هم د رحمن هم د شيطان لاري دئ

ويرجينيا – 2003/10/31

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply