غدار / عاطف توقیر

0 806

لوږه غداره ده
په لوږه کې پر خېټه لاس ایښول ګناه ده
تنده غداره ده
په تنده کې اسمان ته هم کتل ګناه ده
توری غدار دی
په ریښتیاوو پوښل شوي، د لټون د نویو لارو پرانیستونکي واړه توري غدار
ده ریښتیا هم غداره
چې ورکوي پوهه ادراک دغه ریښتیا د بل هېواد جاسوسه
خوب غدار دی
د ژوندانه د بدلون ټول تصورات او اشارې د هر یو نوي لټون
پر نوې لار اخیستل شوي ټول ګامونه، ټول سوالونه غدار
وخت غدار دی
د وخت دا ساز و آهنګ هم، پر نوي سروز را ټوکېدونکې چیغې هم غدارې
مګر د لوږې په راج
مګر د ویرې په باج
مګر د غم په چیغه
ټول نڅېدونکي مداریان د دې وطن مینان

په دې وطن کې اوسېدونکی هر مین د ریښتیا
د ظلم و جبر او وحشت له لارې لرې سړی
دلته د ساه د اخیستو د حق غوښتونکی هر ځوان
د ژوند د روح هر پلټونکی خاندان
ټول دغه ټول غداران
د حاکمانو، د غټانو، د لښکر د مشرانو همېش
په اشارو نه نڅېدونکي خلک واړه کفار
ناقدین ټول دسیسه ګر او سوچ کوونکي ګستاخ
او مخبران دي ایجنټان دي هغه ټول قلموال
چې قلم خرڅ نه دي سرکوزي نه دي
د غریبۍ د آیت لږ بغاوت
او بیا د تندې د اوږدو اوږدو غرمو شکایت
ټول سپکاوی د بدبختۍ د مذهب
د خپلې خاورې له غلې نه خپله ونډه غوښتل
پاک الحاد دی
ځکه غنم خو هسې هم د شیطانۍ ایجاد دی
لوږه غداره ده
په لوږه کې پر خېټه لاس ایښول ګناه ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه: بارکوال میاخېل
۲۱ اپرېل ۲۰۱۸م کال
واشنګټن ډي.سي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply