د تفرقې سیاست نور ناچله دی/ محمد روښان ښاد

0 608

د تېرو څلوېښتو کالو ناخوالو چې څومره موږ بې کوره، بې اوره او بدمرغه کړو، مګر د دې ټولو زیانونو باوجود مو دا یوه ګټه وکړه چې زموږ د خلکو سد یې سر ته راوست، ویښ او هوښیار یې کړل، نننی نسل مو د پروني هغه په څېر په اوازو، ګونګوسو، ما ویلې او تا ویلې پسې نه ځي. دوی په دقت فکر او په ځیرکۍ عمل کوي. پاکستان دې د تفرقې د سیاست پرځای د دوستۍ لاره اختیار کړي، ځکه چې د تفرقې سیاست نور باطل او ناچله دی.

د افغانستان اوسنی نسل اوس واحد لیدلوری لري چې هغه د هېواد د ابادۍ، د ولسونو د هوساینې او سوکالۍ، له نورو سره د دوستانه اړیکو او مناسباتو او د پرمختګ هسکو ته د ځان او هېواد رسولو لیدلوری دی. زموږ ځوان نسل د همدغه لیدلوري په اساس په مثبت جهت په حرکت کې دی. دوی له خپل ولس او هېواد سره ټینګ تعهد لري او د همدغه تعهد په اساس شپه او ورځ زیار ګالي.

زموږ ځوان نسل نړۍ لیدلې، د خپلې پوهې ترڅنګ نړیواله تخنیکي پوهه او بریالۍ تجربې هم لري، نو له همدې امله د دوی تېراېستل او د خپلو ګټو لپاره د دوی استخدامول نه یوازې ناشوني دي، بلکې د دوی په اړه دغه ډول تصور حماقت او لېونتوب دی. دوی کاملاً مسلکي چلند کوي. دوی خپل دوست او دښمن د هېواد او ملي ګټو په چوکاټ کې تعریفوي. دوی د هر ډول ستونزو، معضلو او کشالو د حل لپاره پر سوله ییزو لارو او مذاکراتو ټینګار کوي.

زموږ د ځوان نسل په قاموس کې داسې څه ځای نه لري چې هغه دې ناشونی واوسي. دوی غواړي د نړۍ له نورو ولسونو، ملتونو او هېوادونو سره په ګډه د منزل په لور مزل وکړي. دوی نړۍ ته د یو کلي په سترګه ګوري او افغانستان د دغه نړیوال کلي مهم غړی او کور بولي. دوی د کلیوالۍ ټولو اصولو او ارزښتونو ته نه یوازې درناوی لري، بلکې عملي کوي یې او له نورو څخه یې هم هیله همدا ده چې دوی ته باید درناوی وشي.

پاکستان ته ښایي چې زموږ د اوسني نسل ظرفیت، پوهه، فکر او لیدلوری درک کړي او خپلې ملي ګټې د دوی له لیدلوري سره عیارې کړي او د تفرقې، نفاق، افراطیت او تشدد زړې او باطلې لارې او پالیسیانې له یوه سره ناچله اعلان کړي. پاکستان دې په خپل دریځ او پالیسۍ له سره غور وکړي او د دې کوښښ دې وکړي چې له سیمې سره د بین المللي نورمونو او ښه ګاونډیتوب د اصولو په اساس ځان عیار کړي. پاکستان لکه څنګه چې په خپلو کورنیو چارو کې د نورو لاسوهنه جرم بولي، نو همداسې دې د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې جرم نه ترسره کوي.

پاکستان دې دا فکر له ذهنه وباسي چې زموږ د خلکو له احساساتو څخه به زموږ په زیان او یا هم د ځان په ګټه ناسمه استفاده وکړي. پاکستان دې دا ومني چې نننی افغانستان په ټوله مانا له پروني افغانستان څخه جلا دی او د اوسني افغانستان په درک سره دې د تخریبي فعالیتونو او غلطو سیاستونو پرځای د افغانستان له موقعیت او ظرفیت څخه په معقولې استفادې فکر وکړي او دا باید ومني چې دغه استفاده په تخریبي فعالیتونو نه، بلکې په دوستانه مناسباتو ترلاسه کولی شي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply