د کامرس (سوداګرۍ) سطحه / ګلاب بهار

0 632

د سوداګرۍ له سطحې څخه موخه ټول هغه فعاليتونه او کړنې دي چې په سوداګرۍ کې تر څېړنې لاندې نيول کېږي. يعنې سوداګري (کامرس) له کوم ځایه پیل کېږي او په کوم ځای کې پای مومي او د کامرس د پراختيا لپاره حدود ټاکو او پرېکړه کوو چې کوم شيان تر بحث لاندې نيسي او کوم شيان ترې بهر دي؛ نو په دې توگه کامرس مونږ په دوو برخو وېشو چې په لاندې ډول دي:

1. سوداګري
2. د سوداګرۍ مرستيالان
لومړی: سوداګري (Trade)

د سوداګرۍ لفظي معنا د اجناسو له تبادلې څخه عبارت ده، خو په اصطلاح کې د توليدوونکو او مستهلکينو ترمنځ د اجناسو تبادله ده. يا په بل عبارت، سوداګري د منقولو اجناسو او مالونو د پېر او پلور څخه عبارت ده چې د ګټې په خاطر په دوامداره توګه د شغل او کسب په ډول صورت نیسي.

د سوداګرۍ لنډه تاريخچه

په انساني تاريخ کې داسې يو وخت و چې د سوداګرۍ نوم هم موجود نه و او نه چا پېژنده، دا هغه وخت و چې انسان په ډېر ابتدايي حالت کې ژوند کاوه، په دغه وخت کې انسانانو يوازې درې عمده اړتیاوې درلودې چې خوراک، لباس او استوګنځی وو. خوراک يې د ځنګله د ځناورو غوښې وې، همدا راز لباس يې د ونو پاڼې وې او په غرونو کې اوسېدل. يعنې په هغه وخت کې هر انسان خپلې اړتیاوې پخپله پوره کولې؛ خو دغو حالاتو ډېر وخت دوام ونه کړ او د وخت په تېرېدو سره انساني اړتیاوې زياتې شوې او يو انسان نه شو کولای چې خپلې ټولې اړتیاوې په خپله پوره کړي.

دا چې پخوا اجناس په ډېره پيمانه موجود نه وو او پيسې هم نه وې رامنځته شوې؛ نو خلکو خپلې اړتیاوې په مستقيم ډول پوره کولې، دا هغه وخت و چې اجناس په تصادفي ډول تبادله کېدل چې مستقيمه يا جنس په جنس تبادله موجوده وه؛ خو کله چې پيسې رامنځته شوې، د کار ټولنيز وېش پرمختګ وکړ او صنعتي انکشاف رامنځته شو، چې په دغه وخت کې جنس په جنس تبادله په غير مستقيمه هغه بدله شوه او سوداګرۍ هم د وخت په تېرېدو سره پرمختګ او وده وکړه چې بالاخره دا اوسنۍ بڼه يې خپله کړه، البته چې دا لړۍ لا هم د پرمختګ په حال کې ده.

د سوداګرۍ اهميت:

سوداګري هم د مهمو اقتصادي سکټورونو له ډلې څخه شمېرل کېږي چې کولای شي د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې بنسټیز رول ولري. ويلى شو چې سوداګري د توليداتو د پراختیا او اقتصادي ودې يوه وسيله ده، ځکه چى سوداګري داسې يوه سرچینه ده چې په واسطه یې کولاى شو، مادي وسايل لکه: سرمايوي اجناس، خام مواد، نيم کاره مواد برابر او رامنځته کړو، دا هغه اجناس دي چې د اقتصادي ودې لپاره مهم او اړین دي او همدارنګه سوداګري د نوې ټکنالوژۍ د انتقال او د اختراعاتو سبب شوه او د ټکنالوژۍ د ودې په واسطه انسان په دې وتوانېد چې په ډېر لږ وخت کې خپل سوداګریز مالونه د هوایي ټرانسپورت، سمندري ټرانسپورت او د اورګاډي په وسيله نړيوالو بازارونو ته ورسوي او هغه هېوادونه چې د هغوی صنعت لږ وده کړې وي، هغوى کولای شي چې د سوداګرۍ په وسيله د هغو هېوادونو چې د هغوی صنعت ډېر پرمختګ کړی د تجربو څخه استفاده وکړي.

سوداګري داسې زمينه مساعدوي چې د يو هېواد له موجوده ذخيرو څخه ګټوره استفاده وشي؛ نو په دغه صورت کې دولتونه بايد د سوداګرۍ د ودې لپاره زمينه برابره او تنظيم کړي.

د سوداګرۍ ډولونه
په عمومي ډول سوداګري په دوو برخو وېشل کېږي:
لومړی: کورنۍ سوداګري
دویم: بهرنۍ سوداګري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply