راجپال هم زنداني شو

0 897

که هندي کمېډي فلمونه لږ لږ هم ګورئ، نو بیا به له راجپال یادیو سره حتما بلد یاست.
سرخط درته نن د بالیووډ د دې تکړه ستوري په اړه ښه خبر نه لري. 
د هندوستان دا ستوری یوې محکمې د Check bounces په قضیه کې په ۶ میاشتې بند او يو سل او دوولس ميليونه هندي کالدارو نغدي جریمې محکوم کړی دی.

راجپال په ۲۰۱۰مېلادي کې د خپل یوه فلم لپاره له یوه سوداګر څخه پنځوس ميليونه روپۍ اخیستې وې چې پر وخت یې سمې ور نه شوې کړای او له همدې کبله د سوداګرۍ د قانون خلاف پر هغه قضیه ثبت شوې ده.

راجپال یادیو په چھپ چھپ کې، ډھول ، پھر هیرا پھیرې او مجھ سې شادي کرو گې فلمونو سربېره، په ډېرو نورو کې کار کړی اوز یات‌ مینه‌وال لري.

خو د محکمې له پرېکړې وروسته هغه سم‌دلاسه په ضمانت له بنده ازاد شوی، مګر د محکمې پرېکړه یې نه ده منلې او د استیناف غوښتنه یې کړې.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply