دارلعلوم حقانیه، اکوړه خټک/ نجیب ننګیال

0 2,029

یو درانه ملګري پوښتلی یم چې ولې حقانیه مدرسه په لیکنو کې بده یادوم. نو غوږ شئ:

حقانیه هغه ځای دی چې په ۱۹۴۷ کې تاسیس شوه او کټ مټ په هفه کال چې پاکستان جوړ شو. د هندوستان د سترې اسلامي درسګاه دیوبند په مقابل کې رامنځته شوه او دیوبند ثاني یې ورته وویل. په همدغه کال د اسیا په نیمه وچه کې د مسلمانانو قوت مات شو. هفه هندوستان چې مسلمانان پرې حاکم و، په ضعیف اقلیتونو پکې بدل شول. پاکستان د نفاق او د مسلمانانو د تضعیفولو نوم دی او حقانیه یې دیني مشروعیت ورکوونکې.

دوی و چې د جهاد افغانستان، دفاع پاکستان ناره یې ووهله. مانا زمونږ دفاع او رفاه دوی ته مهمه نه وه. مونږ یې د ځان د دفاع وسیله بللو. زمونږ یو نیم ملیون بیچاره خلک یې په احساساتو راوستل او په روس یې شهیدان کړل. زمونږ خلکو ته یې د تدبیر په ځای د جذباتو تلقین کولو. کنه جهاد یواځې د ځان شهیدولو، ولسي تلفاتو او د ځان د تباهۍ نوم نه دی. دا روسیه په لږ تلفاتو هم ماتېدای شوای خو حقیقت دا دی چې دوی مونږ ته ویل جنت افغانستان ته راغلی او باید دا جنت په شهادت وګټو. مونږ چې مخلص، پاک زړی او په دین مئین ولس درلود، دوی یې له سپېڅلتیا ناسمه استفاده وکړه.

د جهاد په غنیمتونو یې مدرسه پراخه او عملي سیاستونه پیل کړل. حقانیه مدرسې ته مخامخ یې عبدالحق ټاون جوړ کړ او هر یوه زوی یې ځان ځان ته بنګله جوړه کړه. لورګانو یې په کالجونو کې میډیکل او انجینرنګ ولوست. نړۍ یې ولیده او جهان ګشته شو. ماشومان یې ایرکنډیشنونو ته رالوی شو. داسې پۍ مخي ته وا، غلمان دي. خپله مولانا عبدالحق د پاکستان د پارلمان غړی و. زوی یې مولانا سمیع الحق تر دا پرونه د مشرانو جرګې (سنا) غړی و. لمسی یې مولانا حامدالحق د این اې ۶ حوزې څخه د پارلمان غړی شو. دوی په پاکستان کې د دیموکراسۍ پلویان دي او د رایو لپاره فتواوې ورکوي. ووټ ورکول واجب بولي. خو برعکس زمونږ افغانانو ته دیموکراسي کفر او ناروا معرفي کوي. ښوونځي مږ د شر ځالې او د نجونو تعلیم ګناه را معرفي کوي. د مولانا شیرعلي شاه په نوم یو سپین ږیری استاد یې و. خپله یې په انګلیسي روانې خبرې کولې. خو که به د کډوالو کمپ ته ولاړ. ماجر به یې په دې رټل چې ولې یې اولادونه د IRC انګلیسي کورسونو ته ځي.

د حقانیې اوسنی دارالحدیث دجمعیت اسلامي ګوند مشر برهان الدین رباني تاسیس کړی او پیسې یې ورکړې. خو کله چې د کرنل امام د طالبیزم پروژه پیل شوه، همدې حقانیې د رباني او مسعود پرخلاف د طالبانو جګړه روا او جهاد وباله. حتا د شمالي شنه باغونه یې پرې اره کړل. په ښځو یې جنسي تېري وشو او ځوانې نجونې یې سرګودې او ملتان ته اختطاف شوې. مولانا شیرعلي شاه به د تالقانو په لومړي خط کې طالب جنګیالیو ته د قران شریف ترجمه کوله او تودې جګړې ته به یې هڅول. حال دا چې هغه وخت په وطن کې نه روسان و، نه امریکایان. د مسلمان د مسلمان سره جګړه وه. د جګړې له دواړو خواوو د تکبیر او اذان غږونه راتلل. دې سپین ږیري هیڅکله و نه ویل چې د مسلمانانو خپل منځۍ جګړه فساد او فتنه ده. دا یې هغه تر ټولو لوی عالم او محدث و چې له مدینې یې دوکتورا لرله.

کله چې په مزار شریف طالبانو برید وکړ. دوستم وتښتېد او جنرال مالک پرې کودتا وکړه. مالک په ډراماتیک ډول له طالبانو سره یو شو. د حقانیې استادانو د احادیثو د دورې ۲۰۰۰ تنه افغان علماء له اکوړي څخه د مزار شریف تګ ته وهڅول او د مزار د فتحې (؟) جشن ته یې ولېږل. چې کابو ټول یې په لیلیې دښته کې شهیدان شو. مونږ د ۲۰۰۰ علماو څخه بې برخې شو. هماغه و چې د طالبانو تحریک چڼو، بې علمه، بې بصیرته او جذباتي هلکانو ته ور پاتې شو. نتیجه ټولو ولیده. چې په ټول امارت کې د درایت او لرلید سړی نشو پاتې. د یوه عرب په سر یې ټول وطن تباه کړ. ۴۲ هېوادونه یې وطن ته راوستل او د یو لک نورو افغانانو وژنې ته یې فرصت ورکړ.

بیا هم چې کله امریکا برید وکړ او طالبانو له کابله فرار وکړ. د همدې حقانیې استادانو او د مولانا سمیع الحق ورور مولانا انوارالحق به افغان طالبانو ته په مدرسه کې ځای ورکولو نه نکار وکړ. د خور مور کنځلې به یې ورته کولې. چې دلته مه راځئ دهشت ګرد یئ او ستاسې د لاسه به مدرسه بمبار شي.

په وروستۍ ورځ یې دا ځواني وه او همدا یې مسلماني. زه حقانیه ډېره ښه پېژنم او د حقانیې بدرنګه سیاسي کردار د افغانستان او اسلامي نړۍ لپاره د هېرولو نه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply