نور نو بس دی…! / اسدالله ولي او یما هوتک

0 718

په تېرو څلوېښت کلونو کې په هېواد کې بېلابېل حکومتونه حاکم شول چې هر یو یې له ځان سره ښې او بدې ځانګړتیاوې درلودلې چې په لنډه توګه ویلای شو چې د افغانستان تېر ۴۰ کلن تاریخ په څلورو دورو وېشل شوی چې یوه يې د کمونسټانو دوره وه او بله يې د مجاهدینو دوره او بله يې د طالبانو دور وو او اوسنی نظام د طالبانو له سقوطه نیولی تر اوسه پورې.
په دې هره دوره کې ملکي او ناملکي افغانان په بېلابېلو نومونو په خورا قساوت وژل شوي او هر رژیم کوښښ کړی خپل رقیبان په وحشیانه توګه له منځه یوسي او یوه لوري هم خپل مخالف لوري نه‌شو زغملای چې همدا ناکامه پالیسۍ د دې سبب شوې چې هېواد دا څلوېښت کاله له کړکېچ سره مخ شي.

اوس چې په هېواد کې یو نوی نظام حاکم شوی او هر لوری په یو ډول په نظام کې شریک دی، په کار ده چې ټول د یو بل زغملو او په ګډه د هېواد د ملي منافعو په نظر کې نیولو سره په هېواد کې د قانوني نظام د ټینګښت او پرمختګ لپاره کار وکړئ، نه دا چې پخوانۍ کیسې بیا را تازه کړې او هېواد یو ځل بیا د کړکېچ او ګډوډۍ خوا ته بوځي، که یو څوک په یو لوړ دولتي موقف کې ځای لري او له هغه ځایه د بل لوري پلویانو ته سپکې سپورې وایي؛ نو باید په دې پوه شي چې هغوی هم په ملت کې پلویان لري او له ورته عکس العمل سره به مخ شي.

د ښاغلي مسلمیار وروستۍ څرګندونې چې د ډاکټر نجیب الله او د هغه د پلویانو په اړه يې کړې چې ډاکټر نجیب یو ظالم او قاتل شخص دی او پلویان يې لېونیان دي؛ نو ښاغلیه! اول خو تاسې ووایاست چې په تېرو کلونو کې کوم لوري قتل نه دی کړی او ظلم يې نه دی کړی تاسې چې کابل ته راغلی په عامو خلکو مو څه نخرې و نه کړې، تاسې د افغانستان منظمه اردو له منځه یووړه د افغانستان ټانکونه او طیارې مو د پاپړو په نرخ په پاکستان خرڅې کړې چې اوس مو موږ د پردیو سوال ته کښېنولو، د کابل په هره کوڅه کې بېل بېل حکومتونه نه وو، ناهید مو په یاد ده؟ هغې د چا له لاسه ځان له درېیم منزله ځان را وغورځاوه؟ د ابشارو قتل عام مو په یاد دی؟

د خلکو په سرونو کې مېخونه وهل او په کانټینرونو کې سوځول مو هېر شول؟ کوم یو یې درته یاد کړم، د قیافو په بدلولو ستاسې ظلمونه د خلکو له ذهنونو نه پاکېږي د کابل هره کوڅه او هر سړک ستاسې د ظلمونو ګواهي ورکوي، که يې خبرې کولای شوای ډېر به يې درپسې خندلي وای، تاسې څه فکر کوئ چې اوس سټیج ته ودرېږئ او د ډیموکراسي او ترقۍ خبرې کوئ؛ نو ستاسې ماضي به پرې هېر شي؟ هیڅکله هم نه؛ نو ښه خبره دا ده چې مخکې له دې چې د یو بل چا په هکله قضاوت کوئ، لږ په خپل ګرېوان کې سر کښته کړئ او خپله ماضي هم را په یاد کړئ زه یقین لرم چې له ځان سره او خپل وجدان ته به ملامت یاست خو له شرمه پرې اعتراف نه‌شئ کولای.

مونږ دا نه وایو چې کمونیستانو ظلم ندی کړی او نه د هغوی پلوی کوو خو تاسی د اسلام په جامه کی د جهاد تر نامه لاندی داسی کارونه وکړل چې اوس يې خلک په یادولو شرمېږي، تاسې اوس هم د جهاد تر نامه لاندې تجارت کوي او امتیازات يې اخلئ او هر یو د ماڼیو او قصرونو خاوندان یاست، کله مو هم د خپلو هغو پلویانو چې ستاسې تر امر لاندې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا ټپیان شوي، د هغوی او یا د هغوی د بچیانو پوښتنه مو کړې، ستاسې د همدې اعمالو پایله وه چې ستاسې بادارانو (ISI) درته بل دښمن طالبان پیدا کړل او پر تاسې يې مسلط کړل هغوی هم په خپل وار افغان مظلوم ولس ته چاړه تېره کړه او تر اوسه يې له افغان‌وژنې لاس نه دی اخیستی.
په پخوانیو کورنیو جګړو کې هر لوری خپل جعلي اتلان لري چې هیڅکله بل لوري ته د منلو نه دي، ځکه دلته چې هر چا ډېرې وژنې کړې وي، هغه اتل دی، ښه خبره دا ده چې اوس له پخوانیو کیسو تېر شو او ټول په ګډه د یو بل زغملو په سیاست سره که هغه خلقي وي که پرچمي، که مجاهد وي او که طالب وي او که له غرب او شرقه راغلي افغانان وي، ټول مټې راونغاړو او شته ناخوالو ته د پای ټکی کښېږدو او ملي وحدت او سولې ته کار وکړو او ځوان نسل نور په دې بې‌فایدې خبرو مصروف نه کړو پرېږدئ چې درس ووایي او هېواد ته کار وکړي.

بیا تاسې ښاغلی چې د یو مهم ارګان مشري پر غاړه لرئ، دې خبرو ته باید ډېر پام وکړئ چې ملي وحدت زیان و نه ویني، دا قضاوت تاریخ ته پرېږدئ راتلونکي نسلونه به تاریخ ولولي خپله به پوه شي چې په دې هېواد کې چا څه کړي تاریخ د هیچا پلوي نه کوي او بل څوک چې مړه دي، هغوی د حساب و کتاب ځای ته ورغلی، زموږ او ستاسې ښه و بد ویل هغوی ته کومه ګټه او زیان نه‌شي رسولې د دې پر ځای چې هغوی پسې خبرې وکړو باید خپله په خپلو کړو تېروتنو پښېمانتیا وکړو او له خدایه بښنه وغواړو.
او په اخېر کې ښاغلي مسلمیار ته وایو، د دې پر ځای چې په تېرو کیسو ځان مصروف کړي، د خپل کلي او ولسوالي غم وکړه چې په یوه شپه د یوې بې‌وزلې مور درې ډاکټران زامن شهیدان شول، ورشه او د هغې مور اوښکې پاکې کړه او په داسې لارو غور وکړه چې نوری مېندې بورې نه‌شي او دی بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شي، تېرې کیسې هېرې کړه، د نوي نسل د سوکالي او ارامي لپاره کار وکړئ او پر دې فکر وکړئ چې راتلونکيو نسلونو ته څه په میراث پرېږدئ.
د یو سوکاله ارام او پرمختللي افغانستان په هیله!

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply