د دې ایمان …ﺉ، زړګکی یې لاښوري!/ ودان روښان

0 691

وایي چې په لرغونې زمانه کې چې نه ډاکتر، نه هم دارو درمل او نه لابراتوار چا پېژندل، خو ناروغیانې وې  خلک یې په ډله ییزه بڼه له منځه وړل، خلکو د ځینو نارغیانو له پاره په عام ډول فزیکي بڼې لا ورکړې وې چې په غیر مریي بڼه یې د خلکو وینې زبېښلې. یوه له دې خطرناکو ناروغیانو هم وبا ناروغي وه چې خلکو موبا هم بلله ورته. کیسې وایي چې کله به موبا ګډه شوه نو ولسونه به یې تبا کړل، ځینو خلکو موبا د یو څاروي په بڼه ګڼله چې په غیر مریي احساس ولسونه تبا کوي نو خلکو به هڅه کوله چې هرچېرې شکمن او بد رنګه ژوی یا څاروی وګوري نو باید ویې وژني چې په دې توګه ولسونه دغه شره وژغورل شي. د همدې انګېرنې له مخې کوم چا ډنګر غویی، هغه بل بیا چېرې کوم خر، چا کوم بل کورنی یا وحشي ژوی وژلی او د خپل وخت له انګېرنو سره سم یی موبا ختمه کړې وه.  یو وخت چې په کوم ولس کې موبا ګډه شوې وه هرچا د هغې د موندلو او وژلو هڅې کړې وې چې خپل ځان، کورنۍ او په ټوله کې ولس د هغې له شره خلاص کړي. په دې منځ کې کوم ساده سړی د اوبو پر ژرندې ور برابر شوی ګوري چې پر خپل سر څرخي او اوړه بادوي، له ځانه سره یې ویلي چې ګنې همدغه موبا ده نو یوه غټه ډبره یې راپورته او په توکل د خدای یې د ژرندې پر پل ورګوزار کړه په دې سره د ژرندې پل څو ټوټې او یوې بلې خواته وغورځېد. سړی خوشاله شو چې زه نو د موبا له شره یې ځان، کورنۍ او ولس وژغوره، خو څرنګه چې پل د مرغک په نوم د ژرندې له څرخ سره تړلی خو چې اوبه څرخ تاوه وي نو مرغک هم ورسره تاوېږي، سړي چې کتلي یو شی لا هم تاوېږي نو له ځان سره ویلي چې ددې ایمان…ﺉ، زړګکی یې لاښوري! نو بله غټه ډبره یې راوخیسته او دا ځل یې د ژرندې مرغک هم مات کړ، په دې سره ډاډه شو چې نور د موبا له شره خلاص شوی نو ځکه یې د ارام سا وخیسته او په کور کلي کې یې د موبا د وژلو نغاره وډنګوله.

دا کیسه تردې رایاده شوه کله چې اسامه بن لادن د امریکا غبرګلونې اسمان څکې او د هغه هېواد دفاع وزارت(پنتاګون) ودانیو سره الوتکې وجنګولې چې له برکته حامد کرزی واک ته ورسېد او شاوخوا ۱۳ کاله یې داسې واکمني وکړه چې هیڅ غل او رهزن په کې بې برخې پاتې نه شو، سره له دې چې افغانستان د خپل پیدایښت له تاریخه په دې کچه مالي، پوځي، سیاسي او نور ملاتړ نه و تجربه کړی خو کرزي لالا دغه ټول د غلو په جیب کې ورواچول، لږ یې ده او ورونو- ډېر بیا چنګسالارانو ګړوت کړل خو داسې ښکاري چې لا یې هم هغه د موبا وژونکي په خبره زړګکی لاښوري.

په نوره نړۍ کې چې واکمن خپله قانوني موده پوره کړي نو بیا کرار کیني، د خیر ښېګڼې کارونه کوي، خپل یادونه لیکي او یا بشري کارونه کوي خو کرزی لګیا دی تېږي پورته کوي لړمان لټوي. پوښتنه داده چې دی غواړي څه؟ یو وخت ده ویلي و چې غواړي امریکایان له دغه هېواده وباسي. په دې کې شک نه شته چې هیڅ وطنپال افغان دې د امریکا په ګډون په خپل هېواد کې د هیڅ هېواد پوځیانو په لیدلو خوشاله وي، خو ایا ښاغلي کرزي دا اټکل هم کړی او په دې اړه کوم ځواک او توان لږ ترلږه په اوسني پړاو کې په ځان یا په دغه هېواد کې ویني چې د امریکا له وتلو وروسته به د افغانستان لرې او نږدې بدنیته ګاونډي کرار کیني او افغانان به پرېږدي چې خپل هېواد په خپلو مټو او د نړیوالو دوستانو په مالي مرستو ودان کړي؟ ایا کرزی په ځان کې دغه توان ویني چې که نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او په خپله کرزی واکمن شي نو دغه حریص ګاوندیان پر ځای کینوي؟ دی به کورني لنډغر پرخپل ځای کینولی شي؟ د امریکایانو په حضور کې فهیم په څپېړه مخ ورشین کړی و، هغه مهال یې چا په خوله پیاز هم وړاوه خو چې بهرنیان نه وي نو دی دې بیا لنډغرو ته … ټینګه کړي! د کرزي یو بړیڅي او تالي څټي سپنتا هم څو ورځې مخکې دده په خپل اند یو دیپلوماتیک کشف کړی و او هغه دا چې نړیوال دې د افغانستان ناپېلتوب تضمین کړي، سپتنا دا فکر هم کړی چې ایران به په افغانستان کې د فرهنګي حوزې له اغیزه په اساني تېر شي، اجازه به ورکړي چې افغانان ایران ته وړیا تلونکې میلیادونه مترمکعبه اوبه راوګرځوي او خپل یو شمېر وږي خلک پرې ماړه کړي؟ پاکستان به په افغانستان کې له خپل ستراتېژیک عمق او په کابل کې د خپل لاسپوڅي رژیم واکمنولو له موخې تېرشي؟ روسیه چې کله په افغانستان کې د لږګیو د ګټو ملاتړ په خاطر افغانستان ته غاښونه چیچي او کله دداعش مخنیوي په پلمه د طالبانو ملاتړ توجیه کوي خو په اصل کې لاهم د افغانستان په اړه له خپلو هژموني موخو په هیڅ بیه نه تېرېږي کرار کیني او د افغانستان ناپېیلتوب به تضمین کړي؟

ښاغلي کرزي په هند کې یوې څېړنیزي غونډې ته ویلي چې د امریکا پیچډ اوړي. ایا کرزي په دې اړه هم فکر کړی چې کله امریکا په افغانستان کې نه وه نو ګاونډیانو او لرې – نږدې قدرتونوافغانستان د سولې په کلپ بدل کړی و که څنګه؟ ده یو بل ځای فرمایلي چې افغانستان د خپلو ګاونډیانو ایران، چین، روسیې او هند مرستو ته اړتیا لري. خو ده دا نه دي ویلي چې دغه هېوادونه ولې او د څه له پاره افغانستان سره مرسته وکړي؟ که دده مطلب د ایران په تورو کڅوړو کې له هغو پیسو دی چې د سلما بند کار ځنډولو په بدل کې ایرانیانو د عمر داوود زي په لاس ورکولې؟ کرزي یو بل ځای ویلي چې داعش دده واکمني پرمهال   نه و چې دی له امریکا سره پرلانجه بوخت و… خو ده له یاده ایستلي چې   د ۲۰۱۳ کال د اپریل پر ۸ په رسمي ډول اعلان شو هغه مهال داعش په عراق او سوریه کې پر جګړو بوخت و او د ۲۰۱۴ کال په جون کې یې په ۱۸۳ جنګیالیو، د عراق ۳۰ زره کسیز تر غاښونو وسله وال پوځ ته ماتې ورکړه او موصل  یې ونیو. له هغه وروسته یې په عراق او سوریه کې نورې سیمې هم لاندې کړې او په ۲۰۱۴ کال کې یې ټول پام عراق اوسوریې ته اووښتی و، په همدغه کال کې افغانستان د کرزي عصرالفساد واکمني له شره خلاص شو، نو اوس ووایاست چې هغه وخت داعش څه ډول افغانستان ته راغلی وای؟ کرزي دا هم ویلي چې له امریکې سره یې اړیکې ځکه خرابې شوي هغوی دده دا خبره بابېزه ګڼله چې ترهګر د افغانستان له پولو بهر وڅاري او په نښه یې کړي. په بهر کې د ترهګرو له څارنې د کرزي موخه له ډېورنډ کرښې ها خوا ده. خو همدغه کرزي نه و ویلي چې که امریکا پر پاکستان برید وکړی دی به د پاکستان د اوبو او مالګې په پاس د پاکستان ملاتړ وکړي؟

ده ویلي چې د امریکا په حضور کې ترهګري پیاوړې شوه. دا رښتیا ده چې د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په افغانستان کې تېروتنې کړي خو دا هم له یاده ونه باسو چې د همدغه کرزي بې کفایته او فاسدې ادارې، دده له ملاتړ او خواخوږي برخمنو لنډغرو او ټوپکسالانو خلک غرونو ته وخېژول. د طالبانو له ماتې وروسته خو په ټول وطن کې کراره کراري شوه، خو د کرزي پرشاوخوا راټولو لنډغرو او جنګسالانو په شمال کې د خلکو پرسر، ناموس او مال تېري وکړل چې له امله یې زرګونه کسان د خپلو کورونو او کلیو پرېښودو ته اړه شول. همدغه کرزي په یوه وینا کې وویل چې ۸ مېړوښه ښځې جنګسالارانو غصب کړې دي  نو په دغه ځای کې د واکمن په توګه دده مسوولیت څه و؟ همدغو لنډغرو دده په واکمني کې د ملکي هوایي چلند وزیر ډاکتر عبدالرحمان په رڼا ورځ په هوایي ډګر کې په چړو سوری سوری کړ خو کرزي قاتلانو ته دومره هم ونه ویل چې پر مخ دې څوګلان دي؟ لنډغرو د کابل پوهنتون وږي او روژه په خوله محصلین په ډزو غلبیل غلبیل کړل خو کرزي یوازې د محصلینو پلرونه بیت الله شریف ته ولېږل. خو له لنډغرو یې ان پوښتنه هم ونه شوه کړی. د کرزي ملاتړو جنګسالانو  په نړیواله کچه د نشه یي توکو کاروبار کاوه چې نومونه یې نړیوالو رسنیو هم یاد کړي وو، خو کرزي له هغوی پوښتنه هم ونه کړه.

کرزي ویلي چې له امریکا سره یې د ملي ګټو په خاطر اړیکې خرابې شوې وې، خو ده له یاده ایستلي چې کله امریکایانو په تېروتنه یا هم د کرزي په وینا په لوی لاس پر ملکي وګړو بمباري کړې وه خو ده یې په سبا د امریکایي ځواکونو قوماندان ته د افغانستان تر ټول ستر مډال تفویض کړ. همدغه کرزی د مشهور جنګسالار اسماعیل د فساد په دفاع کې د امریکې له سفیر ایکن بېري سره د دواړو هېوادو اړیکو ترشلولو پورې وړاندې لاړ. ایا له امریکا سره د کرزي اړیکو خرابوالي یو لامل له کابل بانکه د کرزي او فهیم په ګده د یو میلیارد ډالرو غلا اغیز نه درلود؟ لنډه دا چې ده د افغانستان د ګټو په خاطر نه بلکې د ځان، خپلو ورونو او جنګسالارانو د ګټو په خاطر له امریکې اړیکي خرابې کړې، ده د ایران تورو خلتو پر سره له امریکا سره اړېکې خرابې کړې، ده د خپل دفتر یو کارکونکي په بډو کې د موټر غوښتلو پرسر له امریکا سره اړیکې خرابې کړې، نه د افغانستان ملي ګټو په خاطر!

داسې ښکاري چې د کرزي زړګکی لاښوري خو نه چې کوم د موبا غلیم پرې راپیښ شي او به هماغه بڼه پرې د غټې ډبرې ګوزار وکړي چې پر ژرندې او دهغې پر مرغک یې  یې کړی و.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply