شمال د جنګسالارانو او قومي ټیکه دارانو ناامنه کړ

0 743

ودان روښان

 هسې خو د ټول هېواد په ناامنیو کې د نورو لاملونو ترڅنګ په یو نه یو ډول جنګسالان هم رول لري خو د شمال ناامنۍ او وروستۍ ناکرارﺉ تر ډېره د جنګسالانو او قومي ټیکه دارانو وژنو، قومي پاکونو، لوټ، چور، چپاول، غصب، د وحشت تر کچې تعصب، نادودو، ظلمونو، نارواوو او بې عدالیتو زېږنده دي. پرافغانستان د پخواني شوروي سرو لښکرو یرغل په یایله او د روسانو په مخامخ لاسوهنه په شمال کې قومي تربګنۍ او قومي پاکونو رسمي بڼه خپله کړه، داسې چې په لوی لاس په افغانستان کې د قومونو پرځای د ملیتونو اصطلاح د هغه وخت رسمي ترمینالوژي ته په دومره ځواک داخل کړای شوه چې لا هم ډېر خلک په ناخبري کې د میلیتونو اصطلاح کاروي پرته له دې چې پر مانا یې وبوهېږي، په تېره هغه کسان چې په یونه یو ډول د هغه وخت له حکومتي ادارو سره پاتې شوي وو.

خبره بلې خواته لاړه شي موخه داده چې د جنګ سالاري او قومي ټیکه داري ناولې تیګه هماغه وخت روسانو کېښوده او وروسته چې روسي پلوه په اصطلاح مجاهدین او له ټولو ارزښتونو بې برخې ملیشې د ځنکدن په حال کې شوروي او د هغه میراث خورې روسیې په لارښوونه او قومانده سره یو ځای او د ملګرو ملتو پنځه فقره ییز پلان یې د ناولې کودتا له لارې شنډ او واک ته په رسېدو په اصطلاح د لږه کیو ایتلاف په شمال کې د قومي پاکونې روسي پلان  عملي کول پیل کړل. خو څرنګه چې وایي:«د غلو ښه یاري بده یې بېزاري» نو ځکه خو له لږ ځنډ وروسته دغه په اصطلاح د لږه کیو حکومت لنډغر په خپلو کې سره ولېدل او دغه حالت تر یو بریده د قومي پاکونې پروژه که په ټپه ونه دروله نو تر ډېره یې پڅه کړه. خو دغه حالت بیا ناقانوني، جنګسالاري، بداخلاقي، زورواکي او نورې منفي ښکارندې پیاوړې کړې. تر هغو چې طالبان راپورته او قومي او ملیشه یې لنډغر یې یو یو پسې واخیستل. خو د طالبانو بې عقلي او یا هم د هغوی ولینعمت (ای اس ای) د خپلو ګټو له پاره افغانستان د امریکایي توغندیو او بمونو خولې ته ورکړ او په دې سره د امریکا د پليو عسکرو په توګه د ملیشو او په اصطلاح مجاهدینو لښکرو چوپړ له برکته د تاریخ تېروتنې په توګه رټل شوي لنډغر بېرته راپورته او واک ته ورسېدل. دغو کسانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له کمزورتیا او یاهم لورېینې ښه ګټنه وکړه او ځانونه یې ښه چاغ کړل. دوی دا ځل د ټولو د سترګو پر وړاندې ښکاره قومي پاکونې ته ملا وتړله.

د کندوز دوه وتلي قومي او جهادي مشران هر یو ارباب هاشم او مرزا ناصري یې د کرزي د واکمني په لومړۍ اوونۍ کې تالقانو ته د غونډې په پلمه چورلکه کې کینول او چورلکه یې په توغندي وویشته او دواړه یې په کې ووژل، حیرانونکې داده چې هغه وخت ټول پر دې پېښه خبر او وپوهېدل خو هیچا هم څه ونه ویل. دې ورته ډېرې نورې پېښې هم وشوې. له کندوز، فاریاب، جوزجان، بلخ او نورو شمالي ولایتونو زرګونه پښتنې کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې او ډېرکلونه د کندهار په ژیړۍ پنډغالې کې پراته وو. دغه راز، له تخاره زرګونه ګوجران په زور وایستل شول او ډېرکلونه په ننګرهار کې کډوال او ډېرو یې په درویزه ژوند کولو.

    جنګسالانو او قومي ټیکه دارانو د پښتنو ملیکیتونو له غصب وروسته پر خپلو قومیانو مخه راوګرځوله او نور یوازې د خپلو ګټو په لټه کې وو نو ځکه خو یې خپل او بل له توپیر پرته لوټل. له دغو لنډغرو د هیچا مال، ناموس او سر خوندي نه و. حیرانونکې خو داده چې په غصب، تېري، او وژنو کې لویو او وړو جنګسالانو یو شان عمل کولو. د وړو او منځنیو قوماندانانو د بچه بازیو او بد اخلاقیو فلمونه ټولې نړۍ ولیدل، خو د ولسمشر مرستیال بیا بله پېره وکړه او په رڼا ورځ یې د خپل قوم سپین ږیری او مخور احمد خان ایلچي یرغمل ونیو او له خپله ټوپکیانو سره یې ډله ییز جنسي تېری پرې وکړ. بل په اصطلاح لوی مجاهد قوماندان او له خپله اند د بلخ امپراتور عطا محمد د ولایتي شورا غړي اصف مهمند غوږ په غاښونو غوڅ کړ.

د جنګسالانو حرص او ناقانونۍ ولس پوزې ته ورساوه نو ځکه خو یې د هغوی پرضد توره راویستله.

څه موده مخکې د جمعیت یو سرلاري احمدضیا مسعود وویل چې په شمال کې جنګېدونکي یاغیان  د جمعیت او جنبش غړي دي، چې تردغه ځایه د مسعود خبره رښتیا ده خو ده ونه ویل چې دغه خلک نور د جمعیت او جنبش غړي نه بلکې د خپلو مشرانو له ظلمونو او نارواوو پوزې ته رسېدلي او پرضد راپورته شوي، بلکې ده بیا هم غوښتي له دغه حالته هم ګټه پورته کړي نو ځکه خو یې دعوه کړې چې جنګېدونکي په دولت کې خپله ونډه نه ګوري او پر همدغه دلیل یې بغاوت کړی چې دا بیا دده خپل منطق دی. دی غواړي له دې لارې هم ګټه وکړي چې که شونې وي بیا کومه څوکۍ ورکړل شي چې د غلا او چور له پاره یې مټ خلاص شي.

همدا اوس چې په تخار، بدخشان، کندوز، بغلان، فاریاب، جوزجان، سرپل او نورو کې د جګړې اور بل دی او هره ورځ لسګونه دولتي سرتېري، ځایي خلک او ددولت مخالف وسله وال  په کې وژل کېږي یو ستر لامل یې د همدغو جنګسالانو او قومي ټیکه دارانو د ظلمونو غبرګون دی.

که په څو کرښو کې یې رالنډې کړو نو ویلی شو چې په ټوله کې د هېواد نورو سیمو په شان په شمال کې هم بې ووزلي، وزګارتیا، اداري فساد، د قانون واکمني کمزورتیا او د بهرنیو استخباراتو په تېره پاکستان، ایران، روسیې او په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو ملاتړو کړیو، سازمانونو او ډلو ټپلو لاسوهنې او د جنګسالارانو او خپله سره وسله والو ډلو نارواوې د ناامنیو لاملونه دي خو  دغلته (شمال کې)ناامني نور لاملونه هم لري چې په لاندې توګه په ګوته کېږي:

ـ د طالبانو له ماتې او د امریکایانو په لاس د جنګي مجرمینو له بیا راژوندي کېدو وروسته له پښتنو سره د جنګسالانو ظلم او نارواوې چې په پایله کې یې د زمینې په برابرېدو خلک اړ شول وسلې ته لاس واچوي، هغه هم ځکه چې د وخت دولت  (د حامد کرزي دولت) د هغوی غږ وانه ورېده یا یې وانه شو اورېدلی او یا یې هم ونه غوښتل،

–  له پښتنو پرته پر خپلو قومونو د جنګسالانو ظلمونه چې په هغو کې د خپلو سیالانو وژنې، د عامو وګړو پر ناموس او اولادونو جنسي تېري او د هغوی ملکیتونو غصب، خلک د هغوی پرضد راپورته کېدو ته اړ کړل،

– له سیمو د ځینو ځواکمنو جنګسالانو وتل، د هغوی کمزوري کېدو او د ګټې وټې پر نورو کارونو بوختیا هم ځینې نور  نوي کسان د هغوی ځای نیولو ته وهڅول او ویې غوښتل چې ځانونه نوي جنګسالاران جوړ کړي او پر همدې موخه وسلې راپورته کړې،

– د نوي نسل راپورته کېدل چې چمتو نه وو د پخوانیو جنګسالانو تر زغ(جغ) لاندې لاړ شي نو ځکه خو یې نافرماني ته مخه او وسلې ته لاس واچولو،

– له ناقانونه لکه، د دولتي او شخصي ملکیتونو غصب، د نشه یي توکو او قیمتي ډبرو قاچاق له لارو د جنګسالانو میلیونر څه چې میلیادر کېدو ځینې نوي کسان وهڅول چې هغوی هم دغه ډول ثروت او شتمني ترلاسه کړي چې ددې موخې له پاره یې یو شمېر کسان راټول او وسله راپورته کړه،

– پر پخوانیو جنګسالانو د هغوی د بادار(روسیې) ناباوري او ترې زړه تورې کېدو او د خپلو موخو ترلاسه کولو په موخه د   پخوانیو اجیرانو( جنګسالانو) پر ځای د نويو ډلو (طالبانو) پالل هغه هم منځنۍ اسیا( د روسانو د اغیز سیمو) ته دداعش مخنیوي په پلمه، په داسې حال کې چې د طالبانو له ملاتړه د روسانو اصلي موخې له افغانانو او امریکایانو به افغانستان کې د خپلې ماتې غچ، اخیستل، له امریکا په نوره نړۍ کې امتیاز اخیستل او د نشه یي توکو قاچاقو انحصار دي.

– او له روسانو پرته د افغانستان په کورنیو چارو کې د نورو غلیمانو لاسوهنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply