ملیشه او اجیر ځواک هیچا ته ژمن نه دی «ماکیاولي» /ودان روښان

0 865

وتلي ایټالوي سیاستوال، فلیسوف او ستراتېژیست نیکولو دي برناردو د ماکیاولي (۱۴۶۹-۱۵۲۷) د ملیشه او اجیرو ځواکونو ښه روښانه انځور کښلی دی. دی لیکي:  «ملیشه ځواک هیچا ته وفادار نه دی بلکې د دوښمن په پرتله یې ګواښ او خطر خپل ارباب ته زیات متوجه وي. هرڅوک چې ملیشو ته ډېرې پیسې او امتیاز ورکړي دوی یې په ګټه خپله وسله کاروي.» د افغانستان تاریخ د ملیشو ددې ځانګړتیا په ټوله مانا ښه انځور دی. د بدنامه ملیشو نادودې او ظلمونه د افغانستان هرې سیمې اوسېدونکو پر خپل پوټکي، غوښې او ان هډوکو احساس کړي دي. د ملیشو ناوړه او غیرانساني کړنو نه یوازې افغانان په یوازې سر کړولي بلکې د خپل طبیعت له مخې ملیشو د تاریخ په یو حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې داسې منفي رول ولوباوه چې په پایله کې یې د لسګونه زره انسانانو وینې چې نورې نه وای تویه شوې تویه شوې بلکې هېواد یې د نابودي کندې پرغاړه ودراوه او ان اوس یې هم هره ګړۍ یې د لوېدو خطر شته.(۱)

د ماکیاولي د وینا په هنداره کې ملیشې د هر بهرني ځواک د پیسو او رتبو په بدل کې د خپلو وطنوالو وینې تویه کړې، د یو نړیوال زبرځواک په غیږ کې له لوبېدو د بل نړیوال زبرځواک په غیږ تر لوبېدو، له یوې سیمه ییزې استخباراتي کړۍ سره له ګوتو پټولو تر بلې سیمه ییزې استخبارتي کړۍ سره تر ګوتو پټولو، د یو تنظیم په ګټه د بل تنظیم پر ضد له وسلې کارونې او بېرته د پخواني غلیم تنظیم په ګټه د پخواني دوست تنظیم پرضد د وسلې ترکارونې پورې د ملیشو تور تاریخ مخامخ زموږ سترګو ته پروت دی. ددغو لوبو ټول تاوان مظلوم ولس ګاللی خو تر ترډېره هغو ولسونو چې دغه ناوړه ښکارنده ترې راپورته شوې، پکې پیاوړې شوې او د خپلو ولسونو په وینو یې مزې چړچې کړي. نن یې د خپل قوم بچی د خپلې خرمستي او ګټې له پاره د یوې ډلې په ګټه قرباني کړی او سبا یې د هغه عکس، په دغه منځ کې د ملیشو مشرانو ته یوازې خپلې ګټې مهمې وې. دغو کسانو تر ننه د خپلو قومیانو په وینو دا لوبه روانه کړې او باور دادی تر هغو چې دې لوبو ته بازار وي دوی یې روانه ساتي. د ولسمشري په تېرو ټاکنو کې د یوې بېسارې پرېکړې پر بنسټ محمد اشرف غني هڅه وکړه چې د افغانانو ترمنځ د تېر په هېر د فلسفې له مخې د ولس ترمنځ پیوستون رامنځته کړي چې د همدې هڅې پربنسټ د ولسمشري په ټاکنو کې د پخوانیو ملیشو یو مشر( رشید دوستم) د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړ، دوستم هم د خپلو جنایتونو په منلو له خلکو بښنه وغوښتنه چې په خپل ذات کې دا ښه کار و خوکاشکې دی پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شوی وی او بیا یې خپلې تېرې کړنې نه وی تکرار کړې. په دې شک نه شته چې په دغه غوراوی کې به سیاسي موخه هم په پام کې وه خو په ټوله کې هڅه دا وه چې ددغو خلکو هغه ګیله هم لرې شي چې دوی له واکه لرې ساتل شوي او هم د افغانستان خلکو ته دا ښودل و چې د هر قوم او هرې سیمې افغانان یو له بل سره برابر دي خو هغه ډول چې علت ورکېږي او عادت نه ورکېږي. دغه سړي د خپل عادت له مخې نورې ناقانونۍ خو یې پرځای پرېږده، له واکه په ناوړه ګټنې تر ټولو شنیع عمل ته لاس واچاو او د خپل کور کلي سپین ږیری او مخور او خپل پخوانی نږدې دوست(احمدخان ایشچي) یې لومړی یرغمل او بیا یې له خپلو وسله والو سره پر هغه ډله ییز جنسي تېری وکړ. البته دا د دوستم دغه ډول لومړنی غیر انساني او غیر اخلاقي عمل هم نه و بلکې پخوا تر دې یې نورو ډېرو سره ورته چلند کړی چې هغوی له شرم او وېرې خولې پټې نیولې دي.

له دې ورهاخوا دغه سړي له دولتي واک په ګټنې قومي پاکونې ته ملا وتړله لومړی یې په لوی لاس جعلي نامنۍ جوړې او وروسته یې د امنیت ټینګښت په پلمه نور قومونه وځپل او د ولسي پاڅونوالو په نوم یې خپل قومیان وسله وال او د خلکو په وژلو، له خپلو سیمو شړلو او زورولو لاس پورې کړ. ددغه کار له پاره یې په فاریاب کې د نظام الدین قیصاري په نوم جنګي مجرم او جنایتکار د خپل ځانګړي استازي په توګه  وګوماره. دغه سړي د خپلو جنایتکارانو په لاس د ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله د واکمني په پیر د خپل ولینعمت (دوستم)کړنې د خلکو په ذهنونو کې راژوندۍ کړې. له دې ورهاخوا قیصاري په ښکاره امنیتي ځواکونو ته د مرګ ګواښونه وکړل. ده د ملي اردو ځواکونو ته وویل چې که دده په خوښه عملیات ونه کړي وبه یې وژني.  قیصاري په عمل کې دولتي واکمني وننګوله.

داسې شکونه هم شته چې ښایي حکومت د دغسې یو کس د نیولو پرېکړه ځکه کړې چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو زور اخیستی خو د سولې غلیمان هم کرار نه دي ناست. دا هم له هیچا پټه نه ده چې طالب مشران دغه وخت ترکیې ته منډې رامنډې وهي او دوستم هم په ترکیه کې اړولي نو ځکه خو شونې ده چې دوستم د خپل تېر عادت له مخې یو ځل بیا د سولې بهیر شنډولو په هڅه کې له طالبانو سره د روسانو او یا هم پاکستانیانو په لمسون او سپارښتنه جوړ جاړی کړی او غوښتل یې د نظام الدین قیصاري په واسطه د سولې بهیر ګډوډ کړي نو ځکه خو به دولتي ځواکونو له ناچارې ورځې دی نیولی وي. دا ځکه هم ناشونې نه برېښي چې په کله په ۱۳۷۳-۱۳۷۴ کلونو کې طالبان راپورته شول هغه وخت هم د بهرنیو استخباراتي شبکو په مشوره د باغیس په لومړیو کرښو کې ددوستم او د طالبانو ځواکونو ترمنځ ډېر سوله ییز چاپیریال واکمن و او ددوستم الوتکو د طالبانو په ګټه د مسعود هوایي ځواک فلج کړ.

سره له دې چې په ترکیه کې ددوستم او طالبانو ترمنځ اوسني احتمالي جوړ جاړي په اړه کره ثبوت نه شته خو د دوستم مخینې ته په کتو له هغه د هر ډول کړنو تمه کېدی شي. که په دغه سړي (قیصاري)کې کوم فساد نه وي نو د ده پلویان دې اجازه ورکړي چې هغه په عدلي او قضایي بنسټونو کې ځان سپین کړي خو دغه کسان له ځنډ پرته د هغه خلاصون غواړي او بله هیڅ خبره نه مني او نه یې اوري نو ځکه خو شک پیدا کېږي چې یوڅه شته. په داسې حال کې چې قیصاري له امنیتي ځواکونو سره وسله واله نښته کړې چې په ترڅ کې یې څوکسان وژل شوي هم دي.

له بله پلوه داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د دوستم- قیصاري پلویانو دولتي ودانیو ته اور اچولی چې دا په خپله جرم دی او د ده په دوسیه کې باید ځای پرځای شي.

په ځینو رپوټونو کې راغلي چې په ارزګان او فراه ولایتونو کې هم د ملیشو قوماندانان نیول شوي له دې ښکاري نور حکومت پرېکړه کړې چې د ناقانونیو مخه نیسي او د هغو کسانو لاسونه لنډوي چې خلک زوروي که حکومت په دې لار کې جدي او کوټلي ګامونه واخلي ښایي له یو څه ستونزو سره مخ شي خو په ټوله کې دا یو مثبت اقدام دی چې خلک به یې تود هرکلی او ملاتړ وکړي.

یو ځل بیا وایم چې د ګتې په پرتله د ملیشو زیان ډېر دی نو ځکه خو دې د ملیشو پرضد پیل شوی کمپاین نه دروي.

(۱) د ۱۳۷۰ کال په پای کې کله چې ډاکتر نجیب الله چمتو شو واک د ملګرو ملتو د سولې پنځه فقره ییز پلان پلي کېدو په خاطر پرېږدي، چې له تردید پرته د یاد پلان په پلي کېدو په افغانستان کې د وینې تویېدو مخه نیول کېده او افغانستان یو عادي او طبیعي بهیر ته ورګرځېد خو ملیشو د پردیو په اشاره او لمسون دغه پلان شنډ او هېواد یې د تنظیمي خرمستي او انډوخر تر پښو لاندې وغورځاوه او په دې توګه یې د خپلو تېرو جنیایتونو په دوام د جنایتونو نوی څپرکی پرانیست چې تر ننه نه جبرانېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply