د مزار مخلوع امپراتور (عطا) پښتنو ته مشران ټاکي؟/ودان روښان  

0 905

دا روښانه ده چې له ډېرې لرغونې زمانې دود و چې امپراتورانو د وړو هېوادو او قومونو له پاره په خپله خوښه مزدور مشران او امیران غوره کول، چې موږ یې بېلګې د خپل هېواد په تاریخ کې لوستي او ځینې مو لېدلي هم دي لکه انګریزانو د افغانستان له پاره شاه شجاع واکمن وټاکه، روسانو بیا ببرک کارمل پر خپلو ټانکونو سپور راووړ، په راول پنډۍ او پېښور کې هم ای اس ای د صبغت الله مجددي، عبدالرب رسول سیاف او برهان الدین رباني په مشري د افغانستان له پاره لنډمهاله حکومت د جهادي او قیادي شورا مشران جوړ کړل. امریکایانو بیا په بن کنفرانس کې حامد کرزی د افغانستان له پاره غوره کړ. مانا دا چې دا نوې خبره نه خو په دغه ځای کې یوه معجزه شوې او دا هم  د مزار مخلوع امپراتو نبوغ ښیي، سړیه!هسې چټي خو یې عطا ته د مزار امپراتور نه وایه؟ خو د غني دانصاف روزي شي سړی څه ورته ووایي؟ د رخې له مخې یې د هغه امپراتوري چپه کړه. د مزار ښار په مخلوع امپراتور کې خو رښتیا هم له امپراتور او امپراتوریو ډېر لوړ فکر، عمل او خیالات شته ځکه امپراتورانو او نورو استعماري کړیو یوازې کولی شوای له ځانه کمزورو او وړو هېوادونو او قومونو ته په خپله خوښه مشران وټاکي خو د مزار مخلوع امپراتور بیا له ځانه د لوی او عظیم قوم له پاره مشران ټاکي که یې څوک نه مني نو د مخلوع امپراتور په وزینه او مبارکه اوونیزه کې دې د هغه یو تیورسن مرزا د لیکنې دې برخو ته له زره بینه ښه په زیر وګوري! دغه بزرګوار لیکي:«.. چهره های مهمې چون استاد عطامحمد نور، زلمی رسول، صلاح الدن رباني و آقای شیدا محمد ابدالي را برای تکت های خویش درانتخابات ریاست دولت جمهوري چهارم، چه در انتخابات و چه حکومت موقت، ګزینش نمایند.»…

دغه بزرګوار وړاندې د خپل ولینعمت (عطا) پلان، اراده او فرمان داسې توضیح کوي«… آقای شیدا محمد ابدالي برای تکت انتخابات و آقای زلمی رسول برای حکومت موقت در جناح پشتون های افغانستان پیشنهاد شده اند…استاد عطامحمد نور، صلاح الدن رباني تاجیک تبار و آقای شیدا محمد ابدالي از طیف پشتون های افغانستان را مورد ارزیابي قرار بدهد و برګزیده شده و پذیرفته شده را از میان این سیه تن بېرون آورند وقال قضیه را بردارند.»

څرنگه اوس یې هم نه منئ چې د مزار مخلوع امپراتور کې څومره لوی کمالات شته د پښتون ستر قوم له سمندره یې څنګه قیمتي ا وناویاته غمي(زلمی رسول او شیدا محمد ابدالي) راایستلي او پښتنو ته یې د  مشرانو په توګه او د هغوی په استازولي په خپل راتلونکي څلورم جمهوریت ؟! کې غوره کړي دي؟

په اصل کې خو لنډغرو له ډېرې پخوا زمانې راهیسې په بېلابیلو بڼو د پښتنو ترمنځ د نفاق اچولو هڅې پیل کړي دي. د لنډغرو ستر سالار احمد شا مسعود خپلو بړیڅو ته د پښتنو تاریخ او جوړښت په یو لوست کې د غلجیو او درانیو په اړه څرګندونې کوي او دی باوري و چې پښتانه به په دغه نوم ویشي. ښایي دا ویدیو او غږ ډېرو کسانو د ټولنیزو رسنیو له لارې لیدلې او اورېدلې وي. کله چې رباني له ارګه د ولسمشر څوکۍ ځان سره کولیاب ته په شا کړې وه نو هغه وخت مسعود د خپل سوچ او اند له مخې د عبدالرحیم غفور زي په نوم یو سړی چې ویل یې محمدزی او درانی دی د رباني ګرځنده حکومت لومړي وزیر په توګه په دې موخه غوره کړی و چې ګنې دی(غفور زی) به درانیان د غلجي ملاعمر په مقابل کې یو موټی او په دې سره دده په خپل اند یو پراخ بنسټه حکومت جوړ او د طالبانو ټغر ورټول کړي. خو څرنګه چې غفور زی امریکایي ټاپه درلوده نو ځکه خو د ایران استخباراتو یې د بامیانو په هوایي ډګر کې الوتکه وغورځوله او په دې توګه یې غفور زی نیمه خوا او نامراده هغې بلې نړۍ ته ولېږه او د خوارکي مسعود له شګو جوړېدونکی بند دده د خپلو دوستانو(ایرانیانو) سیلاو په مخه کړ.

د طالبانو اداري له ماتې او حامد کرزي د واکمني په پیر هم د مسعود اخلافو(فهیم- قانوني – عبدالله) د کرزي تر ږېرې لاندې ښایي هم د ده په خوښه په پکتیا کې د پاچا خان ځدراڼ او وردګو کې د ننګیالي پرضد لنډغر وسله وال او د جګړو اور ته یې لمن ووهله. هغه وخت په پکتیا کې د فهیم لیږل شوې وسلې وموندل شوې چې د پاچا خان مخالفینو ته یې لېږلې وې. دوی دغه کار په نورو  پښتون میشته ولایتونو کې هم وکړ. دغه راز، لنډغرو د خپلوجاسوسانو پواسطه چې بهرنیو ځواکونو ته یې د ژباړونکو په توګه ورپېژندلي وو، پښتون میشته سیمې ان د ودونو او جنازو مراسم په بهرنیو هوایي ځواکونو بمباري کړل.

لرې نه کله چې ولسمشر محمد اشرف غني عطا د بلخ ولایت له څوکۍ ګوښه، خو عطا لکۍ ډانګ او په لومړي سر کې یې دغه امر ونه مانه، عطا خپلو بړیڅو کاسه پاکو ته په څو ویناوو کې د فساد پر ضد د ولسمشر غني کړنې د غلجي او دراني اختلاف په توګه مطرح کړ. دغه راز، لنډغرو پورې تړلې رسنۍ چې ټول یې پېژني تل د کرایي ټټوانو چې د نوم په یادولو نه ارزي هغه مطالب خپروي چې منځپانګه یې ددوی په اند د غلجي او دراني اختلاف جوړوي. دغه کسان د کابل بانک، عینو مینې او د فساد نورو دوسیو  ته هم د غلجي او دراني اختلاف رنګ ورکوي.

اوس هم لنډغر هڅه کوي چې د زلمي رسول(کرمي) په شان یو ګونګالوټی او د شیدا محمد ابدالي په نوم یو ماشوم د پښتنو په استازولي ورسره ملګري او له خپله انده وقال قضیه رابرداري، مانا دا چې د ملت برخلیک په لاس کې واخلي. د کرمی او ابدالی په غوره کولو کې د لنډغرو موخه ټیک هماغه د خپل سرلاري (مسعود) پر پلونو پښې کېښودل دي چې غلجي او دراني سره وجنګوي یا درانیان د غلجیو پرضد وکاروي. دا مسله دې څوک بابېزه نه ګڼي، لنډغرو ددغه کار له پاره پراخ کار پیل کړی. زما یو همکار چې د لنډغرو خواخوږی دی څو ورځې وړاندې ناڅانه راته وویل: « شما درانی ستید یا غلجی؟» زه چې دده په موخه پوهېدم په سړه سینه مې ورته وویل : «مه(من )پشتون افغان استم» ده  ډېر ټینګار وکړ خو څه یې ترلاسه نه کړل غوښتل یې په بله لار خپل مطلب ته ورسېږي نو ویې ویل: «به کدام خیل یا زی مربوط استی؟ بارکزی، نورزی، علیزی، احمد زی، هوتک، توخی یا دیگه(دیگر) طایفه وقبیله؟» ده غوښتل له دې لارې ځان وپوهوي ښایي د پښتنو قبیلو په اړه به یې څه مالومات ترلاسه کړي وو یا به یې غوښتل وروسته ځان پوه کړي چې زما قوم په کومه څانګه پورې تړاو لري خو ما ورته وویل چې موږ له قبیلویت تېر او قومیت جوړوو او قبیلویت یوازې د کورني پېژند میراث په توګه ګڼو او بس. سره له دې چې زه دې شیطاني چلوټۍ ته له ډېر پخوا زیر وم او غوښتل مې په دې اړه څه ولیکم خو د عطا خیلو وروستۍ خر شنه پاشنې دې لیکنې ته وهڅولم.

پوهېږم چې زموږ اوسنی کول هرو مرو پر دې چلوټۍ پوهېږي او کله هم د بې فرهنګه لنډغرو په لومه کې نه نښلي خو بیا مې هم و غوښتل د دوی له شوم نیت او پلانه پرده پورته کړم؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply