سوله غوښتونکو! له تورونو مه وېرېږﺉ / ودان روښان

0 697

د طالبانو جګړه مار اړخ د سوله غوښتنې ولسي غږ ونه شو زغملی او د کونډو او یتیمانو ساندو اورېدو توان یې له لاسه ورکړ. دطالبانو یوې خبرپاڼې تور لګولی چې دغو سوله غوښتونکو د دوی جګړه چې دوی یې جهاد بولي د افغان وژنې په توګه خلکو ته ورپېژندلې. خبر پاڼې د طالبانو له پتې  تور پورې کړی چې په دغو پرلتونو کې د امریکا استخباراتي کارکونکي د قومي مشرانو په نوم ښکیل دي او پرلت کونکي په افغانستان کې د بهرنیانو حضور  په اړه هیڅ نه وایي.

اوس راځو دې ته چې ولې طالبانو له درې میاشتو وروسته سوله غوښتونکي د امریکا جاسوسان اعلان کړل؟!

د سوله غوښتنې دغه غږ خو لومړی له هلمنده د نوي کال میلې ته د ورغلو کسانو ترمنځ چاودنه کې د لسګونه کسانو له وژل کېدو وروسته پورته شو. هغه مهال دغو خلکو ولیدل چې د جګړې په اور کې له توپیر پرته وچ او لامده ټول سوزي نو ځکه خو یې د جګړې ضد او سوله غوښتنې غږ پورته کړ. دغو خلکو په ښکاره په لښکر ګا ښار کې د پرلت خیمه ووهله او طالبانو ته په ډاګه وویل چې یا سوله وکړﺉ یا راشئ موږ هم ووژنئ. د دوی دغه غږ کونډو، بورو او ورارو هلمندۍ میرمنو هم ورغبرګ او په ښکاره یې وغوښتل چې نور د خپلو زامنو، ورونو او عزیزانو وینې توییدو زغم نه لري. هغه ډول چې ټولو ولیدل او واورېدل دا د چا لمسون او پیسې نه وې چې دغه خلک یې د جګړې پرضد غږ پورته کولو ته هڅولي وو بلکې دا دهلمند په ځانګړې توګه خو په ټوله کې د جګړې پرضد د افغان ستړي ولس کړیکه وه چې نه یوازې په کوردننه بلکې په ټوله نړۍ کې یې انګازې خپرې شوې. همدغه سوله غوښتونکی فریاد ان د جګړو په لومړیو لیکو کې ټوپک په اوږه طالبان هم وزنګول نو ځکه خو یې دغه اواز ته منفي غبرګون ونه ښود. کله چې له جګړې د ستړیو هلمندوالو غږ د هېواد ګوټ ګوټ کې په پراخ ملاتړ بدرګه شو نو دغو کسانو ( هلمندي سوله غوښتونکو) وغوښتل خپل سوله غوښتونکي او له جګړې د کرکې اواز لومړی جګړه ځپلو ولسونو او بیا نړیوالو ته ورسوي چې پر همدغه دلیل یې د لارې له ټولو خطرونو سره سره د روژې په مبارکه میاشت کې یو بې ساري تاریخي نوښت ته لاس واچاو او اعلان یې وکړ چې له لښکرګا ترکابله به د سولې له پاره پلي تګ کوي. دغه سفر سره له دې چې ډېر ستومانونکی او ستونزمن و، لوږه، تنده، تڼاکې یبله پښې، ګرمي، روژه او نورې ټولې ناخوالې یوازې او یوازې د سولې له پاره وو نو ځکه خو سوله غوښتونکي دلارې په اوږدو کې د ولسونو ان طالبانو له تاوده هرکلي سره مخ شول. د سوله غوښتونکو په وینا د پلي مزله ۶۰٪ لار یې د طالبانو تر ولکې او اغیز لاندې سیمو تېرېده خو له هغه ځایه چې سوله غوښتونکو کې کومه درغلي نه وه، نه یې له چاپیسې اخیستې او نه یې هم د اخیستو په تمه وو، نو ځکه خو له طالبانو نه وېرېدل او طالبانو هم د دوی پر رښتینولي او روغ نیت شک نه درلوده نو پر همدغه دلیل د سوله غوښتونکو کاروان ان پرته له کومې وړې امنیتي ستونزې  تر کابل پورې ورسېد.

له هغه ځایه چې د سوله غوښتونکو غږ د ولس غږ و او دی او عادي طالبان هم د ولس برخه دي هغه ډول چې ولس له جګړې ستړی شوی په همغه کچه طالبان هم له جګړې ستړي شوي. د اختر درې ورځني اوربند کې په خپله ډېرو طالبانو په لوړ اواز او وازه خوله وویل چې نور که جګړه وه هم ترې ستړي شوي او که جهاد و هم ترې ستړي شوي دي، نوځکه خو   سوله غوښتونکي روغ رمټ کابل ته ورسېدل او طالبانو هم د سوله غوښتونکو غږ خپل غږ او د دوی هیله خپله هیله بلله او بولي یې.

ځینو طالب مشرانو د خپلو ملاتړو په سلامشوره داسې ګڼله چې ښایي دغه سوله غوښتونکي ډېر ژر ستړي او خپلو کورونو ته ستانه شي او سوله غوښتونکي یې ځان ته کوم خطر نه ګڼل نو ځکه خو یې په لومړي سر کې کوم منفي غبرګون ورته ونښود خو کله چې یې ولیدل دغه غږ نور نه ایسارېدونکی دی او د ورځې په تېرېدو نه یوازې کمزوری بلکې نورهم اوچتیږي نو ځکه خو یې پر اندامونو لړزه ګډه او د خپل عادت له مخې د سوله غوښتونکو پرضد خپله زړه توره راواخیسته او په ډېره سپین سترګي یې اعلان وکړ « په دغو پرلتونو کې د قومي مشرانو په نوم د امریکا استخباراتي کارکونکي ښکیل دي»  له دې پرته خو دوی بل څه ویلی هم نه شول. جګړه غوښتونکو طالب مشرانو ټیک هغه وخت دغه تور ولګولو چې سوله غوښتونکو وویل به کابل کې د پاکستان، ایران، روسیې، امریکا او ملګرو ملتو سفارتونو مخې ته د سوله غوښتنې پرلت وهي. له تردید پرته طالبان د خپلو ولینعماتو(پاکستان، ایران او رسیې) سفارتونو مخې ته پر پرلت دومره په غصه کړي چې پر بې ګنا سوله غوښتونکو  یې د امریکا استخباراتي کارکونکو تور ولګولو. له طالبانو باید پوښتنه وشي چې ولې یې له دومره ناوخته دغه کشف کړی دی؟!  رښتیا خو دادي چې د طالبانو جګړه غوښتونکې څانګه او د هغوی ملاتړي داسې ګڼي چې سوله غوښتونکي که د پاکستان، ایران او روسیې سفارتونو مخې ته پرلت وهي مانا یې داده چې همدغه افغان دوښمنه هېوادونه په افغانستان کې د جګړې پر اور تیل پاشي او ددوی ( طالبانو) او د جګړې اصلي ملاتړو څېرې بربنډېدو او هم د سوله غوښتونکو غږ ته د ولس مثبت او بې ساري غبرګون وارخطا کړې نوځکه خو اوس پر سوله غوښتونکو د امریکا د استخباراتو تور پورې کوي. له دې ښکاري چې د سوله غوښتنې دغه سوله ییز غږ تربلې هرې لارې سولې ته د رسېدو له پاره ګټور دی. اوس څرګنده شوې چې په دې سره ولسونه راوېښېدی شي او همدا ډول جګړه غوښتونکي په ملي او نړیواله کچه ګوښي کېدی شي نو ځکه خو اوس له جګړې ستړی ولس له سوله غوښتونکو تمه لري او په کله ترې غواړي چې له هیڅ ناروا تور او تهمته ونه وېرېږي او کله هم له خپلې دې سپیڅلې او روا غوښتنې تېر نه شي.                                  هغه ډول چې سوله غوښتونکي هوډمن دي چې د جګړه مارو او د هغوی ملاتړو خلاف په نړیواله کچه خپلې هڅې ګړندۍ کوي له ټولو سوله غوښتونکو هم ولس هیله لري چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې د سولې له پاره خپل غږونه پورته او په دې توګه د جګړه ځپلي ولس د مظلومیت فریاد نړۍ ته ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply