پر سکانو او هندوانو برید ترشا د رواني جګړې موخې/ ودان روښان

0 1,061

هسې خو هم ښایي اوس هر لوستی او یا ان ډېر نالوستي د جګړې پر تعریف پوهېږي خو چې ځینو ستراتېژیستانو هغه ته پیچلې کلمې کارولي دا بېیله موضوع لکه وتلی المانی ستراتېژیست کلوزویتز ویلي جنګ د سیات دوام دی خو په نورو لارو… .

پردې هم ټول پوهېږي چې که پخوا د لومړنیو انساني ټولنو ترمنځ د مغارو، ښکار ځایونو، څړ ځایونو، ځمکو، اوبو، ځنګلونو  او ان ښځو پر سر جګړې کېدې(۱).

داسې ښکاري چې له ښځو پرته نورو ټولو جګړو اقتصادي رېښه درلوده چې له بده مرغه د جګړو دغه ځانګړتیا تر ننه پر خپل ځای پاتې ده، سره له دې چې د جګړې بڼې او ان ښکاره موخو خورا زیات بدلون موندلی خو یو شی چې ښکاره ده او هغه دا چې جګړه په هر نوم او سرلیک وي موخه یې یوازې او یوازې ګټه ده او بس. څرنګه، چې جګړه بېلابېلې بڼې لري چې رواني جګړه بیا په اوس وخت د جګړې خورا مهمه برخه ده. د ډېرو نورو ټولنیزو ښکارندو په شان رواني جګړه هم یوازینی او ټولو ته د منلو وړ تعریف نه لري خو دغه تعریف څه ناڅه زیات پلویان لري او هغه دا چې« رواني جګړه هغه پوځي، سیاسي، دیبلومات او ان اقتصادي کړنه ده چې د مقابل لوري رواني توله(تعادل) له منځه یوسي او هغه له ډول ډول سترو ننګونو او سرخوږیو سره مخ کړي.» اوس راځو د رواني جګړې دغه تعریف په رڼا کې په جلال اباد ښار کې پر سک او هندو افغانانو ځانمرګه برید موخو ارزونې ته:

د همدې یکشنبې ورځ په جلال اباد ښار کې ځانمرګه برید سک او هندو افغانان په نښه کړل چې په ترڅ کې یې د ورکړل شویو رپوټونو له مخې  ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. د مالوماتو له مخې په وژل شویو کې ولسي جرګې ته د سک او هندو لږه کیو ېوازیني نوماند اوتار سینګ په ګډون  ۱۲ یې سک او هندو افغانان وو.

په دغه برید کې هم پر یو ډز د څو نښو ویشتل له ورایه ښکاري.

لومړۍ موخه ټیک هماغه د ۱۹۴۷ کال د هند براعظم ګي د ویش مهال د مذهبي اوربلول ده. هغه مهال د پاکستان په نوم نوي جوړ شوي هیواد ته په ورکړل شویو سیمو کې پرهندوانو او سیکانو په ډېره بې رحمي بریدونه وشول چې په غبرګون کې یې په هندوستان کې لسګونه زره ملسمانان د قهرېدلو سکانو او هندوانو تر برېدونو لاندې راغلل. په دغه ناورین کې له دواړو  خواو د لسګونه زره کسانو وینه تویه، پر ښځو او نجونو جنسي تېري وشول، د ملسمانانو،هندوانو او سکانو  شتمني چور او تالان شوې چې د غچ اخیستنې وروستي ټکانونه یې ان له شاوخوا اوو لسیزو وروسته هم احساسېږي. په هغه ناورین کې هم موخه رواني جګړه وه او په پام کې و د هندوستان میلیونونه مسلمانان بغاوت ته ولمسوي او هغه هېواد(هند) کاواکه کړي.

په جلال اباد ښار کې هم پر سکانو او هندوانو وروستی برید د همغې موخې له پاره شوی، بریدګرو او د هغوی ملاتړو داسې حساب کړی چې پر هندوانو او سکانو برید به په هندوستان کې سکان او هندوان پر مسلمانانو او هلته اوسېدونکو افغانانو برید ته ولمسوي او په دې سره به په هندوستان کې د مذهبي شخړو اور یو ځل بیا بل او هغه هېواد به بې ثباته او کاواکه کړي.

د ډاکتر نجیب الله واکمني له ړنګېدو اوواک ته د مجاهدینو په رسېدو هم پر سکانو اوهندو باورانو  په دېره بې رحیمي بریدونه وشول چې له یوې خوا یې دهغوی ملکیتونو غصب او له بله پلوه د ځینو پېژندل شویو لورو په لارښوونه د افغانستان او هند ولسونو ترمنځ تاریخي اړیکو خرابولو په موخه دغه ډول کړنې شوې وې. هغه مهال د سک او هندو باورانو پر سر، ناموس او مال پلان شوي تیري وشول.

بله موخه دا هم ده چې هندوستان په بېلابیلو ډګرونو لکه اقتصادي، پوځي، سیاسي او نورو برخو کې د افغان حکومت ستر ملاتړی دی، هندوستان د افغانستان بیارغاونې ستر ملاتړی دی او افغانستان سره یې میلیاردونه ډالر مرسته کړې  او که دغلته د هندو او سک باورانو ژوند له ګواښ سره مخ شي نو د هند خلک به پر خپلو چارواکو فشار راوړي چې ولې له داسې هېواد سره مرسته کوي چې هلته ددوی همدینه وګړي خوندي نه دي؟ دغه برید د افغانستان او هند اړیکو خرابوالي په موخه هم شوی دی.

له بله پلوه دا اوس چې ډېره افغانان هندوستان ته د زده کړو، درملنې، سوداګري او کاروبار له پاره ځي او د دواړو ولسونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراختیا مومي چې دغه حالت پر ځینو لورو ښه نه لګېږي نو ځکه خو غواړي هر ډول چې شونې وي د هند او افغانستان پراخېدونکو اړیکو مخه ونیسي.

خو له هغه ځایه چې ددواړو هېوادو ولسونو ترمنځ تاریخي او په بېلابیلو برخو کې اړیکې اوس دومره ژورې شوي چې دغه ډول کړنې کوم زیان نه شي ور رسولی.

(۱) د ښځو پر سر ځکه جګړې کېدې چې هغه وخت نه ډاکتر و نه دارو درمل! او د زېږون او هم نورو کتلوي ناروغیانو له امله د ښځو مړینې شمېره لوړه وه نو ځکه خو به د ځینو لومړنیو انسانانو په ځینو ټولیو کې د ښځو شمېر کمېده نو ځکه خو یو شمېر کسانو د جنسي غریزې ارضا په خاطر پر نورو انساني ټولګیو د ښځو قبضه کولو پر سر جنګ جګړې کولې چې کله ناکله به دې جګړو د سر درانه زیانونه پر ځای پرېښودل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply