اعلحضرت ظاهر شاه باندې د شهید داود خان د کودتا علت

0 884

سردار محمد همدرد

ما اعلحضرت محمد ظاهر شاه په خپلو ځینو نورو مقالو کې هم د دې وطن یو رښتینی بچی او یو ښه افغان یاد کړی دی. د نوموړي د حکومت ځانګړنو ته لږ اشاره کوم.

د هغه شخصیت ډېر زړه سوانده او په عدالت معتقد و. بله خبره دا وه، چې د دوه لویو قدرتونو په سیالۍ کې یې په ډېر احتیاط قدم اخیسته او د ده سیاست همدا و، چې افغانستان د جګړې ډګر نه سي. که په واقعیت کې وګورو، دغه توازن یې په ډېر سیاسي مهارت ساتلی و.

اوس اصلي خبرې ته راځم، چې شهید داود خان ولې کودتاه وکړه؟ په دې اړه بېلا بېل نظرونه موجود دي. زه د یو افغان په توګه خپل نظر په لاندې ډول بیانوم.

شهید داود خان له وطن سره واقعي لېونۍ مینه درلوده. د واک ډېر تږی نه و. یوه خبره وه، چې داود خان په ډېر لږ وخت کې له نړۍ سره د افغانستان سیال کول غوښتل. هغه اوږد مزل چې اعلحضرت محمد ظاهر شاه را پیل کړی و، د شهید داود خان هیله دا وه، چې د هېواد د پرمختګ دغه مزل باید ګړندی سي. همداسې یې وکړل. په کودتاه کې یې هم وینې ونه بهولې او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د پنځه کلن پلان تر څنګ د ډېرو اساسي او بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره هڅې پیل کړې.

د شهید داود خان پنځه کلن پلان که مطالعه سي، سړی حیرانیږی. داسي فکر به کوي، چې هغه پر ځان شپه او ورځ یوه کړې وه. یعنې د ده د پنځه کلن پلان عملي کول په خپلو پښو د هېواد درول وو. له بده مرغه باید و وایم، چې د وطن اساسي جوړونې هیلې یې نیمګړې پاتې سوې. د داود خان شخصیت له هر اړه که وګورو، ډېر لوړ دی. د وطن سره لېونۍ مینه، تقوا او په پوره انرژۍ کار کول هغه څه وو، چې مونږ یې په ډېرو لږو کسانو کې بېلګي لرو.

په پای کې یوه بله خبره هم کوم، ځکه چې دا هرڅه د تاریخ یوه برخه ګرځي. د شهید داوود خان لویه تېروتنه دا وه، چې د لویو ابر قدرته، چې دواړو یو بل ته د جګړې اوږې موښلې، شهید داود خان یې توازن ونه ساته. یو ځل يې یوه لور ته ځان نږدې کړ او بل ځل یې بل لوري ته ځان نږدې کړ.دا هغه څه وو، چې جګړې ته لاره هواره سوه.

د افغانستان دښمنان او په ځانګړې توګه ګاونډیان د دې ورځې په هیله وو، چې د دې کور دېوال مات او خپله نا روا لوبه پر مخ بوځي. چې له بده مرغه جګړه مو څلوېښت کلنه سوه، مګر اوس هم له یوه بد حالت څخه تیریږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply