راتلونکې ټاکنې، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه/​​​ اسدالله ولي او یما هوتک

0 854

ګوندونه په یوه ډيموکراټيک او ولسواکه نظام کې د ډیموکراسۍ آوزار دي، او په سوله اییزه توګه په ټاکنیزو بهیرونو کې دبریا لپاره مبارزه کوي تر څو واک ترلاسه کړي، خوپه افغانستان کې له بهر سره دګوندونو اړوندوالی، د هیواد د دیموکراسۍ لپاره دیوه آفت په توګه بدل شوی دی. ځکه بهرنۍ مرستې نه یوازې ثبات بخښونکي نه دي، بلکې له حکومت سره د ګوندونو او له یوه بل سره دګوندونو د ګټو د تضاد لامل کیږي. ګوندونه په دغه شان فضا کې له دې زیات چې په ملي ګټو پسې شي،دقومي ګټو په تعقیبونې او د مرستندویه هیوادونو له ګټو سره غږملیدا ته مجبوره دي. په همدې دلیل افغانستان هماغه راز له داخلي شخړو او په دغه هیواد کې په ثبات بخښونکي لور دسیاسی بدلونونو په ډګر کې دګوندونو د رول له پيکه کیدا سره لاس اوګریوان دي .
له بده مرغه په تیرو ۱۷ کلو کې مونږ په هیواد کې یو داسې ریښتینې او فعال سیاسي ګوند چې څرګندې موخې ولري او سیاسي مبارزې ته ژمن وي نه دی رامنځ ته شوي او په هیواد کی ټول ګوندونه په ځانګړو قومونو، ژبو، مذهبونو او سیمو پورې اړه لري او په هیواد کی داسې ګوند نه تر سترګو کیږي چی د هیواد د هرې سیمې، قوم، ژبې، او مذهب خلک په کې راټول وي او د هیواد له ټولو وګړو څخه استازيتوب وکړاۍ شي، اسلامي تنظیونه چې د جهاد پر وخت په پاکستان او ایران کې رامنځ ته شوي وو دهغوي ډيره پاملرنه نظامي اړخ ته وه او سیاسي برخي یې له پامه غورځولې وي او تراوسه هيڅ یو جهادي تنظیم دیو ریښتینی سیاسي حزب بڼه نده خپله کړې، نوي حزبونه چې په تیرو ۱۷ کلو کې رامنځ شوي دوی هم ډیرې یې پروژه یې شکل لري او یويې هم منظم سیاسي فعالیت نلري.
په هیواد کې تل مخالف ګروپونه او حرکتونه په یوه ځانګړې موده کې په خاصه توګه د ټاکنو پروخت فعال وي، دا حرکتونه نه کومه اجندا لري او نه د اوږد مهال لپاره منظم پلان چي په څه ډول د یو قوي سیاسي خوځښت په توګه فعالیت وکړي، بلکه تل دا حرکتونه د داسې اشخاصو له خوا رامنځ ته شوي چي په راتلونکي دولت کې د پیسو او قدرت په لټه کې وي، دا په دې مانا ده چي دا خوځښتونه د شخصي ګټو لپاره رامنځ ته کیږي، او کومه ملي او جامع برنامه نلري.
بل علت یې دادې چي د روسیې له یرغل وروسته د سیمي او نړۍ ځینو هیوادونه په هیواد کې د ځينو مشخصو کړیو او کاندیدانو ملاتړ کوي، دا کاندیدان بیا د ژبې، قوم، مذهب او سیاسي ګوندونو پربنسټ غوره شوي. د ټاکنو پروخت دا هیوادونه له بیلابیلو لارو په ټاکنو کې لاسوهنه کوې لکه: مشخصو کاندیدانو او سیاسي ګوندونو ته د پیسو ورکول، د مخالفو وسلوالو لکه طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ تر څو خپل فعالیتونه چټک کړي او خلک په ټاکنو کې له برخه اخیستنې څخه راوګرځوی، د رایو او د ټاکنو د جعلي کارتونو چاپول او هیواد ته راوړل او داسی نور…
د تیرو ټاکنو په پيل کې مونږ ولیدل چي ډیر ائتلافونه جوړ شول او د لږ وخت په تیریدو په ډیرو نورو ګروپونو او خوځښتونو وویشل شول، ځکه دوی ټولو بیلابیل لیدلوري او موخې درلودې او یواځې د شخصې ګټو لپاره سره یوځای شوي وو.
اوس پدی وروستیو ورځو کې یو نوی ائتلاف د افغانستان د ستر ملي ايتلاف تر نامه لاندې په ترکیه کې د ولسمشر لومړي مرستیال په کور کې د شتون اعلان وکړ، دوی له ډیره وخته ددې ائتلاف په جوړښت او پلان باندې لګیا وو خو تر اوسه بریالي شوي نه وو، څو ځلې د جمیعت اسلامي غړو او د پارلمان ځینو وکیلانو چي له دوستم سره یې نږدې اړیکې درلودی ځیني ناستې یې کولې او د غونډو عکسونه به یې په رسنیو کې خپریدل، چي یوځل مخکې یې هم د افغانستان د نجات ملي جبهې په نوم یو ائتلاف اعلان کړ خو ډیر دوام يې ونکړ.
خو دوی اوس ادعاء کوي چي دا ائتلاف د اسلامي جمعیت، ملي غورځنګ (جنبش) او د افغانستان د خلکو د ملي وحدت ګوند په محوریت د لوی کندهار شورا، د لویې پکتیا شورا او د لوی مشرقي شورا په ګډون جوړ شوې دې.
ددې ائتلاف پښتانه غړي یو یې هم په خپله سیمه او ولایت کې د خلکو په ځانګړي توګه ځوانانو تر منځ محبوبیت او ملاتړ نلري، دوی په ولس کې له ولسمشر سره د اختلاف پرسر خپل نوم او اعتبار له لاسه ورکړې او مونږ فکر نه کوو چي ولس به یوځل بیا پردوی باور وکړي او د خپلو استازو په توګه به يې ولسي جرګي ته وټاکي، اوس ټول خوځښتونه پدې هڅه کې دي تر څو پوهه او د باوروړ پښتانه څوک چې د پښتنو ترمنځ خورا درناوي او نفوذ لري ومومي تر څو ښې رايې او ملاتړ ترلاسه کړي، نبیل او احدي هم په داسې موقف کې ندي چې د پښتنو ملاتړ له ځان سره ولري او د پام وړ رايې لاسته راوړي، بل دوی د شوراګانو یادونه کړې خو تراوسه مالومه نده چې دا ښاغلي چې ځانونه ددې شوراګانو استازي معرفي کوي د چا له خوا ورته دا استازیتوب ورکړل شوې او دوی د چا په استازیتوب غږیږي.
ددی ائتلاف تاجک غړي چې په اسلامي جمیعت پورې تړاو لري لکه عطاءمحمد نور، صلاح الدین رباني او احمدضیاءمسعود دوی ډير کوښښ کوي تر څو دوستم دی ته راضي کړي تر څو له دوۍ سره په یوه ټيم او د یو مشخص کاندید پرسر سلا شي، دا ځل جمیعت پریکړه کړې تر څو د ولسمشرۍ لپاره خپل خپلواک نوماند ولري، له بلې خوا په جمیعت کې دننه ډير کسان په دی تمه ناست دي تر څو له کومې خوا ورته وړاندیز وشي تر څو له کوم ټاکنیز ټیم سره یو ځای شي، لکه بسم الله خان، ولي مسعود، یونس قانوني، عبدالله عبدالله او داسی نور…
په ورته وخت کې پدې وروستیو کې ولسمشر د دوستم له ځوان ځوی باتور سره ډيرې نږدې اړیکې لري او د پلار پرځای یا د ملي غورځنګ (جنبش) په استازیتوب غونډو ته رابولي، او دا تر اوسه څرګنده نده چي په راتلونکو ټاکنو کې دوستم د ولسمشر له ټیم څخه وځي او که نه؟
ددې ټلوالی د یو سرلاري ښاغلي دوستم دوسیه لاهم په څارنوالۍ او محکمې له خوا خلاصه نده، او لاتراوسه ددي ډاډ نشته چي نوموړی به د ټاکنو پروخت هیواد ته راستون شي او که نه، ځیني نا تائید شوي راپورونه وايې چي نوموړې به ژر راستون شي، خو د نوموړي ویاند وایې چې تراوسه د دولت له خوا ورته شین څراغ ندې ورکړل شوې.
که مونږ ددې ائتلاف ترکیب ته وګورو نو ټول غړي یې هغه کسان دي چی له دولت سره یو نه یو ډول ستونزې لري چې کیدایشي تر شا یې ډیرې پټې کیسې نغښتې وي، دوی یو له بل سره هیڅ ډول فکري تړاو او ورته موخې نلرې یوازی د شخصي منافعو او ګټو پربنسټ سره راټول شوي، او فکر نه کوو چې دوی به تر ډیره د خپلو خوبونو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یو موټې پاتي شي، ځکه په دې ټلواله کې ټول هغه کسان راټول شوي چې که د هربل ټیم له خوا ورسره غوړه وعده وشوه نو بیا د ائتلاف او ټیم په کیسه کې ندي، نو په ډاډ سره ویلی شو چې ددې ائتلاف شړیدل او له منځه تلل به ډير وخت ونه غواړي.
په راتلونکو ټاکنو کي بل د پام وړ ټکټ د پخواني ولسمشر حامد کرزي ډله ده، چي کیدایشي د کورنیو چارو پخوانې وزیر عمر داودزی او د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول څخه یو يې ددې ټیم له خوا کاندید وي خو له څرنګه چې د تیرو ټاکنو پایلو وښوده فکر نه کوو دوې بیا هم په ټاکنو کې کومه د پام وړ لاسته ولرې ځکه ددوی ټول ډاډ پر پخواني ولسمشر دې او هغه هم نه پخوانې واک لري او نه هم هغه پخوانې ولسي ملاتړ له ځانه سره لري.
استاد سیاف هم کیدایشي د پخواني ولسمشر او یا هم د جمیعت له ټیم سره یوځای شي خو تراوسه لاروښانه نده چې له کومې خوا ملاتړ کوي، او ددې امکان هم شته چې درایو د ویشلو لپاره ځان خپلواک نوماند کړي.
بل سیاسي لورې چې نوی یې په فعاله توګه د افغانستان سیاست میدان ته يې رادانګلي او کیدایشې په راتلونکو ټاکنو کې د پام وړ اغیز ولري هغه د ښاغلی حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب دې، نوموړې ګوند د نورو جهادي ګوندونو په پرتله تراوسه یو څه منظم او یوموټې پاتې شوې، په ډیر کم وخت کې د حزب کنګره رابلل، د حزبي فعالیتونو منسجم کول او هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لویو غونډو جوړول هغه څه دي چې نور ګوندونه یې په تیرو ۱۷ کلو کې په کولو کې پاتې راغلي، دې فعالیتونو ته په لیدو په ډاډ سره ویلای شو چی نوموړی ګوند اوس هم په د هیواد په بیلابیلو سیمو او ولسونو کې پراخ نفوذ لري او د رایو د یو قوي بانک په توګه پرې حساب کیدایشي، خو دوی په وار وار ویلي چې ولسمشرۍ ته خپل کاندید نه نوماند کوي او له یو بل کاندید سره به شریک ټاکنیز ټکټ جوړوي، که څه هم تراوسه دوی د کوم ځانګړي کس او یا ټیم نوم ندی اخستي خو ډیر احتمال یې شته چې د ولسمشر غني په مشرۍ د اوسنۍ اداری واکمن ټیم څخه ملاتړ وکړي.
پاتي شو هزاره ورونه په دوی کې هم دوه ډلې ډیری فعالې دي چې یو یې د استاد کریم خلیلي ډله ده چې دوی تراوسه د ولسمشر په ټیم کې دي، او بل یې د ښاغلي محقق ډله ده چې لاتراوسه روښانه نده چې له چا سره په کوم ټاکنیز ټیم کې ورګډیږي، په دوی کې نوی ځوان نسل هم سر راپورته کړې او یو نوی خوځښت یې پیل کړې خو تراوسه یې یو منظم سیاسي بهیر ندی پيل کړې.
دی ټولو مسایلو او پیچلو ائتلافونو او ټلوالو ته په کتو ددې تخمین به ډير ګران وې چې کوم ټیم به ګټونکۍ وي، او که کوم ټیم ګټونکې شي نو مقابل لورې به د ټاکنو پایلې ومني؟ او که بیا به یو دریم ګړي ته اړتیا وي تر څو ددوی ترمنځ پریکړه وکړي، بیا هم په دې هیله چې راتلونکې ټاکنې تر یوه بریده روڼی او شفافې تر سره شی او په ټولو ټیمونو کې دا جرأت او میړانه وي چې خپله ماتې او د مقابل لوري بریا ومني، او دیو پرمختللې، با ثباته او سوکاله افغانستان لپاره کار وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply