د شینوارو ورستۍ غمیزه، ستونزې او دحل لارې /  اسدالله ولي او یما هوتک

0 1,016

دسپین غره په لمن کې میشت د شینوارو ټبر هغه غیرتي او میړني قوم دې چې تل یی د هیواد د خپلواکۍ او سرلوړۍ د ساتلو لپاره د هیڅ ډول قربانۍ او سرښندني څخه ډډه نده کړی، دا د ډیورنډ په کرښه پروت میړنې قوم د هیواد د دفاع د هری جګړې په لمړۍ لیکه کې قربانۍ ورکړي او د خپلو سرونو په بیه یې د هیواد ساتنه کړې، دې میړني قوم هم لکه د نورو پښتنو قومونو په ډول قومي تړې، قوانین، نرخونه او جرګې درلودل او خبره یې یوه او پخه وه. خو له بده مرغه په هیواد کی د وروستیو جګړو او ناخوالو څخه دا غیرتي قوم هم بې برخې پاتې نشو او د نورو قومونو په پرتله دوی ډیر وکړیدل، وځپل شو، کلي او کورونه یې ړنګ شول او قومي جوړښتونه، تړې او قوانین یې تر ډیره لمنځه ولاړل، په تیرو څو کلو کې پر دوی داسې وحشتونه تیر شول چې قلم یې له لیکلو او ژبه یې له ویلو عاجزه ده، چې وروستۍ پیښه یې تر ټولو لویه غمیزه ده، چې د خپل حق غوښتنې لپاره د بې دفاع خلکو په راټوله شوی غونډه باندې ځانمرګې برید ترسره شو تر څو دوی نور هم وځپي او غږ یې خپ کړي او په راتلونکې کې ددې جرأت هم ونکړې چې خپل د حق غوښتنې آواز اوچت کړي اویا چاته شکایت وکړي، خو د افسوس ځای دادې چې رسنیو هم دې لویې پیښې ته څرنګه چې لازمه هغسې پوښښ ورنکړ او د یو عادي خبر په څیر یې تیر کړ، نه پوهيږو په وینو کې به فرق وي او د دوی وینه به له نورو ارزانه او کم ارزښته وی، که نه نو څرنګه چې په نورو ځایو کې تر دې وړې پیښې کیږي رسنۍ تری ورځو ورځو پورې خبر جوړوي او له دې بوږنوونکې پیښې سرسري تیریږي، له چارواکو او مسئولینو خو ګیله نده پکار د هغوی دنده خو داده چې د شهیدانو او ټپیانو ارقام وړاندې کړي او د غمرازۍ پیغامونه کاپي ـ پست کړي او که ډیر فشار ورباندې راشي نو یو کمیسیون د پیښې د څیړنې لپاره وګماري بس خلاص.

دا ټولې ناخوالې او بدبختۍ چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي ډیر لاملونه لري چې تر ټولو لوي لامل يې د شینوارو په غیرتي قوم کې د رهبرۍ او مشرۍ تشه ده دا ډیر د خواشینۍ ځای دې چې په تیرو څو لسیزو کې په دوی کې داسې مشر او رهبر پیدا نشو چې ټول په یوه ټغر راټول کړي او سره یوه خوله او یوه خبره یې کړي، او دوی هم د یوه ولس په توګه د هغه تر شاه ودریږي او ملاتړ ترې وکړي، که نه نو دوی د شمیر، سیمې، استعدادنو او ملاتړ له مخې د شرقي زون په سطحه یو لوی قوم دی، او دهیواد مهمه تجارتي لار چې حیاتي ارزښت لري ددوی په سیمه تیریږي، که دوی کې داسې څوک پیدا شو چې سره راټول او منسجم يې کړي نو بیايې هيڅ دښمن د مقابلې او ټکر توان نلري او په دې سره به دوی څه چې ټول ننګرهار او مشرقي ولایتونه په امن او سوکالۍ کې شي. خو له بده مرغه ددوی له دې تشې نورو مغرضو انسانانو او مافیایې کړیو ګټه اخلي او هرڅوک یې د خپلې ګټې لپاره استعمالوي.

په دی سیمه کې د بهرنیو استخباراتي کړیو لاسوهنه او د طالب او داعش تر نامه لاندې د پروژو پلي کول ددوی د بدبختیو ترټولو لوی لامل دی، ددې ډلو ترمنځ او له دولت سره ددوی جنګونو ټول شینوارۍ له بدبختۍ او دربدرۍ سره مخ کړي، په دی سیمه کې له څو کلو راهیسې دری اسلامه سره په جنګ دي، دوی مجبور دي سهار د یو ماښام د بل کلمه ووایې، د نړۍ تر ټولو خطرناکې وسلې دلته وآزمویل شوی چې منفي اغیزې به یې تر کلونو پاتې وي خو د وسلوالو په ځپلو کې یې هیڅ د پام وړ اغیز نه درلود، دولت هم هره ورځ د شپنیو او ورځنیو، ځمکني او هوایې عملیاتو خبر ورکوی خو د مخالفینو د ځپلو او کمزوري کیدو او د جګړې د اړخ د بدلون هیڅ څرک نه لیدل کیږي، جګړه ورځ تر بلې خونړۍ کیږي او نوی بڼه خپلوی او تاوان یې ټول عام ولس ګالي، کلي او کورونه يې وران شو، ځمکې او فصلونه یې لمنځه ولاړل او ډیر خلک یې نورو ولسوالیو ته مهاجر شول او کوم چې پاتي دي د ډانګ او پړانګ ترمنځ شپې سبا کوي.

نوددې ستونزو څخه د وتلو او خپل راتلونکې نسل له دې بدبختیو څخه د ژغورلو او په ټوله کې د ننګرهار او ټول مشرقي ولایاتو د امنیت او خوندیتوب لپاره لومړنۍ او بنسټیزه لار د شینوارو قوم اتحاد او د پخوا په شان په یوه ټغر کښیناستل دي او په خپلو د یو داسې مشر ټاکل او ملاتړ کول دي چې خپل قوم او هیواد ته ژمن وي، او اوس چې د ولسې جرګې ټاکنې رانږدې دي نو دوی باید له داسې خلکو ملاتړ وکړي او رایه ورته ورکړي چې ددوی په درد غمجن وي او د دوی د سوکالۍ لپاره زیار وباسي، او په دې سیمه کې د امنیت او خوندیتوب لپاره کوښښ وکړي او له دولت څخه ددوی دحقوقو په ترلاسه کولو کې مبارزه وکړي.

دولت باید د بهرنیو استخباراتي کړیو او داخلي مافیا په ځپلو او لمنځه وړلو کې ریښتیني او کوټلي ګامونه پورته کړي او ولس یې ملاتړ وکړي، په دولتي څوکیو داسې چارواکي وګماري چی له مافیایې کړیو سره لاس ونلري او د هغوې تالی څټي نه وي، بلکه د وړتیا او استعداد له مخې وټاکل شي تر څو د ولس او دولت ترمڼځ واټن له منځه یوسي او ولس دولت خپل وګڼی.

څرنګه چې ټول پوهیږو د هیواد اوسنۍ جګړه یوه استخباراتي او نیابتي جګړه ده نو دلته باید د ننګرهار د ملي امنیت په برخه کې ډیره پانګونه وشي او داسې کدرونه هلته په دندو وګمارل شي چې مسلکي او پوهه وي او ددې وړتیا ولري چې اوضاع تحلیل او تجزیه کړای شي او د دښمن پلانونه شنډ کړي او د ولس او دولت ترمنځ د اعتماد فضاء رامنځ ته کړي تر څو ولس د دولت تر شا ودریږی او د دښمن د هر ډول خوڅښت او فعالیتونو په اړه دوی په داوطلبانه ډول مالومات ورکړي.

څرنګه چې ټول هیواد او په ځانګړې توګه مشرقي ټولنه په پوره مانا یوه اسلامي او مذهبي ټولنه ده او ټول ولسونه علماؤ او مذهبي مشرانو ته ځانګړې درناوی لري نو د امنیت په ټینګښت او د ولسونو په راویښولو کې د علماؤ له رول څخه سترګې نشو پټولای، ټول پدې پوهیږو چې په هیواد روان جنګ د نړۍ د سترو قدرتونو او ګاونډیو رقیبو هیوادونو تر منځ یوه نیابتي جګړه ده او هیڅ ډول دیني او مذهبي مشروعیت نلري او قرباني یې عام ولس دې، نو داد علماؤ دنده او مسئولیت دی تر څو ولس وپوهوي او د خپل مشروع دولت ملاتړ ته یې وهڅوي.

په اخر کې ځوانان زمونږ د ټولنې یو لویه برخه جوړوي او د هیواد په سیاسي او امنیتي مسایلو برخلیک ټاکونکې ونډه لري، او همدا ځوانان د جګړې لمړني قربانیان دي، نو دوی ته پکار ده چې ولس په پوهاوي او ویښتیا کې له هرې ممکنه لاری کار واخلي او ټول سره یو ځای شی او د جګړې، فساد، مافیا، بی عدالتیو او نورو ناخوالو په مقابل کې خپل غږ اوچت کړي او له دی ټولو بدبختیو سره په کلکه مبارزه وکړي.

د وروستي وړانديز په توګه غواړو ووایو چې څرنګه چې مشرقي څلور ولایات د یوه کور حیثیت لري او دیو ولایت امنیتي وضیعت پربل باندې پوره اغیز لري، نو ددې لپاره دا اړینه بریښي چې ددی ولایاتو امنیتی مسئولین او لوړپوړي دولتی چارواکي یو له بل سره همغږي ولري او خپل مالومات، تجارب او ستونزې شریکې کړي او هغوی ته د حل لارو موندلو لپاره په شریکه تصمیم ونیسی، او همدارنګه د علماؤ، قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو ترمنځ هم باید همغږي موجوده وي او د هر ولایت وګړي د بل ولایت ستونزه خپله وګڼي او په حل کولو کي یې مرسته وکړي او په ځانګړي توګه په اوسني وضیعت کې د ننګرهار له ولسونو سره ټول اوږه په اوږه ودریږي تر څو دا بدبختي لمنځه ولاړه شي او ښکلې ننګرهار یو ځل بیا د امن کور لقب خپل کړي.

په اخر کې له لویه خدایه د شینوارو پیښې شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته یې بیړنۍ روغتیا او د کورنیو غړیو ته د زړه صبر غواړو!

د هغې ورځی په هیله چې په ټول هیواد کې د سولې او امن فضاء حاکمه شي او هیواد مو د سیالانو سیال شي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply