طالبانو له ټاکنو دمخه له افغان چارواکو سره لیدنه رد کړه اسدالله ولي / یما هوتک

0 934

د رویټرز خبری آژانس په یو تازه راپور کې لیکي:

پیښور، پاکستان (رویټرز) – د جمعې په ورځ د طالبانو ویاند دا خبره رد کړه چې استازو یې پدې اونۍ کې د افغان حکومت له پلاوي سره لیدلي، وروسته له دې چې ځینو سرچینو رویټرز ته وویل چې دواړه خواوو په سعودي عربستان کې د راتلونکو ټاکنو د مخه د امنیت په اړه خبرې اترې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو لنډ پیغام خپور کړې او په هغه کې يې دا ناسته رد کړي، دا لیدنه یوه میاشت مخکې له دې چې رایه ورکوونکې د نوې ولسې جرګې دټاکلو لپاره د رایه اچونې مرکزونو ته ولاړ شې، د اکتوبر په ۲۰ ترسره شوې. خو د ولسمشر اشرف غني دفتر په دی هکله له څه ویلو ډډه کړې.

د ټاکنو بهیر د رایې اچوونې په مرکزونو او د کمپاینونو په غونډو د بریدونو له ویری ځنډیدلې وو. د ښو او له تاوتریخوالي څخه پرته ټولټاکنو د ترسره کیدو لپاره ډاډ ترلاسه کول د افغان حکومت او د هغه د نړیوالو ملګرو د  لومړیتوبونو په سرکې دی.

د طالبانو یو مشر وویل: « دوی له مونږ څخه غوښتنه وکړه ترڅو د سوله ایزو ټاکنو په ترسره کیدو کې ورسره مرسته وکړو، افغان پلاوې مونږ سره د بندیانو د خوشې کیدو پرسر هوکړه کړي» هغه زیاته کړه، هغه بندیان چې لږه موده حبس یې پاتې وو مخکې خوشې شوي او چارواکو نور بندیان د هغوی د ارزښت له مخې، په راتلونکې کې د خوشې کیدو لپاره، په دریو ډلو ویشلي دي.

طالبان په نړیواله کچه پیژندل شوی افغان دولت یو غیرقانوني او د بهرنیانو له خوا تپل شوی دولت ګڼي، او تل یوازې له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوی، خو دوامداره غیررسمي اړیکې یې ورسره ساتلي.

 د روان کال په پیل کې، واشنګټن له طالبانو سره د خبرو کولو څخه انکار رد کړ، او وویل یې چې متحده آیالات غواړي د افغانانو په مشرۍ خبرو اترو کې برخه واخلي. د امریکا او طالبانو پلاوو د جولای په میاشت کې د قطر په دوحه ښار کې د خبرو اترو لپاره سره ناستې لرلې.

د طالبانو یوه استازی د نوم نه ښودلو په شرط وویل:په سعودې عربستان کې ناسته وروسته له هغې ترسره شوه چې له امریکایې چارواکو سره بله پلان شوې غونډه د متحده آیالاتو د دری میاشتني اوربند د غوښتنې له امله ناکامه شوه.

په قطر کې د طالبانو یو بل چارواکي وویل: « زمونږ ځیني مشران له افغان حکومت سره د خبرو اترو غوښتونکي ندي، ځکه مونږ تراوسه دوی ته ګوډاګیان وایو او له دوی سره یې لیدل رد کړل»

هغه وویل: « له امریکایانو سره زمونږ وړاندیز شوی غونډه د ځینو ځانګړو دلایلو له امله ترسره نشوه»

د امریکا خارجه وزارت تراوسه په دی هکله څه نه دي ویلي.

چارواکي وايې د اوربند لپاره د متحده آیالاتو غوښتنې هغه څه دي چې زمونږ مشران ورسره موافق نه وو. په پایله کې، هیڅ ډول رسمي ناسته ترسره نه شوه که څه هم غیررسمي اړیکو شتون درلود.

په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر یو چارواکي وویل: « د ناستې لپاره مونږ پر دی موافقه کړی وه چې یوازی د بندیانو پر تیادلې او او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه زمونږ د غړو د نومونو په ویستلو، چې دوی په ازاده توګه سفر وکړای شي، باندی بحث او خبرې اترې وکړو.»

 

https://www.reuters.com/article/us-afghanistan-taliban/taliban-meets-afghan-officials-in-saudi-arabia-ahead-of-election-sources-idUSKCN1M80MC

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply