په افغانستان کې د ښځو پنوم پلي شویو پروژو ستونزې او حل لارې

0 899

 اسدالله ولي او یما هوتک

ښځو د هیواد د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې ډیری لوړې ژورې لیدلي، په ځانګړې توګه په تیرو څو لسیزو جګړو او ناخوالو کې افغان ښځو هم ډیر رنځونه او کړاوونه ګاللې، لکه:  مهاجرتونه، د خپلو نږدې خپلوانو لکه خاوندانو، ورونو، پلرونو او زامنو له لاسه ورکول، له زده کړو بی برخې کیدل، په یوازی سر د کور او ماشومانو لګښتونو ته اوږه ورکول او داسې نورې په لسهاو ستونزې، د افغاني ټولنې ناسمو دودونو او رواجونو هم د افغان ښځو ژوند له ډیرو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړې لکه: په کم عمر کې د ښځو ودونه، د بدل ودونه، په بدیو او دښمنیو کې د ښځو ورکړه، د لوړو ولورونو اخیستنه، له کور څخه د باندې زده کړو او کار ته د انجونو او ښځو نه پریښودل، په میراث کې حق نه ورکول، مهر نه ورکول، په ډیرې سیمو کې په ښځو درانده او شاقه کارونه ترسره کول او داسې نورې ډیر ستونزې دي چې د ښځو ژوند یې اغیزمن کړې او دوی ورسره لاس او ګریوان دي.

په تیرو ۱۷ کلونو کې د ښځو د حقوقو، زده کړې، کار، روغتیا او ویښتیا لپاره په میلیونونو ډالر مصرف شول او په سلهاو پروژې او پروګرامونه پلي شول خو د افغان ښځو په ژوندانه هيڅ د پام وړ بدلون رانغې، اوس هم ښځې خپلو بنسټیزو حقوقو ته لاسرسۍ نلري، د ناسمو دودنو او رواجونو څخه کړیږي، ځکه ډیرې پروژی په لویو ښارونو او هغو سیمو کې پلي شوي چې امنیت یې ښه دې او لری پرتې او ناامنه سیمې ترې بی برخه دې ډیري پروژی یواځې تشریفاتي او تبلیغاتي بڼه لري او په لویو ښارونو په یو څو تشریفاتي غونډو، بلبوردونو، او تلویزوني اعلانونو پورې محدودې دي.

بل په هیواد کې چې کومې پروژې د ښځو پنوم پلې شوی ټولې له بهره کاپي شوي او افغانې مخینه نلري او دداسې  بهرنیانو له خوا طرح او پلي شوي چې د افغاني ټولنې په هکله سم مالومات او مطالعه نلري، د پروژو او پروګرامونو د پلان او طرح کولو څخه مخکې لمړنۍ ارزونې نه ترسره کیږي تر څو د ښځو ستونزې راټولې کړي لمړیتوبونه یې په ګوته کړي او د حل عملي لارې ورته پیدا کړي.

په تیرو ۱۷ کلو کې په میلونونو ډالر مصرف شول خو تر اوسه د ښځو د ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او پوهنیزو او نورو ستونزو په اړه یوه هر اخیزه علمي څیړنه نده ترسره شوی تر څو د هیواد په هر ګوټ کې د ښځو ټولې ستونزې په نښه کړي، لومړیتوبونه وټاکي او د حل لپاره یې عملي او اغیزمنې لاری ومومي، او د ښځو د پرمختګ لپاره یوه هراخیزه ستراتیژي جوړه کړي او نړیوالو ته یې وړاندې کړي.

د پروژو او پروګرامونو د طرح په وخت کې دولت او بسپنه ورکوونکې (ډونران) سره همغږي نلري، ځکه ډونران د افغاني ټولنې په هکله پوره مالومات نلري نو پکار ده چې د ښځو چارو وزارت، اقتصاد وزارت او نورې اړوندې ادارې پدې برخه ډونرانو او بسپنه ورکوونکو سره خپل مالومات شریک کړي، او هغوی پدې قانع کړي چي د هیواد په کومه سیمه کې ښځې له څه ډول ستونزو سره مخ دي او کوم ډول پروژې پلي شي تر څو ددوی ستونزې حل شي.

ډونران او بسپنه ورکوونکې په خپل منځ کې همغږي نلري، هر ډونر په خپله خوښه په هره برخه کې چې یې زړه وغواړي پیسی مصرفوي، له نورو ډونرانو سره خپل پلانونه او پروګرامونه او تجربې نه شریکوي تر څو که یو ډونر په یوه برخه کې پروژه پلي کوي نو باید بل ډونر په بله برخه کې کار وکړي.

ډیرې پروژې د لنډ وخت لپاره ډیزاین شوي چې د پروژې له پلې کیدو او پای ته رسیدو وروسته یې اغیزې نه پاتې کیږي، د مسلکي زده کړو کورسونه ښځو ته جوړیږي خو په مارکیټینګ او بازاریابۍ باندې یې فکر نه کیږي، که فرضا یوه ښځه خیاطي، ګلدوزي یا بله کومه حرفه زده کړي نو خپلو تولیداتو ته مارکیټ له کومه کړي او په څه ډول له دې لارې ځان او خپلې کورنۍ ته عاید ترلاسه کړي، اوږد مهالعه پروژې چې اغیزې یې تر ډیره ددوی په ژوند کې پاتې کیږي او دوی د اقتصادي پلوه پرځان بسیا کولای شي نه پلی کیږي، که هره پروژه پلې کیږی نو باید په پایدارۍ او دوام باندې یې فکر وشي ترڅو که پروژه وتړل شي نو ښځې باید ددې وړتیا ولري تر څو خپل کارونه خپله پرمخ یوسي او د بلې پروژې په تمه نه وي.

د پروژو د ناسم پلي کیدو او د ښځو په ژوند یې د اغیزو د کمښت یو بل لوی لامل د پروژو پر کړنو د څارنې او ارزونې نشتوالې دې، د ښځو چارو وزارت او نوری اړونده ادارې باید خپل د څارنې او ارزونې ټیمونه غښتلې کړي ریښتیني او مسلکي کارمندان په کې وګماري تر څو د پروژو له کړنو څخه په سمه توګه څارنه وکړي او د هغوی لاسته راوړنې او اغیزی وارزوي او ډونر او اړونده ادارې ته راپور ورکړي تر څو مرسته شوی پیسې په سمه توګه مصرف شي.

د ښځو چارو وزارت ۱۷ کاله مخکې د افغانستان په کابینه کې ددې لپاره رامنځ ته شو تر څو د هیواد د ښځو ستونزې او مشکلاتو ته د حل لارې پیدا کړي او د دوی د ستونزو لمنخه وړلو او پرمختګ لپاره طرحې، پالیسۍ او اوږدمهاله پلانونه ترتیب کړي، خو د دومره وخت په تیریدو سره اوس هم په دی برخه کې کومه اغیزمنه کړنه نه تر سترګو کیږي، تراوسه دوی د هیواد د ښځو د ژوند په اړه د مالوماتو یو مکمل بانک چې د هیواد د هر ولایت د ښځو د ژوند وضیعت، ستونزې او ننګوني په کې ثبت وي نلري، د ښځو په اړه د پلې کیدونکو پروژو په هکله ډیټابیس چې کوم ډونر یې په کوم ځای په کوم ډول پلې کوي نلري او د ښځو د وضیعت د ښه والي او پرمختګ لپاره یې کومه واضحه طرحه او پالیسي نلري.

د پورته ستونزو یوه ښه بیلګه د ښځو پياوړتیا (promote) پروژه ده چې یوه موخه یې ۷۵۰۰۰ ښځو ته د دندو پیدا کول وو چې دا یو غیر عملی او خیالي موخه ده ځکه که د هیواد اوسني وضیعت او د کار بازار ته وګورو نو دا نا ممکنه ده چې په دومره شمیر ښځې په دندو وګمارل شي، ځکه دوی ته په کوم ځای کې دنده پیدا کیږي نه دولتي او نه خصوصي سکتور دا ظرفیت لري چې دومره ښځو ته کار ورکړي.

نو ددې ستونزو د حل او د نړیوالو مرستو د بی ځایه لګښت د مخنیوی لپاره باید تر هرڅه لمړې د پلې کیدونکې پروژې یا پروګرام لمړنۍ ارزونه ترسره شي، تر څو دا په ګوته شي چي پلي کیدونکې پروژه د پلې کیدو وړه ده او که نه؟ د ښځو د ستونزو لومړیتوبونه پکې په نظر کې نیول شوی دی او که نه؟ د ټولنې د فرهنګي او اجمتاعي ارزښتونو سره خو په ټکر کې نده؟ د ښځو په ژوند کې دوامداره اغیزي راوستلای شي که نه؟

بل د دولت او ډونرانو او د ډونرانو په خپل منځ کې همغږي، تر څو د یوی موخې  دترلاسه کولو لپاره څو ځایه پیسې مصرف نشي، او د پروژی او یا پروګرام د پلي کیدو پروخت یو له بل سره خپل تجارب او مالومات شریک کړي.

د دولت له خوا په ځانګړې ډول د ښځو چارو وزارت باید د ښځو اړوند پروژو څخه په کلکه او جدی توګه دوامداره څارنه وکړي.

د پروژو او پروګرامونو په طرح او پلې کولو کې له ښځینه شوراګانو، قومي مشرانو، علماؤ، او متنفذینو څخه نظریات او وړاندیزونه واخیستل شي.

په ولایاتو او ولسوالیو کې ښځینه شورا ګانې فعالې شي تر څو په هر سیاسي، اجتماعي او انکشافي فعالیت کې څرګند رول ولري، او په ځانګړي توګه د ښځو اړوند پروژو په څارنه او تطبیق کې فعاله ونډه واخلي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply