راتلونکې ټاکنې، د افغانانو لپاره لویه آزموینه / اسدالله ولي،یما هوتک

0 841

په هیواد کې د طالبانو د ادارې له پرځیدو او د نوې حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته په لمړي ځل افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغې تر څو خپله رایه وکاروي او په خپله خوښه راتلونکې ولسمشر او د ملي شورا استازي وټاکي، دا د هیواد په تاریخ کې د خوښۍ شیبی وې او افغانان د هیواد په هر ګوټ کې له کورونو راوتل او په ډیرو نا امنه سیمو کې يې د خپلې روښانه راتلونکې په تمه خپلې رایې کارولې، د دغو ټاکنو په بهیر کې ښځو هم ځانونه د ولسمشرۍ او د ملي شورا استازیتوب ته نوماندانې کړې او ښځې د ټاکنو د بهیر یوه لویه برخه جوړوله.

د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په بهیر کې خلکو یو ځل بیا په ډير شوق او مینه د سختو امنیتي ستونزو سربیره په ټاکنو کې برخه واخیسته، طالبانو خلکو ته ګواښ وکړ چې په ټاکنو کې برخه وانخلي او د هغو خلکو لاسونه او ګوتې يې پرې کړی چې ټاکنو کې یې برخه اخیستې وه او خپلې رایې یې کارولې وي. دلته ډیری نورې پیښې هم تیرې شوي د بیلګې په ډول په ډيرو سیمو کې خلکو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ته نه وویل او په دی دیموکراتیکه پروسه کې د خپل هیواد د روښانه راتلونکې لپاره برخه واخیسته.

خو له بل اړخه، دولت او نړیوالې ټولنې د ټاکنو په بهیر کې خپل نقش  په سمه توګه ونه لوبوو او د پاکو او رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره یې خپله ژمنه سرته ونه رسوله، دا یو معمول دی چې ډیري وخت د ټاکنو په پروسه د فساد او درغلۍ تورونه لګیږي او په ډیرو هیوادونو کې د ټاکنو بایلونکي د ټاکنو وروستۍ پایله نه مني او هڅه کوي راتلونکې اداره تر خپل فشار لاندې راولي.

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم ډاکټر عبدالله په حامد کرزي باندې د درغلۍ تور ولګاوو او نه یې غوښتل چې د ټاکنو پایلې ومني خو کله چې ټاکنې دوهم پړاؤ ته ولاړې نو اعلان یې وکړ چې نوموړې نه غواړي په دوهم پړاؤ ټاکنو کې برخه واخلي او حامد کرزې د دوهم ځل لپاره ګټونکې اعلان شو، چې د پردې تر شاه هر ډول معامله شوی وه تراوسه مالومه نده.

خو د دومره کلونو په تیریدو دولت هیڅکله د ټاکنیزو بهیرونو پر اصلاحاتو او د یو داسې میکانیزم په رامنځ ته کولو کار ونکړ ترڅو پاکې، رڼې او د قناعت وړ ټاکنې ترسره شي.

 د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې له سترو امنیتي ننګونو سربیره بیاهم افغانانو په پراخه کچه د ټاکنو په دواړو پړاؤنو کې ګډون وکړ او خپلې رایې یې د ډاکټر محمد اشرف غنې او ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه وکارولې خو دواړو نوماندانو یو بل په درغلیو تورن کړل. په ځانګړي توګه ډاکټر عبدالله چې د ټاکنو بایلونکې وو د ټاکنو پایلې یې ونه منلې او خبردارې یې ورکړ چې په خپل سر به بیل حکومت اعلان کړي.

نړیوالې ټولنې د آمریکا په شمول د دواړو نوماندانو ترمنځ د جوړجاړي هڅې پیل کړې ترڅو یوه مناسبه او منطقي حللاره ومومي او د ټاکنو جنجال ته د پای ټکې کیږدي چې دی کار پنځه میاشتې وخت ونیو او په پایله کې د آمریکا د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر جان کیری په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو، او د خلکو رایی چې د سر په بیه یې کارولې وې له پامه وغورځول شوی.

ښاغلي کیري دخپلو یادښتونو په کتاب کې چې څه موده مخکې یې خپور کړې لیکلي: د ملي وحدت حکومت طرح د ښاغلي غني له خوا راپورته شوه او دا دهغه خپله نظریه وه چې واک له ښاغلي عبدالله سره وویشي.

نیمه شپه وه چې ښاغلې کیري د تلویزون په پرده له دواړو ډاکټرانو سره را څرګند شو او افغانانو ته یې د ټاکنو د شخړې د پای ته رسیدو او نوي حکومت د جوړیدو مبارکي وویله، څو شیبې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د دواړو ډاکټرانو تصویرونه ښکاره شو چې د دواک د ویش او ملې وحدت حکومت د جوړیدو پریکړه لیک یې د جان کيري او یوناما د استازي په وړاندې لاسلیک کړ.

خو افغان ولس له دې پریکړې خوښ نه وو ځکه ټاکنې د یو روښانه راتلونکې او بدلون لپاره ددوی هیله وه، خو دوی نا هیلي شول او ویل يې چې کله ښاغلي کیري زمونږ د رایو پرځای پریکړه کوي نو بیا زمونږ رایې څه شوی؟ د څه لپاره مونږ د سر په بیه د رایو صندوقونو ته ولاړو او خپلې رایې مو وکارولې؟ هغو خلکو چې خپلې ګوتې یې په ټاکنو کې د برخه اخیستو په جرم له لاسه ورکړې وې ددی قربانۍ پایله یې څه شوه؟ د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کیدل د اساسي قانون خلاف دي او دوی ته چا دا حق ورکړې وو چې زمونږ د رایو او راتلونکې پرسر معامله وکړي؟

خلکو د ټاکنو پر کمیسیون او نورو ټاکنیزو ادارو خپل باور او اعتماد له لاسه ورکړ او دوی پدې شک نلري چې یو ځل بیا به یې په رایو پټې معاملې وشې، د نوی حکومت له جوړیدو سره سم دواړه ډاکټرانو په دی موافقه کړې وه چې د ټاکنو په کمیسیون کې به پراخ بدلونونه او اصلاحات راولي خو ددوی اصلاحاتو ډیر وخت ونیو او د ټاکنو لپاره د داسې یو میکانیزم په رامنځ ته کولوکې پاتې راغلل چې ولس ته د قناعت وړ وي او هيڅوک ددې ضمانت نشي کولای چې راتلونکې ټاکنې به له درغلیو پاکې وي او ټولې خواوی به د ټاکنو وروستۍ پایلې ومني.

اوس د راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو د ټکټونو د جوړښت په اړه ډیرې پوښتنې پیدا کیږي، د اجرائیه ریاست په اړه خو هیڅ بحث ته اړتیا نشته ځکه یاده چوکۍ د اساسي قانون سره په ټکر کې ده. خو بیا هم د ټاکنیزو ټکټونو په اړه له خلکو سره ډیرې پوښتنې دي، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنیزو ټکټونو جوړښتونه به په څه ډول وي؟ یو ولسمشر دوه مرستیالان یو رئیس اجرائیه؟ یو ولسمشر درې مرستیالان یو تاجک، بل ازبک او بل هزاره؟ هیڅوک نه پوهیږي؟ اساسي قانون په دې اړه څه وايې؟ آیا نوماندان غواړي چې پدی اړه د اساسي قانون لارښوونې ومني او عملي کړي؟ دا هغه پوښتنې او اندیښنې دي چې وخت به ورته ځواب پیدا کړي.

سیاسي ګوندونه سر له اوسه په حکومت تور لګوي چې له درغلیو څخه د پاکو او رڼو ټاکنو اراده نلري، د سیاسي ګوندونو استازي د رایې اچوونکو په بایومیتریک باند ډير تأکید کوي خو حکومت او کمیسیون په لمړې سرکې ویل چې ددی طرحي د عملي کولو لپاره وخت کم دې خو اوس کمیسیون وایې چې د ټاکنو په ورځ به رایې اچونکې بایومیتریک کیږي خو دا چې دا طرح څومره عملي بڼه لري او د درغلیو په مخنیوي کې به څومره اغیزمنه وي لا مالومه نده.

د ملي ائتلاف غړو په ډیرو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړلي خو حکومت پرلت کوونکو ته خبردارې ورکړې چې دوی به ونیسي او سزا به ورکړي. د هرات د پولیسو قوماندان یو کس چې د ملي ائتلاف په ملاتړ یې مظاهره کې ګډون کړې وو او غوښتل یې د کمیسیون دروازه وتړي رسنیو ته وښوده او هغه پدې اقرار وکړ چې د ملي ائتلاف له خوا پرلت کوونکو او مظاهره چیانو ته د ورځی ۲۵۰ افغانۍ ورکول کیږی، چې د ملي ائتلاف یو غړي احمدضیاء مسعود هم ددې خبرې پخلې کړې او وویلی یې دی چې دوی دا پیسې مظاهره چیانو ته د ډوډۍ لپاره ورکوي او دولت دې ژر تر ژره مظاهره چیان خوشې کړي او ددوی د ملاتړو پر وړاندې دی هیڅ ډول اقدام نه ترسره کوي.

د بلخ پخواني والي څو ځلې په خپلو خبرو کې دولت او د ټاکنو کمیسیون ګواښلې چې دی او دده ګوند به هیڅکله د درغلیو ډکو ټاکنو وروستۍ پایلې ونه مني.

محقق هم ورته لیدلورې لري او وایې چې ټاکنې باید روڼې او له درغلیو پاکې وي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم له دولت او ټاکنو کمیسیون څخه ګیله کوي او وایې چې دوی به له درغلیو ډکې ټاکنې ونه مني.

سیاسي ګوندونه له ټاکنو څخه د خپلې خوښې د ابزار په توګه ګټه اخلي که پایله ددوی په ګټه نه وه نو بیا دوی د درغلیو او فساد موضوع راپورته کوي او د ټاکنو پایلې به نه مني، بیا به نو څوک ددی ټولو سیاسي ګوندونو اویا سیاسي څیرو ترمنځ منخګړتوب کوي، بیا به مونږ بل جان کیري راغواړو چې راشي او سره جوړ مو کړي؟ آیا مونږ داسې خلک او بنسټونه لرو چې بایلونکې قانع کړي؟ امنیتي وضیعت ته په کتو مونږ کولای شو له درغلیو پاکې او روڼې ټاکنې ترسره کړو؟

دې نښو نښانو ته په کتو داسې ښکارې چې ځينې هیوادونه قصداً هڅه کوي تر څو د راتلونکو ټاکنو په بهیر کې خنډونه رامنځ ته کړي او په هیواد کې یو ځل بیا خپل سرۍ او خپلمنځۍ جګړې ته لمن ووهي او هیواد د بې ثباتۍ او نامالوم راتلونکې په لور بوځي، دولت او په ځانګړي توګه د ملي امنیت اداره ددې مسئولیت لري ترڅو دا سیاسي څیرې تر کلکې څارنې لاندې ونیسي ترڅو مالومه کړي چې دوی د ټاکنو د سبوتاژ کولو لپاره مالې امکانات، او لګښتونه له کومه کوي.

همداراز سیاسي ګوندونو او ځینو مخکښو څیرو سر له اوسه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته تیاري پیل کړي، ولسمشر غني خو د دویم ځل لپاره حتمي کاندید دی، خو تراوسه مالومه نده چې د ټاکنیز ټکټ جوړښت به یې په څه ډول وي، ځینی اټکلونه شته چې کیدایشي داکټر عبدالله یې لمړې مرستیال او سرور دانش یې دویم مرستیال وي، خو ډاکټر عبدالله د ۸صبح د مقالې په غبرګون کې چې په دی هکله لیکل شوې وه وویل چې دی به له خپلو پلویانو سره تر مشورې وروسته پریکړه کوي. د جمیعت ګوند په دننه کې دلمړي مرستیالۍ پرسر سخته سیالي روانه ده او د نومړي ګوند ډیر غړي لکه عطاء محمد نور، صلاح الدین رباني، احمدولي مسعود، یونس قانوني او همدارنګه ډاکټر عبدالله غواړي په یو ټاکنیز ټکټ کې د لومړي مرستیال په توګه ځانته ځای پیدا کړي، له بل لوري کرزی او د هغه د پخوانی ټیم غړي او ملګری له ډیرې مودې هڅه کوي تر څو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل ټکټ جوړ کړي خو دوی هم د یو قوي نوماند له تشې سره مخ دي، ددې ټیم یو احتمالي کاندید د کورنیو چارو پخوانې وزیر محمد عمر داودزی دی خو لاهم د کرزي ټیم په رسمي ډول له نوموړي څخه د ملاتړ په اړه څه ندي ویلي او د افغانستان اوسني سیاسي، قومي او ټولنیز جوړښت ته په کتو ګومان نکوو چې نوموړی به د یو قوي او مطرح کاندید پتوګه راڅرګند شي.

یو له ډیرو قوي نوماندانو څخه چې کیدای شي د ولسمشر غني پر وړاندی ودریږي ښاغلی حنیف اتمر دی، ښاغلي اتمر څه موده مخکې له خپلې دندې لاس پرشو او داسې انګیرل کیږي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپل ټاکنیز ټیم پر جوړښت کار کوي، نوموړي له سیاسي مطرحو څیرو سره چې ډیر ولسي ملاتړ، نفوذ او رایې لري ناستې پیل کړي او له عطاء محمد نور او د افغانستان د ژرغورنې ائتلاف له نورو غړو سره یې ډیرې ناستې ترسره کړي، خو تراوسه رسنیو ته دده له خوا څه ندي ویل شوي چې نوموړې څه پلان لري؟ خپله ځان نوماندوي او که له بل چا ملاتړ کوي؟ له کوم سیاسي ټیم سره دی؟ دا هغه پوښتنې دی چې کیدای د وخت په تیریدو سره دی خپله ورته ځواب ووايې.

دوستم په هیواد کې یو له هغو سیاسي څیرو څخه دی چې پراخ قومي ملاتړ لري او د رایو په بانک مشهور دی ازبک قوم په یوه خوله د نوموړي تر شاه ولاړ دي. خو د جنسي تیری تور له امله چې نوموړی پرې تورن دی او د زړښت او ناروغۍ له کبله تراوسه مالومه نده چې نوموړی خپله په ټاکنو کې برخه اخیستلای شي او که نه؟ او له کوم ټیم څخه ملاتړ کوي؟ او دا لا تراوسه څرګنده نده چې په راتلونکو ټاکنو کې به دده نقش او دنده څه وي؟ نوموړې له ترکیې څخه تر راستنیدو وروسته په کور کې اوسي او دولتي ناستو کې نه لیدل کیږي.

دافغانستان د ژغورنې ائتلاف خپله څوک نلري چې د کاندید پتوګه یې مخکې کړي نو ډیر احتمال یې شته چې ژر به وپاشل شي او غړي به يې په نورو ټکټونو کې وویشل شي.

د ښاغلي حکمتیار اسلامي حزب هم یو له هغو سیاسي ګوندونو له ډلی دی چې د رایو ترلاسه کولو له اړخه ډیر حساب پرې کیږي او هر احتمالي کاندید هڅه کوي ترڅو ملاتړ یې ترلاسه کړي خو دوی خپله تراوسه له کوم کاندید څخه په ښکاره ډول ملاتړ ندی کړې.

استاد عبدالرب رسول سیاف، اسماعیل خان او ځینې نورې مشهوري جهادي څیری هم شته چې لاتراوسه په خپلو ولسونو او پلویانو کې ملاتړ لري او نوماندان پری حساب کوي او د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یې ورسره چنې وهي.

یو بل نوی بهیر چې تازه دهیواد سیاسي میدان ته راووت د ملي امنیت پخواني مشر اسدالله خالد په مشرۍ د امید سبا پنوم بهیر دی چې د لومړي ځل لپاره یې په کابل کې غونده نیولې وه او ډیر ځوانان يې له بیلابیلو ولایاتو راټول کړي وو نوموړي په یاده غونډه کې په اوسني نظام سختې نیوکې وکړې خو لا مالومه نده چې له کوم ټيم څخه ملاتړ کوي.

په احتمالي نوماندانو کې د انوارالحق احدي، عمرزاخیلوال، رحمت الله نبیل، عطاءمحمد نور، صلاح الدین رباني او داسي نورو مطرح سیاسي څیرو نومونه هم یادیږي خو څرنګه چې لا تراوسه ټاکنو ته وخت پاتې نو په ښکاره ډول یو هم د خپلې نوماندۍ په هکله څه ندي ویلي پرته له عطاء محمد نور څخه چې سر له اوسه ځان بریالي ګڼي او وايې چې لس میاشتې وروسته ولسمشري زمونږ ده خو دا چې په څه ډول دا پریکړه به وخت ته پریږدو.

دا چې څوک له چا سره دریږي او له چا ملاتړ کوي دا به وروسته مالومیږي ځکه به هیواد کې د ټیمونو او ائتلافونو جوړیدل د واک د ویش، شخصي منافعو او ګټو پربنسټ دي نه د اډیالوژۍ، سیاسي لیدلوري او ملي منافعو لپاره نو دوی ټول سرله اوسه سره چنې وهي چې څوک په کوم قیمت راخپل کړي، خو اصلي خبره دلته ده چې له ټاکنو وروسته بایلونکې ټيمونه به دی ته حاضر شي تر څو خپله ماتې ومني او د ټاکنو پایلو ته غاړه کیږدي ځکه دوی خو سرله اوسه هریو ځان بریالي ګڼی، دوی چې سر له اوسه د ټاکنو په بهیر تورونه پورې کوي د افغان ولس غم ورسره نشته او نه دوی خپله دومره پاک او ژمن دي چې پاکې او روڼی ټاکنې غواړي ځکه د ټولو تیرې کړنې خلکو په خپلو سترګو لیدلي او هر یو په پوره مانا پیژني، دوی په دی پلمه غواړي سر له اوسه پر دولت او کمیسیون فشار راوړي چې که دوی بایلونکې شول نو وایې به چې مونږ خو له مخکې نارې وهلې چې په ټاکنو کې درغلۍ کیږی، او په دی بهانه بیا له نوي جوړیدونکي دولت څخه ځانته امتیازات واخلي.

افغان ولس ته پکار ده چې په ګوندي، قومي او ژبني سیاستونو پسې ولاړ نشي او هغه چاته خپله رایه وکاروي چې په ریښتیني ډول خپلې خاورې او هیواد ته ژمن وي. او دا باید ومنو چې زمونږ او د هیواد بریالیتوب دټاکنو په بریالی ترسره کیدو کې دی که خدای مه کړه د ټاکنو بهیر ناکام شو نو بیا جبران یې ناشونې دی او ښې پایلې به ونلري، اوس تر دې ځایه مو مزل کړې بیا یې له صفره نشو پیلولې.

 دهیواد د ښې راتلونکې په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply