پوهاندم.ا. زيار
اکسفورډ،۵می۱۸
۱۷کلنې (اسرې) لورزۍ ته
کله چې زه د شومه دم
د ويرژړلو بخولو له غږو غوږه
لږه ساواخلمه،
هله غوږ غوږ شم
له يوې مخې ټول
ستا د پېغلوټو اداگانو
د زرغا ښکالو ته…
ځکه پر دې باوريم
چې مې وربولي د سپېدو او سباوون
پسرلي ول پر لوري.
* * *
د کوچانو پسرلنو مرغانو ،
ها مينوړې زړه راکښونې نغمې
ستا د خوبخونې تر کړکيو
گلوږمې راوَړې،
او دادی ورو ورو هم
لمرينې وړانگې
کړي غلچکي له بلوري
رڼو هندارو درته
نو هله ،
نوره د خوږو خوږو خوبونو
له پالنگ راپاڅه
او ورته پرانېزه کړکۍ
د خپلو ښکلونازنينو سترگو…
د گلورين زېږپسرلي
د هرکلي لپاره!
۲ اپرېل۱۸
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320