ټاکنې او د ولس مسوولیت/ محمد روښان ښاد

0 642

د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دي، نه زورواکي، نه زاړه او مفسد وکیلان، نه سیاسي ډلې ټپلې او نه هم تروریستان او د افغانستان دښمنان د ټاکنو د ګډوډولو او حتی د نفي کولو صلاحیت لري او نه هم په زور د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نیولی شي. که دوی خپه وي که خوشاله ټاکنې به کېږي او حکومت په دې برخه کې ټینګه اراده لري.

کله چې ټاکنې حتمي وي، نو بیا په دې کار پکار دی چې ټاکنې شفافې وي، ټاکنې عادلانه وي او ټاکنې سراسري وي، په دې کې شک نشته چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې د حکومت او خصوصاً د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وس پوره نه ده چې د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو ټول شرایط او اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې برخه کې هم د ولس او هم د سیاسي ګوندونو، هم د مدني بنسټونو او هم د احتمالي نوماندانو همکارۍ ته زیاته اړتیا ده. د ولس همکاري په دې مانا چې په لومړي ګام کې دې خپل ځانونه ثبت کړي، که پخوانۍ تذکرې لري، نو د نوم لیکنې مرکزونو ته دې ورشي او هغه چې تذکرې نه لري، یا یې تذکرې ورکې شوې او یا سوځېدلې وي، نو نوې تذکرې دې واخلي، مګر د دې ترڅنګ دې د تذکرو د وېش د بهیر ټینګه څارنه وکړي.

هغوی چې په دروغو او یا رښتیاو اوازې ګډوي چې ټاپه شوې او تائید شوې تذکرې پلورل کېږي، یا د تذکرو کتابچه او بنډلونه چاپېږي او یا پلورل کېږي دا موضوع دې په خپلو سیمو کې وڅاري، که یې دغسې څه وموندل، نو لومړی دې په خپله د هغوی مخنیوی وکړي او که فکر کوي چې دوی یې په مخنیوي کې بې وسه دي، نو ژر تر ژره دې امنیتي ارګانونه خبر کړي چې مخه یې ونیسي.

د تذکرو د خرڅولو یا چاپولو په اړه دغه ډول اوازې او ګونګوسې دوه تاوانه لري، لومړی تاوان یې دادی چې د ټاکنو شفافیت له منځه وړي او بیا دې ته زمینه برابرېږي چې زورواکي، مفسد او نامطلوب کسان ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي او دویم تاوان یې دادی چې پر ټاکنو د خلکو باور له منځه وړي، د هغوی روحیه کمزورې کوي او دغه ملي پروسه متضرره کېږي، نو له دې امله په دې برخه کې نظارت او همکاري د ټولو مسوولیت او مکلفیت دی.

ولس دې په دې پوه شي او ټولو ته دې دا اعلان کړي چې د ټاکنو تخریبول په حقیقت کې د ثبات تخریب دی او ځینې کسان د دې پرځای چې د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو بحثونه وکړي، برعکس ټوله ورځ په دې بوخت دي ټاکنې ګډې وډې کړي یا یې د ترسره کېدو مخه ونیسي.

په دې کې شک نشته چې تروریستي ډلې هم په دې برخه کې تخریبي کړنې ترسره کوي، د رای ورکولو او د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه کوي، چاودنې کوي، زموږ هغه هېوادوال چې غواړي له دغه مدني حق څخه یې سالمه استفاده وکړي هغوی شهیدانوي، مګر که چېرې په خپلو کلیو او سیمو کې ولس له هوښیارۍ او بیدارۍ کار واخلي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ او همغږۍ کار وکړي، نو باور دی چې د دښمن د ورانکاریو او بریدونو مخه به په ډېره اسانۍ ونیول شي او دا د ولسونو مسوولیت او مکلفیت دی چې هم د خپلو خلکو د خوندیتوب او هم د ټاکنو ملي پروسې د شفاف ترسره کېدو لپاره په دې برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply