جمهوررئیس غني د خدماتو پر ښه والي ټینګار وکړ

0 632

محمد روښان ښاد


د پنځم ملي ښاري کنفرانس د پرانیستې مراسم د مرغومي په څلورمه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شول. دغه کنفرانس ته د هیواد ښاروالان او د بېلابېلو ولایتونو د خلکو استازي را بلل شوي چې دوی خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه په مفصل ډول له جمهور رئیس غني سره شریک کړل.

جمهور رئیس د ولایتونو د استازو د نظریاتو او وړاندیزو د شریکولو قدرداني وکړه او د ښاري ستونزو د حل په برخه کې یې د دوی نظریات بنیادي وبلل. نوموړي وویل، مسوول، ځواب ویونکی او  ولسواک حکومت د ولس ستونزه خپله ستونزه ګڼي، ځکه ولسواک حکومتونه د ولس د رایو په اساس د همدې لپاره جوړېږي چې د خلکو ستونزې حل او هغوی ته د ژوند زیاتې اسانتیاوې او خدمات برابر کړي.

جمهوررئیس  مسوولینو ته په ټینګار لارښوونه وکړه چې ادارې ولس محوره کړي. د خلکو ستونزو او غوښتنو ته دې پر وخت رسیدګي وکړي. خدمات او اسانتیاوې دې زیاتې کړي او له خلکو سره دې په خپل چلند کې پام وړ او مثبت بدلون راولي.

نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل، زموږ د خلکو زیاتې ستونزې په خپله ادارو ایجاد کړي، ځکه دوی د خلکو ستونزو ته رسیدګي نه کوي، د هغوی غږ نه اوري، خلکو ته وخت نه ورکوي، له خلکو سره په اړیکه کې نه دي چې دغه ډول حالت په هیڅ شرط د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړه، د ادارو د وضعیت په اړه یې د خلکو شکایتونه اورېدلي او له همدې امله به د اداري اصلاحاتو لړۍ لا چټکه او ټول هیواد ته وغځېږي.

جمهوررئیس غني وويل، د ملي ښاري کنفرانس بنسټ دادی چې ستونزو ته د ولس له انده وکتل شي او مناسبې حل لارې ورته ولټول شي. نوموړي څرګنده کړه چې ښارونه باید له مصرفي حالت څخه راووځي او په دې اړه باید د ولس، حکومت او ښاروالیو لیدلوری تغیر ومومي او ښارونه د اقتصادي تحرک پر نقطې بدل شي. خلکو ته کاري زمینې زیاتې شي، تر څو دوی د حلالې روزۍ له لارې خپلې کورنۍ وچلوي.

د هېواد جمهوررئیس اوبه، برېښنا او امنیت د ښارونو اساس وباله او وې ویل، په تېر کې د ښارونو د اوبورسولو او کانالېزاسیون شبکو ته پاملرنه نه وه شوې، خو نن په ډېری ښارونو کې د اوبو رسولو شبکو پلان د اجرا په حال کې دی. هغه زیاته کړه، تر راتلونکو دوو کلونو به د افغانستان برېښنا شبکه پر یوې ملي واحدې شبکې بدله شي.

جمهوررئیس غني وویل، ولس له ښاري امنیت څخه شکایت لري او د امنیتي ارګانونو، ښاروالیو، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او سیمه‏ییزه ارګانونو ترمنځ نه همغږي د دې وضعیت د ایجاد لامل دی. جمهوررئیس یادو ارګانونو ته لارښونه وکړه چې د ښاري امنیت وضعیت ته بدلون ورکړي.

محمداشرف غني وویل، په ښارونو کې د ځمکو غصب په هېڅ ډول د منلو نه دی، ځکه غاصبینو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینې تر پښو لاندې کړي. هغه زیاته کړه، د ځمکو غصب ته د پای ټکی ږدو او غاصبین چې هر چېرې وي دوی به د خپل عمل سزا وګالي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply