د کرنې د ودې عملي لارې چارې/محمد روښان ښاد

0 694


له مبالغې پرته افغانستان د کرنې لپاره کافي ځمکه او اوبه لري، خو ستونزه داده چې د جګړو له امله نه یوازې شاړې ځمکې او دښتې په کرنیزو ځمکو نه دي بدلې شوي، بلکې برعکس زیاتې کرنیزې ځمکې شاړې شوي، د اوبو لګولو سیستمونه ویجاړ شوي او لا هم د پرېمانه اوبو ترڅنګ زموږ کم پسلونه هم جل وهلي دي. دلیل یې دادی چې بزګر یا له خپلو سیمو کډوال شي او یا هم د فقر او بې وسۍ له امله خپلو ځمکو ته د تخم او کوډ د رانیولو او د کروندو د پاللو وس هم نه لري.

په افغانستان کې د فقر او لوږې د کمولو اساسي چاره او کیلي د کرنې ودې ته پاملرنه ده او دغه وده په لږ تمرکز او یو څه بین المللي امکاناتو سره رامنځته کېدلی شي، ځکه چې د نویو بندونو له جوړېدو او د اوبو له مهارولو سره د پرېمانه ځمکو د ابادولو او خړوبولو امکانات شته، خو په دې شرط چې نړیوال همکاران له افغانستان سره د کرنې د ودې په موخه د کرنې د نویو شېوو او مېتودونو، تخمونو او وسایلو په برخه کې همکاري وکړي.

البته په دې برخه کې ډېر مهم شی د کروندګرو د ژوند د ښه والي او د کرنې د ودې په موخه له دوی سره لنډمهالي پورونه او همدارنګه هغوی ته د کرنې د عصري او ګټورو لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي ورکول دي.

د ولسمشر غني یو عمده او مهم ټينګار پر دې دی چې د کرنې وزارت ټول تشکیل باید ولایتونو ته انتقال شي، د بېلګې په توګه د کرنې برخه کې هغو ولایتونو ته انتقال شي چې پرېمانه کروندې او کرنیزې ځمکې لري، د پنبې برخه دې د پنبې تولیدونکو او دځنګلونو برخه دې هم اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي. له دې کار څخه د ولسمشر څو موخې دي، لومړی دا چې یاد وزارت به د کابل محوره پرځای عملاً افغانستان محوره شي. په ولایتونو کې به کار ایجاد شي. کروندګرو ته به د سلا مشورو لپاره کابل ته د راتګ اړتیا نه وي، بلکې دوی به په خپلو ولایتونو کې د کرنې متخصصین او سلاکاران ولري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه په جنیوا کنفرانس کې وویل: ”د ودې پر وړاندې تر ټولو د پام وړ خنډ کرنیز سکتور دی، هغه سکتور چې زموږ د ٪۴۰ وګړو د ژوند پر مخ وړلو وسیله ده. د زعفران، انار او پستې په څېر ګران بیه فصلونو د اپین پر وړاندې ښه بدیل کېدی شي. ستاسې په هېوادونو کې د واردونکو اتحادیې، ساینسپوهان، ماهرین او پوهنتونونه موږ سره مرسته کولی شي تر څو د ارزښت او پلور ، یو ځنځیر رامنځته کړي چې له دې لارې متقابلې ګټې تر لاسه کړو.“

د ترانزیتي لارو او هوایي کوریډورونو له پرانیستلو سره اوس د کرنیزو محصولاتو نړیوال بازارونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او دا هم د بزګرو د ژوند د ښه والي او هم د دې لامل کېږي چې هغوی په خپلو کروندو زیات تمرکز وکړي، پرېمانه محصولات تولید کړي او ترڅنګ به یې صنعتکاران دېته وهڅېږي چې افغاني محصولات په ښه توګه او نړیوالو معیارونو برابر پورسس او بسته بندي کړي تر څو د نړیوالو د لا زیات پام وړ ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply