جمهور رئیس غني تاوتریخوالی شرم وباله /محمد روښان ښاد

0 909

افغاني ټولنه چې په اسلامي او ملي ارزښتونو بنا ده، تر جګړې دمخه د ثبات په کلونو کې یې ځانګړي سوله ییز اصول، قوانین، ټولنیز اخلاق او مقررات لرل او د هغو په اساس یې یو له بل سره ګډ سوله ییز ژوند درلود، کس په کس غرض نه وو، مینه، ورورولي، خواخوږي، صمیمیت او محبت وو، مګر بدمرغه جګړې زموږ هغه اخلاق ومروړل او موږ یې دومره سخت زړه او افراطي کړو چې د یو بل وژلو ته مو ملاوتړله او له بده مرغه لا هم دغه د وژنو لړۍ ادامه لري.

 جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبه په ورځ په ارګ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال  تاوتریخوالی شرم وباله. هغه وویل، په تاوتریخوالي ویاړل له اسلامي، ملي او بشري ارزښتونو انکار دی او هغوی چې تاوتریخوالی کوي له قانوني، ملي او اسلامي ارزښتونو او اصولو څخه پردي دي.

د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو او زموږ د ملي ارزښتونو په رڼا کې تاوتریخوالی نه یوازې شرم ، بلکې جرم هم دی. جمهور رئیس غني په ټینګار سره وویل، د دغه جرم په مقابل کې باید په کلکه ودرېږو. د جګړو او مهاجرتونو یو له ناوړه اغېزو څخه همدغه افراطیت او تشدد دی چې زموږ په ټولنه کې یې نه یوازې رېښې وکړې، بلکې داسې مرحلې ته ورسېده چې د ټولو ثبات یې له منځه یووړ. بدمرغۍ، شکونه، بې باورۍ، ظلم، تېری، قتلونه او وحشتونه یې ایجاد کړل چې زموږ ټولنه او ولسونه هره ورځ ورڅخه ځورېږي، مګر تر جګړې دمخه کلونو کې موږ دغسې نه وو لکه نن چې یوو.

افغان ولسمشر په خپله وینا کې له جګړې دمخه کلونو ته په اشارې وویل: تر جګړې دمخه د ثبات په کلونو کې چا په هیواد کې نه یوازې په تاوتریخوالي افتخار نه کاوه، بلکې په کوم کلي او سیمه کې به چې د تاوتریخوالي پېښه وشوه، نوټولوبه د شرم احساس کاوه، ځکه هغه مهال نه ذهنیتونه دغسې افراطي و او نه هم اعمال دغومره متشدد او ظالمانه وو.

جمهور رئیس غني د تاوتریخوالي مقابل کې بې تفاوتي ښودل له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې وبلله او زیاته کړه، زموږ ژمنه د قانون، اسلامي او ملي ارزښتونو تطبیق دی. دا چې موږ لا هم د جنګ په حالت کې یوو، نو د قانون د تطبیق په برخه کې به نیمګړتیاوې موجودې وي، مګر دا نمیګړتیاوې د قانون پر وړاندې د بې تفاوتۍ په مانا نه دي.

محمد اشرف غني همدارنګه ښځينه قاضیانو او څارنوالو ته په خطاب کې وویل، تاسې باید خپل فعالیتونه او خدمات د خپلې کړې ژمنې په اساس له کابل محورۍ څخه پر افغانستان محورۍ بدله کړئ، ځکه د ولایتونو ښځې تاسو ته زیاته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د عدلي او قضایي بنسټونو خپلواکۍ ته باید درناوی وشي او زه د درې ګونو قواوو د مشر او د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د قضا د استقلال ملاتړ کوم.

د افراطیت او تاوتریخوالي د مخنیوي ضد مبارزه د ټولنې د ټولو اقشارو په ځانګړي ډول د علماو، متنفذینو، رسنیو او نورو ګډو او منسجمو هڅو او همکاریو ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply