دښمن مو بيا کمين کې کېناست / خوشحال آصفي

0 613

په هېواد کې د تيرو څو خونړيو پيښو ترسره کيدلو وروسته اوس يو ځل بيا داسې ښکاري چې د قومي او ژبني تعصب مرګونې څپې د راپورته کېدو په حال کې دي. دلته له کلونو راهيسې څو پلورل شويو څيرو د منظم پلان له مخې د افغانانو تر منځ د بې تفاقۍ، تعصب او بدبينۍ پروژه پيل کړې ده. دلته شته داسې کړۍ چې د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو له امله د پاکستان، ايران او نورو هيوادونو ګټې خوندي کوي.

د کابل د دشت برچي خونړی بريد چې په کې تر ډيره اهل تشيع هزاره افغانان شهيدان او ټپيان شول؛ يو ځل بيا دغو پلورل شوي کړيو ته فرصت په لاس ورکړ چې د هيواد د ميشتو قومونو او مذهبونو تر منځ د نفاق لمبې بلې کړي. دغه کړۍ اوس هڅه کوي چې ياد بريد په يو ځانګړې قوم او يا ځانګړي مذهب پورې وتړي. دوی چې اصلاً د ايران او پاکستان لاسپوڅي او جاسوسان دي؛ د همدغو هيوادونو په اشاره د شت برچي بريد ته قومي او مذهبي رنګ ورکوي او داسې ښيې چې ګويا بريد قصداً په اهل تشيع او هزاره افغانانو ترسره شوی دی.

په داسې حال کې چې ويل کيږي په هزاره افغانانو بريدونه ممکن د اجرايه رياست د دويم مرستيال محمد محقق هغه څرګندونو سره تړاو لري چې په ايران کې يې د شیعه ګانو یوه مذهبي ناسته کې د هغو جنګیالیو ستاینه کړې وه، چې په عراق او سوریې کې د داعش ډلې خلاف جګړې ته استول شوي دي. اوس داسې يو نظر موجود دی چې په سوريه کې د داعش خلاف جنګيدونکي هزاره افغانانو څخه د محقق ملاتړ په افغانستان کې په هزاره افغانانو د داعش بريدونو ته پلمه برابره کړې ده.

له بده مرغه په دننه دولتي اډانه کې هم دا وايروس شته چې خوري او څکي د افغان دولت، خو هګۍ د پاکستان او ايران لپاره اچوي. دوی هغه څوک دي چې څه موده وړاندې يې د هيواد ستر قوم د يووالي او ډيرښت له امله يې د ډيورنډ کرښې د رسميت او د هيواد ستر قوم په منځ د دوه ځايه کيدلو لپاره له حکومته غوښتنه وکړه چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني. دوی هغه څوک دي چې د افغانان ولس د ذليله کولو او د افغانستان د وروسته پاتې کيدلو لپاره پرې د ايران او پاکستان لخوا پانګونه شوې ده. دوی د همدې لپاره ګومارل شوي چې فرصت ته په کتو هرې ستونزې ته قومي، سمتي، ژبني او مذهبي رنګ ورکړي او د قومونو، سمتونو او مذهبونو تر منځ درز واچوي.

اوس ځانګړې کړۍ د يو واحد هدف لپاره سره يو ځای شوي دي او پيل يې د حکومت پر ضد د خلکو د احساساتو له پارولو کوي. که خدای مه کړه د دوی دغه پروژه پلي شي نو پرته له شکه ورپسې بيا د قومونو او مذهبونو تر منځ به د نفاق لمبې بلې شي.

اوس اړينه ده چې ولس په ځانګړې توګه ځوانان مو د دښمن له دغې دسيسې خبر واوسي او خپل مسوليت د قومونو او ولسونو د اتفاق لپاره ترسره کړي. ځوانان مو بايد د نورو پلورل شويو کړيو د سياسي موخو ښکار نه شي. په اوسنيو حساسو شرايطو کې مو له ټولو ځوانانو په ټوله کې له ټول ولس نه غوښتنه ده چې په پوره دقت او تحليل سره ګام پورته کړي او هڅه وکړي د قومونو او ولسونو تر منځ اتفاق او يووالی وساتي. که ځوان قشر مو د تعقل پر ځای له احساساتو کار واخلي نو پرته له شکه چې د افغانانو د دښمن شوم پلان به پلی او ا فغانان به يو ځل بيا د نفاق د لمبو قرباني شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply