دا د غازي امیر امان الله غږ نه ده/محمد ایـاز نـوري آزادي

0 1,430

محمد ایـاز نـوري آزادي

۱۰/۰۵/۲۰۱۸

 

دا د غازي امیر امان الله غږ نه ده

 

https://youtu.be/4gKSVGu8_R0

افغان پاچا اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د اروپائي سفر په ترڅ کې

 

څه موده پخواء یو افغان تکړه لیکوال او د تاریخي مسائلو څېړوونکي شاغلي محمد مصطفی عمرزي د یوې لیکنې په ترڅ کې (صدای شاه امان الله خان) په  ضمیمه د یوه صوتي لینک، چې صرف څو ثانیې ده، افغاني رسنیو کې نشر ته ورکړ. دا هغه لینک ده، چې ما درې کاله پخواء د لومړي ځل لپاره د راډیو آزادي د ویاند شاغلي صالح محمد صالح د فیسبوک په صفحه واورېد. ما هم هغه وخت جناب صالح ته ولیکل، چې دا لینک که رشتیا د اعلیحضرت امان الله خان غږ وي، یو تاریخي اهمیت لري او تا دغه لینک له کوم منبع څخه تر لاسه کړ؟ هغه ماته ځواب رانکړو. نه پوهېږم، چې په دومره مهمه موضوع کې ولې صالح صاحب ماته غبرګون ونښود. بیا ما افغان لیکوال او د تاریخ محقق شاغلي عبدالرحمن زماني ته فون وکړ. هغه وویل، ما خو پخواء د غازي امان الله خان غږ د کوم منبع څخه نه دئ اورېدلای، نو زه حکم نشم کولای، چې دا غږ دقیق د هغه مرحوم ده او کنه…!. اوس، چې شاغلي عمرزي د خپلې علاقې له مخې دا موضوع بیا راپورته کړله، ما د وعدې سره سم دا لینک د مشر غازي لمسی والاحضرت حمیرا صاحبې مقیم د ترکیې ته ورولېږه. هغې لینک خپلې مور جنابې پاچا لور ناجیه جان د افغانستان ته واوراوه او ماته ئې داسې ولیکل: «نوری جان عزیز، سلام علیکم، از مادرم حالا پرسان کردم و گفت که این صدای شاه امان الله خان نیست. بلی قبول نه کنید. ۲۷ اپریل»

دریم د می ماشام ما یو د خیرتي فوني تماس د پاچا لور ناجیه جان سره ونیو د نورو خبرو په ترڅ کې مې د دغه لینک په باب بیا هغه جنابه وپوښتله. پروفیسور ناجیه صاحبې وویل: « این آواز را من شنیدم، نوری جان! پدرم این قسم صداء نداشت و باین لهجه سخن نمی گفت… باز هم من چه بگویم.» ما جنابې ته وویل، کیدای شي، دغه غږ د کوم اماني پلاوي مثلاً د شهید محمد ولیخان دروازي وي، یا د کوم افغان دولتي شخصیت یا سفیر هغه وخت مقیم د فرانس وي.

له بلې خواء د دغه لینک څخه داسې واضح کیږي، چې مقر د وینا د فرانس هېواد وي. زه دلته د افغان لیکوال او تکړه محقق شاغلي احسان لمر څخه، چې مقیم د فرانس د هېواد دئ، هیله کوم، دغه لینک د آواز د فرانس دولت د بهرنیو چارو وزارت ته ورولېږي او ورنه وپوښتي، چې دغه وینا کې ویاندوی خو د فرانس د دولت څخه مننه کوي، نو ستاسو د حکومت معلومات او نظر د دغه غږ په باب کوم دئ.

باید محقق عمرزي صاحب او نورو محترمو افغانانو ته عرض وکړم، چې دا واضح خبره ده، چې زموږ د مظلوم افغانستان د معاصر تاریخ بالخصوص د اماني له عظمته ډک لس کلن پړاو سره د نادري کور له خواء پلانیزه د انگلیس په امر پوره غدر او خیانت شوی دئ، اماني پړاو چور او تالا شوی دئ. بناً د یوه تاریخي سند منل یا نه منل موږ ته آسان نه لوېږي. د نن څخه نهه کاله پخواء ما لیکونکي د غازي امیر امان الله خان د وراره مرحوم حقوق پوه کبیر الله سراج مقیم د متحده ایالاتو سره ټیلیفوني خبرې لرلې. هغه وویل، «دا د ظاهرشاه د حاکمیت وخت وه، زه کابل کې یو ځوان یو قوي سپورتي د ځغاستې کس وم او د شاهي خاندان د همزولو کسانو سره خصوصاً د صدراعظم شاه محمود خان د یوه زوی سره زما یارانه دېره وه، نو همدغه سبب وه، چې کله هم له بعضو مهمو واقعو څخه خبر شم. هغه ورځ زما لپاره دېره زیاته د خفګان ورځ وه، چې د ظاهرشاهي حکومت پر وخت، کله، چې سردار محمد نعیم خان د معارف وزیر وه د خاندان په فیصله ۵ بوجی مهم زما د کاکا مربوط اسناد لکه تاریخي عکسونه، د اروپائي سفر فلمونه او لینکونه، فرمانونه او نور د هغه پاچا د لاس نخښې او شخصي د کور شیان ئې د مازیګر وخت کې د دغه اوسني د معارف وزارت د تعمیر تر شاه د ولایت کابل د ودانی ته څېرمه په داسې حال کې، چې شخصاً والاحضرت سردار نعیم خان ئې سرپرستي او نظارت کاوه، یوې کندې ته واچول شول او اور ورته واچول شو، چې دا یو ملي خیانت وه، چې پاچا او نورو د خاندان غړي ورته مرتکب شول. آخر دا زموږ د ملت او تاریخ ویاړونه ول، باید هغوی په درنښت دغه شیان ساتلي وای… .»

 

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply