د افغانستان اقتصادي وده/ محمد روښان ښاد

0 1,381

د افغانستان دښمنانو په تېرو درېوکلونو کې د تروریستي بریدونو، چاودنو او بوږنونکو پېښو له لارې د دې هڅه وکړه چې حکومت یوازې په جنګ کې بوخت وساتي او د دې فرصت ورنه کړي چې عامه خدماتو او نورو چارو ته رسیدګي وکړي، خو حکومت د امنیت د تامینولو، د جنګ د مدیریت، د وسله والو مخالفینو د ځپلو ترڅنګ اقتصادي ودې، د خلکو د ژوند ښه والي، ترانزیټ، زیربنا، د لویو پروژو د کار پیلولو، د نړیوالو اړیکو او مناسباتو پاللوتر څنګ د اقتصاد او معیشتي وضعیت وده هم خپلو لومړیتوبونو کې ونیوله.

اقتصاد د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او تر هغو چې هېواد له اقتصادي او مالي پلوه خودکفا نشي، نو نه به هېوادوال هوسا او سوکاله ژوند ولري او نه به هم حکومت خپل ملي پروګرامونه پر وخت او ښه توګه تطبیق کړای شي، نو له همدې امله د ملي یووالي حکومت د اقتصاد ودې ته پام ډېر کړی دی او د افغانستان اقتصادي وده او په بېلابېلو برخو کې پر ځان بساینه د حکومت له هغو لومړیتوبونو څخه ده چې په تېرو درېو کلونو کې یې ورباندې تمرکز وکړ او په همدې موخه یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره مذاکرات وکړل او اقتصادي همکارۍ یې رامنځته کړې.

د ملي یووالي حکومت کوښښ کوي چې پر بهرنیو مرستو د اتکا پر ځای کرار کرار د خودکفایۍ لور ته لاړ شي او د دې لپاره یې ټرانزیټ، د داخلي تولیداتو زیاتوالي، د کانونو کېندنې او په دې برخو کې پانګونې، هوایي دهلېزونو او نورو هغو چارو ته پام ډېر کړی چې د ملي عوایدو په زیاتوالي کې موثر رول لري.

د افغانستان حکومت په تېرو درېوو کلونو کې په دې برخه کې پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې درلودې او د زیربناوو له جوړېدو او پراختیا سره باور دی چې په لنډمهال او اوږد مهال کې په اقتصادي او نورو برخو کې پام وړ بدلونونه او پرمختګونه وشي.

که څه هم پر تحمیلي جګړې او ناامنیو سربېره، د اورښت کموالي او زراعتي آفاتو له امله اقتصادي وده ورو وه، خو په ټوله کې افغانستان په ۱۳۹۶ کې د۲٬۶ سلنې اقتصادي ودې شاهد و او وړاندوینه کېږي چې په ۱۳۹۹ کال کې به د اقتصادي ودې اندازه د ۳٬۹ او۵٬۷ سلنې تر منځ وي.

په تېرو درېوکلونو کې د حکومت له لوري د اساسي او بنسټي کارونو تر څنګ، د سترو لاسته راوړنو شاهدان هم و. د بېلګې په توګه  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ودې هم په تېرو درېوو کلونو کې په هېواد کې پام وړ وده کړې. همدارنګه په دغو درېو کلونو کې د انټرنټي خدمتونو وړاندې کول له ۱۷ سلنې څخه ۵۱ سلنې ته رسېدلي دي او د پروګرامونو له مخې، افغانستان به ډېر ژر په سیمه کې د معلوماتي اتصال د ثقل په سیمې بدل شي.

د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخو کې هم بنسټیز کارونه شوي دي چې د آقینې- آتا مراد د ریل پټلۍ پرانیستل، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او داسې نور د دغو بریاوو نمونې دي. د ناخالصه کورنيو تولیداتو په برخه کې د خدماتو د سکټور ونډه په تېرو درېوو کلونو کې ۲٬۴ سلنه وه او د نړیوال بانک د راپور له مخې د صنعت د سکټور ونډه هم په دوو کلونو کې۴٬۵ سلنه ښودل شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply