روسیې په افغانستان کې نوی ایتلاف وزېږاوه / ودان روښان

0 979

 

د نړیوالو خبري سرچینو د رپوټونو له مخې په ترکیه کې نوې ټلواله جوړه شوې چې په کې د فکري او مخینې له اړخه بېلابېل کسان راټول شوي چې تر ډېره د سلاتې یا د چا خبره د عطارو قوتي ته ورته دي چې له ملي ژمنې پرته نور هرڅه په کې پیدا کېږي. ددغه ایتلاف اصلي زړی د روسیې پنځمه ستن جوړوي چې پر شاوخوا یې بیا نور د ټولنې کنګړ راڅرخي چې نه یې نورڅوک خوښوي او نه یې له چا سره ګوزاره کېږي په حقیقت کې خو دوی ټول همدغه شان دي خو په دوی کې بیا هر څه چې وي مرکزي لوبغاړو یې  په پخوا کې په ډېره ایمانداري د روسانو چوپړ کړی، د هغوی له پاره یې خپل کور وران کړی، خپل وطنوال یې وژلي او ډېر نور جنایتونه یې کړي نو ځکه خو یې روسان لا هم پېرودنکي دي، سره له دې چې دغو کسانو ایران،  پاکستان، سي ای اې، ام ای ۶ او نورو ته هم په ډېر اخلاص کار کړی لکه دوستم، عطا او ضیا مسعود  خو له دې ټولو سره سره بیا هم روسانو ته «داشته آید به کار» دي ځکه دوی سیاست هم د پیسو له پاره کوي، جنګ هم د پیسو له پاره کوي، مخالفت هم د پیسو له پاره کوي او جوړ جاړی هم د پیسو له پاره کوي. خو نور! بیا داسې دي چې خپل  وطنوالو خو پر ځای پرېږده چې ان روسانو ته چې «صد خروار آب ګنده به حمامی به کار است»هم د منلو نه دي نو ځکه خو یې د روسانو په تالي څتو پسې اقتدا کړې او هغه چې وایي «یوه سپي ژرنده څټله خو هغه بل بیا دده … څټله» په دوی پسې ورغلي او جیبونو ته یې سترګې نیولې دي یا هم فکر کوي چې په بده ورځ به یې په کار شي خو له دغه ځایه وایم چې دا خوب دې اوبو ته ووایي دغه کسان د چا په درد خوړلي چې د احدي په درد به وخوري؟

دا یو عجیب جوړښت دی او که ووایو یانې هغه د ټوکیانو خبره «بختوره ډله» ده چې سلاتې ته ورته ده ترخه، تروه، تند، بې مزې او نور په کې پیدا کېږي. په حقیت کې دا د هغو لورو، ډلو، ګوندونو، فکرونو او کسانو ټولګه ده چې نږدې ټول یې د څو ځلي  ناکامو ایتلافونو تجربې لري لکه له بشري او انساني حقونو ستر سرغړونکی عبدالرشید دوستم، د جهاد او مقاومت په نوم له بې پتو یا هم مالومو سرچینو میلیارډر د بلخ پخوانی والي چې ځان ته یې د شمال اپراتور ویلې عطا محمد نور، د فساد ستر مبتکر او د حامد کرزي د عصرالفساد مرستیال، سمون او ښې حکوتوالۍ په چارو کې د ولسمشر شړل شوی سلاکار احمدضیا مسعود، د افغانستان بانګ پخوانی رییس، د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر او د افغان ملت په نوم د پنځو لسیزو عمر لرونکي ګوند رټل شوی مشر چې اوس د مملکت په پلازمینه کې پنځه کسان هم نه شي راټولولی او د نورو په غونډو کې د څو دقیقو خبرو له پاره په سوال مایک غواړي انوار الحق احدي، د ځمکو مافیا او د دولتي قراردادونو پخوانی ټیکه دار او د باد راوړیو پیسو په زور د ولسي جرګې لومړی نایب همایون همایون، د هېرویینو قاچاق وړونکی، د دولتي او شخصي ځمکو غاصب او پر پاکستان د ګوشتې ولسوالۍ ځینو سیمو پلورونکی، ښکاره مفسد فی الارض د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر، د شرابو قاچاق وړونکی او د دوستم پر دستر خوان ناست نعیم لالی حمید زی، په توره شپه کې د ولسي جرګې پر ارشیف برید کې د همایون همایون انډیوال او د ولسمشر شړل شوی پخوانی سلاکار محمد داوود  ګلزار او ځینې ناپېژاندې څېرې په دغه ایتلاف کې راټول شوي دي. هسې خو د ځینو نورو ایتلافو په شان ددغه ایتلاف برخلیک هم لا له وړاندې څرګند دی «دا وړۍ نه شړۍ کېږي» او ډېر عمر به دوام ونه کړي خو یو څه روښانه دي او هغه دا چې روسان کله هم کرار نه کیني او له افغانستانه یې زړه نه صبرېږي نو ځکه خو خپل ټول زاړه او نوي یاران که پر یو دسترخوان یې راټولول ناشوني وي نو خپل تالي څټي پر جلا جلا دسترخوانونو راټولول هم ترلاس لاندې لري ځکه په دې برخه کې روسان  پخوا نۍ تجربه هم لري. په تېرو کلونو کې روسانو د خلق او پرچم ډلو سر بېره، د سازا، کاجا، کجا، سفزا، سپکجا او نورې ډلې هم پاللې په داسې حال کې چې د مجاهدینو ترمنح یې هم د خپلې خوښې، همکارې او ملاتړې ډلې درلودې چې ټول یې پېژني له دې ور هاخوا یې ځینې نور کسان چې په ظاهره بې پرې خو په پټه یې له روسانو سره تارونه غځولي وو چې ځینې یې هماغه وخت د بې پرې کسانو په نوم تر وزارتونو هم ورسول. اوس هم روسان له یوې خوا خپل پخواني یاران پالي چې همدغه ایتلاف یې ښه بېلګه ده خو له بلې خوا یې طالبانو سره هم د پاکستان په ریباري د یارانې تارونه ځغلولي دي. له بله پلوه ځینې پېژندل شوې څېرې چې له روسانو سره یې مخینه په څرګنده نه ښکاري خو اوس روسانو ته منډې وروهي او په لوی لاس روسان افغانستان ته رابولي لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې وایي روسان افغانستان کې سوله راووستلی شي چې په دې سره هغه زړه افسانه د انسان ذهن کې راګرځي چې وایي:«کله چې خر لیوه وګوري نو خپله مخې ته ورمنډه کړي او ورته وایي چې زه ستا د پلار درې چارکه غوښه پوروړی یم نو راشه چې اوس یې در کړم» په داسې حال کې چې له روسانو سره د اړیکو په اړه  د امیر عبدالرحمان خان وصیت او نصیحت همدا نن هم همغومره ارزښت لري لکه د هغه امیر په زمانه کې یې چې درلود. امیر عبدالرحمان خان روسان ښه پېژندلي وو ځکه چې په جلا وطنۍ کې لس کاله ورسره اوسېدلی و، هغه ته د روسانو ایدیولوژي او ارواپوهنه ډېره ښه مالومه وه او ښه یې پېژندل نو ځکه خو یې ویلي و:« روسانو ته به کله هم نه نږدې کېږﺉ او نه به دوښمني ورسره کوﺉ.» په دې اړه تشریح کې ویل شوي چې که روسانو ته نږدې شوﺉ ورور مو درته لمسوي،  درز او نفاق درکې پیدا کوي، له یو بل سره مو جنګوي او کمزوري کوي مو او په پای کې مو لاندې کوي خو که دوښمني ورسره وکړﺉ نو بیا پلمه درته لټوي او برید درباندې کوي نو سمه خبره داده چې روسانو ته ووایاست چې موږ ستاسې ګټو ته زیان نه رسوو، د دواړو لورو په ګټه ده چې له لرې دوستي وپالو.

تاریخي پېښو وښوده چې امیر عبدالرحمان خان په حقه و کله چې ظاهر خان او داوود خان ورنږدې شول دلته یې مخالفې ډلې ورته جوړې کړې خو کله چې داوود خان وغوښتل دوښمني ورسره وکړي نو ویې واژه، همدا ډول چې نور محمد تره کی او له هغه وروسته مشران ورنږدې شول برخلیک یې ټولو ولید نو زموږ له پاره همدغه تجربه د لس څه چې سل پښته ته بس ده چې له روسانو باید ځانونه راټول کړو. ښه! دغه کسان چې یوازې خپلو ګټو ته ګوري او هېواد او ولس په غم کې نه دي نو ځکه خو د هر وطنپال افغان دنده ده چې ولس د روسانو پر ناوړه نیتونو خبر کړي او د روسانو ګوډاګیانو څېرې بربنډې کړي چې ولس ور پسې ولاړ نه شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply