ښکاره خبره ده چي ټروریسټي ډلې یا سازمانونه چي جګړه مخ ته وړي ددې لپاره ارو مرو د مالیاتو سرچینې او بډایه شتمني لري.
دا ډول مالي اړتیاوې د ټروريسټي سازمانونو د مخ ته وړلو لپاره خورا مهمې دي، خو د دې سازمانونو لپاره بسپنه را ټولول د نړیوالو اقتصادي قوانینو له سایې وتلې او د پردو تر شا کېږي.
ډېری وختونه د بسپنې را ټولونې چارې عین د هغه جرمي سازمانونو په څېر وي لکه څنګه چې هغه د نشهیي توکيو، وسلو، انسان تښتونو او بانکي لوټمارۍ له لارې راټولېږي.
غواړم دلته د نړۍ د یو شمېر شتمنو خطرناکه ټروریسټي سازمانونو فهرست ته اشاره وکړم.
دا فهرست د نظامي او د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې له کارپوهانو سره د مرکو، د فکري بنسټونو او د نړیوالو اکاډمیکو دولتي او غیر دولتي ادارو د مالوماتو پر اساس ترتیب شوی دی.
په دې فهرست کي لومړی د حزب الله ټروریسټي ډله یاده شوې چې په لبنان کې فعالیت کوي او د ۱.۱ بیلیون ډالرو عوایدو په لاس ته راوړلو سره د فهرست په سر کې ځای لري، اصلي ملاتړی هېواد یې ایران او پاتې نورې مالي سرچینې یې د خیرات په نوم راغونډې شوې پيسې، د وسلو سوداګري، جعلکاري، قاچاقبري او د نشهیي توکيو له لارې لاس ته راوړل شوې پیسې دي.
۲. طالبان
طالبان هم خپلې عایداتي چارې د داعش په څېر مخ ته وړي.
دا ټروریسټي ډله چې د پاکستان هېواد په ملاتړ په افغانستان کې د اسلامي جمهوریت، ناټو او ایساف پر وړاندې جنګېږي کالني عواید یې ۸۰۰ میلیونه ډالره یاد شوي دي.
اصلي سرچینې یې د نشهیي توکيو سوداګري، په زور له خلکو د عشر په نوم پيسې اخیستل، تر واک په لاندې سیمو کې په غیر قانوني توګه د کاني موادو استخراج او خرڅلاو، انسان تښتوونې، کورني او بهرني مالي ملاتړ کوونکي دي.
طالبان سره له دې چي د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې جنګېږي، خو ادعا کېږي چې له قطر او روسیې سره هم پېيلې اړیکې لري.
د طالبانو یوه مالومه مالي سرچینه په پراخه توګه نشهیي توکي دي، همدا لامل دی چې افغانستان په نړۍ کې د پرېمانه افيونو تولیدوونکی هېواد ګڼل شوی دی.
۳. حماس «حركة المقاومة الاسلامية»
ټولټال کالني عایدات یې ۷۰۰ میلیونه ډالره یاد شوي دي.
د حماس سختدریځه ډله د فلسطین د خپلواکۍ په شعار جنګېږي چې د نړۍ د یو شمېر سوداګرو په شمول د ایران او قطر له لوري هر کال د دې جنګي سازمان بانکي حسابونو ته په میلیونونو ډالره ورکول کېږي.
۴. القاعده
القاعده نړیواله ټروریسټي ډله په ۱۹۸۸م کال کې د اسامه بن لادین، عبدالله عظم او یو شمېر نورو عربي رضاکارانو په مشرۍ د دې لپاره چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر خلاف جګړه وکړي، جوړه شوه.
دا ټروريسټي ډله د افغانستان د جګړې په شمول، د پاکستان په شمال لوېدیځه جګړه، د سومالیا په کورنۍ جګړه، د لوېدیځ په بغاوت کې، د عراق په جګړه او بغاوت کې، د یمن په بغاوت کې، د امریکا، فرانسې، هندوستان، لیبیا، بنګلدېش، لبنان، کشمیر او په یو شمېر نورو ټروريسټي پېښو کې هم ښکېله ده.
د دې ډلې کالني عواید ۳۰۰ میلیونه ډالره یاد کړل شوي چې د عوایدو زیاته برخه یې له خلیج هېوادونو څخه په پټ نوم رالېږل شوې پیسې دي.
پاتې نورې یې له انسان تښتونو، توربازار او بانکي لوټمارۍ څخه په لاس راوړل کېږي.
۵. داعش یا اسلامي دولت نومې ډله
د داعش کلني عواید ۲۰۰ میلیونه ډالره یاد شوي چې ظاهراً یې د عایداتو اصلي سرچینې تر واک لاندې سیمو څخه د تېلو، کاني موادو او ګازو استخراج، له خلګو چنده اخیستل، د پيسو او د زیوراتو لوټمار ده.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320