پاکستاني پوځ به عبرت اخیستی وي!/ ګلرحمن رحماني

0 587

د خوست ولایت په ځاځی میدان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانی سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه هغه وخت پیل شوه، کله چی د پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته ننوتل او د فوځي تاسیساتو د جوړیدو هوډ یې درلود، په پایله کې جګړه ونښته. د سرحدي سیمو اوسېدونکي له افغان ځواکونو سره یو ځای شول، حتی له امنیتي ځواکونو دمخه یې پر پاکستاني پوځیانو بلوا وروړه او هغوی یې له خپلې پاکې خاورې څخه وشړل. چې په سیمه کې یې مړي او ټپیان پاتې شول او ژوندي یې هم ورڅخه ونیول.

د سرحدي سیمو اوسېدونکو تل د وطن او خلکو په دفاع او ساتنه کې مهم رول لوبولی دی او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. له هیواد سره د دوی مینه او وطن پالنه یې واقعاً د قدر وړ ده. حتی د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې هم څو ځله انګلیسانو امیر ته له دې شکایت وکړ چې غازي ببرک خان او د ده سرتېري زموږ په چوڼیو بریدونه کوي، خلک مو را وژني او موږ ترې تر پوزې رسېدلي یوو. پرون که انګرېز په سرحدي سیمو کې د یو قدم د رامخته کېدو جرئت نه درلود او غازیانو ورباندې برید کاوه، نن د همغو غازي نیکونو وطن پاله اولادونو پاکستاني پوځ ته دا وښوده چې افغان ولس او افغان خاورې ته دې په کمه نه ګوري او که ورته وګوري، نو دغسې به یې مړي زموږ پر پاکه خاوره پاتې وي، دوی به شرمېدلي او تښتېدلي پاکستان ته ستنېږي او بندیوان او ټپیان به یې له افغان ولس سره برمته پاتې وي.

هغه مهال ځینو پاکستاني رسنیو وویل چې د دوی له پوخ سره د کرمی پښتانه هم یو ځای شوی ول تر څو د افغان حکومت په مقابل کی وجنګیږی . پوښتنه دا ده چی د ډیوریډ پوری غاړی پښتانه ولی د افغان حکومت په مقابل کی وسله راواخیسته ؟

دلیل یې دا دی چې د پاکستان پالیسي د خلکو او قومونو جنګول دي، دوی غواړي د جنګولو له پالیسۍ څخه د ځان لپاره ګټه واخلي او په دې ډول د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه په خپلو کې سره بدبینه کړي.

د پاکستان پوځ په جوماتونو کې د ملاامامانو له لارې اعلانونه وکړل او خلکو ته یې وویل چې داعشیانو برید کړی او دلته د راتګ او د خلکو د وژلو پلان لري. هغوی ته یې داعش د اسلام په نوم د امریکا له خوا جوړه شوې پدیده ده او غواړی چی اسلام بدنام کړي. د داعش په واسطه امریکا غواړی چی اسلامی هیوادونه نا امن کړی او امریکا د داعش د ختمولو په نوم باندی پاکستان ته راشی او پر مونږ باندی حکومت وکړی د همد له امله ملاامامانو په خپلو خطبو کې وویل چی د دغه خطر او تهدید د دفعه کولو لپاره باید موږ وسله واخلو او همغه و چې خلک یې د وسلې اخیستلو او جنګولو ته وهڅول.

حتی خلکو ته یې داسې تبلیغات هم کړي د افغانستان او پاکستان  تر منځ  چې کومه جګړه یا جنګ دی، هغه د افغانستان او پاکستان فوځونو تر منځ نده، بلکی هغه د هندوستان ، امریکا او پاکستان تر منځ جګړه ده پاکستان ته هندوستان او امریکا یو ځای شوی او له ډیر وخت نه غواړی چی پاکستان تر خپل تسلط لاندی راولی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply