محترم عبدالقدیر فهیم لـه فانی نړی سترګی پټی کړی

0 781

ډاکتر محمد اسماعیل مین د مرحومی وراره                                                                      ۱۴/۰۵/۲۰۱

محترم عبدالقدیر فهیم لـه فانی نړی سترګی پټی کړی

 

په ډیری خواشینی مو خبر تر لاسه کړ  چی د راډیو افغانستان د پښتو   ژبی پخوانی تکړه او غښتلی نطاق او مطبوعاتی ، محترم عبدالقدیر فهیم د دوشنبی په ورځ د 2018 کال د می په اوومه نیټه ، د امریکا  د  ورجینیا په ایالت کښی له دې فانی نړی سترګی پټی کړی ، روح دې ښاد او فردوس جنت دې ځای وی .امین

انا لله و انا الیه راجعون

 

 

 

لنډه بیوګرافی (2018-1929) د مرحوم عبدالقدیر فهیم

مرحوم عبدالقدیر فهیم د مرحوم تورنجنرال محمد شاه خان ځوی دئ چی د اګست په 23  په کال 1929ع  د تره خیلو په کلی کی سترګی نړی ته خلاصی کړی . دینی زده کړی په خپل کلی کی وکړی او بیا په حبیبی لیسه کی چی هغه وخت شهر آرا کی وه پیل کړی. دې یو ډ یر ذهین ماشوم وه نو کله چی په دریم ټولګی کی وه نو د ادبیاتو سره یی مینه زیاته شوه. د خدای بښلی به ویل چی کله به ما کوم مضمون، شعر یا مقاله لوسته نو د د مرحوم استاد صوفی اسلام خان مین چی دپښتو استاد به ډیره خوښه شوه نو هغه به د ې نورو لوړو صنفونو ته بیوه او هلته به یی لـــــــه د نه لویو زده کونکو مخ کښی دره وه او د شعر دکلمه پری کوله او مقاله به یی پری لوستله.

کله چی لسم ټولګی ته ورسید په کال ع 1952 له مطبوعاتو سره یی علاقه پیدا شوه ، او د هغه وخت د راډیو کابل سره چی هغه وخت په پل باغ عمومی کی موقیت درلود او اوس د مندوی په خوله دا تعمیر اوس هم شته   پارټایم (پس له وخته) کار یی پیل کړ او تر 1957 دوام ورکړ. چی په دي دوران کی یی ډیری ادبی ټوټی لیکلی او ژباړیی کړی چی ده هغه وخت په مطبوعاتو کی چاپ شوی دي( د کابل وزینه مجله اونور…

په کال (1957/2 -1962 /6 ع  )  د ځوان ژورنالست په توږه راډیو ماسکو ته د پښتو او پښتون نطاق   او لیکوال په توګه  د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور د ریاست لـــــه خوا مقرر شو . مرحومی په دي موده کی ډیری ژباړی کړی او ډیر مضامین یی لیکلی او ډیر ادبی . مستند او هنری فلمو نه یی ژباړلی او په خپله یی ویلی (نریشن )هم دي .

په( 1959-1962 کال) کی یی د ماسکو د ژورنالیسزم له انستیتوت نه د بی – ای ډیګری هم په عالی درجه تر لاسه کړی . پاتی دي نه وی چی په همدی وخت کی یی د رحمان بابا شعر- سبک او لیرلود یی د پوشکین د روسی ادب له کلاسیک شاعر سره پر تله کړی ده .

له (1962/6 -1964/11 ع)  د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د کلتور ریاست مسلکی غړی وه .

د(1964/11 -1966/2 ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنیو اړیو د ریس په حیث کار کړی دئ . چی مسولیت یی د کلتور پروګرامونو جوړول او له نورو ملکو نو سره یی شریکول او ور پیژندل وه ، چی افغان کلتور یی نورو ته دیر ښه ور معریفی کړی وه .

(1966/2 – 1967/6) راډیو افغانستان ته تبدیل او د نړیوالو خپرونو عمومی ریس مقرر شو. او مسولیت یی سربیره پر ورځنی خبرونو ، د افغانستان د فرهنګ ، تاریخ او د تاریخی ځایونو   معریفی کول او بهرنیو ته ور پیژندل وه .

(1967/6 – 1969 /3)  د راډیو افغانستان د ټولو خپرونو د عمومی ریس په حیث یی کار کړی دئ . چی مسولیت یی د ټولو خپرونو رهنمای او څارل وه .

(1969/3 -1970/3)  د عسکری مقدس خدمت ته لاړ او د بیرغ لاندی وجیبه یی تر سره کړه .

(1970/4 – 1972/3)  د پښتو ژبی د ودی د انستیتوت د معاون په ټوګه مقرر شو.

(1972/3 – 1973/3)  د باختر آژانس د پښتو ژبی نشراتو عمومی ریس ، چی مسولست یی د پښتو ژبی  د ټولو دولتی نشراتو ژبنی ارزونی وی او څارنی وی .

(1973/4 – 1975 / 4)  د افغانستان د دولت له خوا په تهران رادیو کی د پښتو پروګرام  جام جم  د پیل کولو لپاره مقرر شو او هلته یی د پښتو ژبی نشرات پیل کړل . په همدغه وخت کی یی د پښتو ژبی د پروفیسور په توګه د ایران په کلتوری بنسټ الیزابت بلیور کی د ما فوق اسانس شاګردانو ته پښتو درس ورکول هم پیل کړل .

(1975/4-1975/12) کابل ته راغی او اطلاعات او کلتور وزارت کی پاتی شو.

(1975/12-1982 /3) په دولت کی د چپیانو د موجودیت له امله د داودد خان د دولت د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه یی استعفا وکړه او په یو خصوصی شرکت (میرز سرویس) کښی یی د معاون په ټوګه په دنده پیل وکړ.

(1982/4/6 -2006/1) په آشنا راديو کښی  په کار پیل وکړ. چی یو د پښتو ژبی د څانګی د بنسټ ایښودونکو څخه وه او دهغه وخت په سختو شرایطو کښی د افغانستان د مبارزینو او د روس د یرغل په مقابل کښی د افغان ولس د مقاومت او قربانی خبرونه د راډیو له لاری د نړی ګوټ ، ګوټ او د افغانانو غوږو ته رسول.

په پنځو ژبو یی خبری کولی یو ډیر غښتلی ژورنالست ، په وطن مین او با تقوی ، سخی او ریښتنی مسلمان وه الله ج دي ورته جنت فردوس ورکړی آمین.

ډیری تقدیر نامی، سرتیفکټونه یی تر لاسه کړی چی د کلام د اوږدیدو له امله یی دلته نه نشروم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply