روژه دې ونیوله / عزت الله ځواب

0 853

ورځې اوږدې دي لېونۍ؛ روژه دې ونيوله
خدای دې قبوله کړي جلۍ؛ روژه دې ونيوله
مکروه دې نه کړه؛ د ملا خبر دې ومنله!
پکې دې را نه کړه خولګۍ؛ روژه دې ونيوله
ته ماښامی هم د سعودي په خرماګانو کوه!
شات، ملائي، پنېر، هګۍ؛ روژه دې ونيوله!
مهربانۍ باندې به ډېر خلک جنت ته لاړ شي
بې غير د ژوند له بربادۍ؛ روژه دې ونيوله
سترګې په سترګو شو خو ژر دې سترګې واړولې
مسکا دې هم نه کړه ډالۍ؛ روژه دې ونيوله!
پر لاره تلای نه شې؛ نو تاته يې خوړل روا دي
تا باندې نه کېږي بوډۍ؛ روژه دې ونيوله!
ځوابه راغلې پيشنمی دې ميکده کې شولو!
وزانګه! ووهه ټالۍ؛ روژه دې ونيوله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply