دفاع وزارت په پروتو لغتې وهي 

0 631

دفاع وزارت په پروتو لغتې وهي 
ترهګر هومره نه دي زورور، څومره چې موږ کمزوري يوو

هلمند له تېرو څو کالو راهيسې ناقراره دی. غزنی له څه مودې راهيسې د سقوط پر کرښه ولاړ دی. روزګان تر غزني په بد حالت کې دی او فراه په تېرو څو ورځو کې دوه ځله تر سقوط پورې ورسېده.

د فراه د ښار بېلابېلې حوزې يو په بل پسې سقوط شوې، والي يې وتښتېده، پرېمانه سرتېري او عام وګړي مو شهيدان او ټپيان شول.

د بغلان تالا و برفک ولسوالي چې سقوط کړی، تر اوسه د ترهګرو په لاس کې ده.
د فارياب بل‌چراغ او د غزني ځينې نورې ولسوالۍ سهار له حکومت سره وي، بېګا پرې د طالبانو بيرغ ولاړ وي.

د غزني اجرستان، اب‌بند، اندړ، زنخان او نورې ولسوالۍ له څو ورځو راهيسې محاصره دي. د ښار د ساتنې د کمربند پوستې راټولې شوې او جګړه د ښار تر لمنو پورې رارسېدلې ده.

د غزني اوسېدونکي وايي، داسې شپه نه تېرېږي چې د ښار په لمنو او کله کله د ښار په منځ کې د ترهګرو او سرتېرو تر منځ درنې نښتې نه کېږي.

د روزګان خاص روزګان او چوره ولسوالۍ همدا له څو ورځو راهيسې محاصره دي او شېبه په شېبه يې د سقوط اندېښنې زياتېږي.

د هېواد داسې ولايت نه‌شته چې بشپړه ارام يې وبولو، درې څلور داسې ولايتونه به وي چې زياتې سيمې يې ارامې وي، د ډېری ولايتونو ولسوالۍ سقوط دي، خو امنيتي او دفاعي ارګانونه لا هم پر وسله لاس وهي او ادعا کوي چې د دوی پسرلني عمليات د ترهګرو تر هغو، ډېر قوي او بې‌جوړې دي.

دغو روانو ناامنيو په درست هېواد کې خلک په رواني ناروغيو اخته کړي دي. حتا د کابل په تر ټولو خوندي سيمه کې هم څوک ځان خوندي او ارام نه بولي.

ښايي په تېرو څو کالو کې به کابل کله دومره نه وي ناامن شوی، څومره چې اوس دی.
د ښار له برچي نيولې، تر شهر نو، وزير اکبر خان او شش درک پورې ځانمرګي او چاودنې کېږي. ګرين زون اوس د ښار تر ټولو ناامنه سيمه بلل کېږي.

ارګ ته څېرمه سيمې بشپړه يوې نظامي اډې ته ورته شوې دي. سړکونه يې يا مکمل د خلکو پر مخ تړل شوي، يا يې د سړکونو په منځ کې درنې ډبرې ايښې او لارې يې بندې کړې دي، ګام پر ګام کلکې تلاشيانې روانې دي، خو په دې هر څه سربېره، بيا هم په بمونو او وسلو بار ځانمرګي د ښار تر ټولو خوندي سيمو ته، تر هر چا په اسانۍ رسېږي.
روانو ناامنيو په دې سربېره چې خلک يې وار خطا کړي دي، کاروبارونه او سوداګرۍ يې تر بدو بترې کړې دي او هر دويم کس اوس په دې لټه کې دی چې څنګه لاره ومومي او له هېواده ووځي.

د تېرو کلونو په ناامنيو کې افغانستان پرېمانه پانګوال له لاسه ورکړي وو، خو هغوی چې لا هم پاتې وو، اوس تر هر څه تېر دي، خو لومړيتوب دې ته ورکوي چې څنګه سر ژوندی وباسي.

په دې هر څه سربېره، د ملي دفاع وزارت وايي، طالبان د دوی له زوره نه دي، هيڅ سيمې نه‌شي نيولای او که يې ونيسي، ساتلای يې نه‌شي.

د ملي دفاع وزارت وياند محمد رادمنش وايي، د دوی سرتېريو چې کوم عمليات پيل کړي دي، دغه عمليات تهاجمي دي او دوی پکې له خپل ټول ظرفيته کار اخلي.
دی وايي، په دغو عملياتو کې له توپچي او هوايي ځواکه هم ګټه اخلي.

د نظامي چارو کارپوه کمال سرباز وايي، دی حيران دی چې ملي دفاع وزارت تهاجمي څه ته وايي؟
دی وايي، تر اوسه يې له رسنيو داسې راپور نه دی اورېدلی دی چې سرتېري دې له قرارګاوو وتلې وي، د شپې دې يې چېرته پر طالبانو چاپې وهلې وي، لاس تړلي دې يې نيولي وي او يا دې يې همالته وژلي وي.

د ده په خبره، داسې خبر هم نه دی اورېدل شوی چې سرتېري تللي چېرته يې د طالبانو د تګ پر لاره هغوی ته کمين نيولی او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده، خو دا خبرونه بيا هر وخت اوري چې طالبانو پر پلانۍ ولسوالي بريد وکړ، پلانۍ سيمې سقوط وکړ او لا تر اوسه مرستندوی ځواک سيمې ته نه دی رسېدلی.

د فراه اوسېدونکی حاجي خدایداد وايي، څو ورځې وړاندې لا خلکو چيغې وهلې چې فراه سقوط کوي، حالت خراب دی، خو وايي، بله شپه چې بريدونه پيل شول، د دې بلې ورځې تر مازديګره مرستدونی ځواک سيمې ته نه و رسېدلی.

د غزني حبيب الرحمان اندړ وايي، د دوی ولسوالي له ډېرو ورځو راهيسې محاصره ده، خو سرتېري له ښاره دباندې نه‌شي ور وتلای.

دی وايي، کله کله سرتېري له غزني ښاره لښکرکشي وکړي، خو د ښار تر اورزو سيمې پورې چې رسېږي، مجبوره شي، بېرته راوګرځي.

د غزني او پکتيکا تر منځ لويه لاره له دوو اوونيو راهيسې د خلکو پر مخ تړلې ده او طالبانو پکې لويې لويې کندې جوړې کړې دي.

د سياسي چارو شنونکی وحيد پارسا وايي، د امنيتي او دفاعي ارګانونو دغسې پر ځنډ او بې‌خونده ځواب پر خپلو امنيتي ارګانونو د خلکو باور ختم کړی دی.

دی وايي، دفاع وزارت چې ادعا کوي چې له ټول ظرفيت څخه د دښمن پر وړاندې کار اخلي، دا په لوی لاس پر ځان عريضه ده.

د ده په خبره، خلک چې دغه روان حالت او يو په بل پسې د سيمو سقوط ويني او بيا د دفاع وزارت دا خبرې اوري چې همدا يې ټول ظرفيت و، د راتلونکي په اړه بشپړه ناهيلي کېږي.

پارسا وايي، په دغسې حالاتو کې چې سيمې يو په بل پسې له لاسه وځي، يا لاس په لاس کېږي او د دښمن تبليغاتي جګړه هم په درز کې روانه وي، امنيتي او دفاعي ارګانونه بايد د خلکو د ډاډه کولو لپاره خونړي عمليات وکړي او په تبليغاتي برخه کې پرېمانه تبليغات وکړي چې د خلکو باور ورغېږي، خو د ده په خبره، په اوسنيو حالتو او د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ادعاوو، ولس نور هم له اروايي پلوه ځپل کېږي او پر حکومت يې باور خامېږي.

خو د سياسي چارو شننوکی خليل عليزی بيا وايي، طالبان او نور ترهګر هومره نه دي قوي، څومره چې زموږ امنيتي او دفاعي ارګانونه کمزوري دي.

دی وايي، د دښمن تبليغاتي برخه ډېره قوي، خو زموږ هغه صفر ده، ځکه خو طالبان له وړې نښتې لويه خبره جوړه کړي او د خلکو مورال تر بدو بتر کړي.

د ده په خبره، سرتېريو طالبانو ته درنه مرګ ژوبلې اړولې وي، خو يوازې دوی پرې خبر وي، ولس په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې يوازې د ترهګرو د پرمختګ خبرونه ويني او لولي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply