اوربند لکه د شنو بنګړیو شرنګ…/حمیدالله فیضي

0 983

اوربند لکه د شنو بنګړیو شرنګ عجیبه خوند کړي

اوربند لکه نکریزې رنګ په رنګ عیجیه خوند کړي

د افغانستان د دیني علماوو وروستۍ ستره غونډه کې په هېواد کې د جګړې له ښکیلو خواوو د جګړې د بندولو او اوربند غوښتنه وشوه، چې په دې ترڅ کې د ملي یووالي حکومت لومړی دا غږ پورته کړ او د روژې له اوه ویشتمې یې د کوچني اختر تر وروستیو ورځو پورې د اوربند اعلان وکړ.

دغه راز وسله والو طالبانو هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او زیاته کړه چې افغان ولس کولای شي دا کوچنی اختر په سوله او ثبات کې ولمانځي او پرته لدې چې دا ویره ورسره وي چې وسله وال مخالفین به په کوم برید لاس پورې کړي باید د اختر د لمانځنې لپاره تیاری ولري.

له ۲۰۰۱ کال وروسته لومړنۍ خوندور اختر دی چې پکې د جګړې د ښکیلو لوریو له خوا د اوربند اعلان کېږي او دواړه لوري وایې چې افغان جګړې ځپلی ولس کولای شي داځل خپل کوچنی اختر په ډيرو شاندارو مراسمو سره په سوله او ثبات کې ولمانځي.

د لومړي ځل لپاره افغانان هېله مندي ښه یې چې ښایې دا اوربند په تلپاتې اوربند بدل شي او افغانستان کې د دې روژې او اوربند په برکت سره تلپاتې سوله راشي، ځکه افغانان نور له جګړې ستړي شوي او نور د مرموزې، تپل شوې جګړې وس او توان نه لري او الله پاک څخه هم غواړي چې دا اوربند په دایمي اوربند بدل شي.

داپه داسې حال کې ده چې د ټول افغانستان شاوخوا ۳ زره دیني عالمانو هم په وروستۍ ستره غونډه کې، چې د لویې جرګې په خیمې کې یې جوړه کړې وه، له ښکېلو خواوو د جګړې د بندولو او اوربند غوښتنه کړې وه. چې دینې عالمان هم د دینې ټولنې سرلارې او الله پاک ته ګران کسان دي.

که څه هم وسله والو طالبانو ویلي چې پر افغان امنیتي خواکونو به بریدونه نه کوي خو په دې اوربند کې بهرني پوځیان نه شاملېږي، خو افغانان بیا د جګړې له ښکیلو لورو هېله کوي چې ټولو داسې بریدونو څخه مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې د یوه افغان د وینې توییدنې او یا هم زیان لامل کېږي.

شاعر انعام وایي

د دې اختر مزه په څو چنده کړي ورزیاته

اوربند لکه ډیوې سره پتنګ عجیبه خوند کړي

د لومړي ځل لپاره افغان مېرمنو او میندو هم له دې اوربند څخه هرکلی کړی او د جګړې له ښکیلو لورو څخه یې غوښتي چې د خپلو میرمنو او میندو د لوپټو په درناوي کې دا اوربند تلپاتې او د دایمې سولې او ثبات لامل شي. افغانان ډیر خوښ بریښې او اوربند ورته داسې یوه د خوښیو ډکه پېښه ده، لکه د کلونو کلونو تنده چې د آمو سیند په یخو اوبو ماته کړې، ځکه له کلونو کلونو راهېښې په دې لټه کې دي چې د ژوند څو ورځې په اوربند او پرته لدې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ځانمرګي، چاودنې او وژنې خبرونه خپاره شي، تېرې کړي.

وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر طالبانو ته د اوربند اعلان وکړ، وسله والو طالبانو هم په لږ تفاوت اوربند ومانه او دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې اوربند کوي.

طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې دوې ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له ۲۷ د اختر تر ۵ پورې طالبانو ته اوربند اعلان کړ. په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال دا اعلان د سولې لور ته یو ښه ګام بللی دی. طالبانو له خپلو کسانو غوښتي چې د اختر په درو ورځو کې پر هیڅ افغان امنیتي ځواک برید ونه کړي او نه یې په لارو کې د تګ راتګ خنډ شي.

مونږ سوله غوښتونکی ملت یو، افغانانو او افغان حکومت تل هغه لارې لټولي چې هغې کې جګړه او تشدد شتون ونه لري او د سولې، خبرو اترو، جرګو او مرکو له لارې په هېواد کې شته ستونزې حل شي، ځکه له هر ملت او ولس څخه ډیر افغانان سولې ته اړتیا لري. له درېو لسېزو راهیسې افغانان په جګړه کې ژوند کوي، زمونږ هر کورنۍ شهیده او هر کور، ډبره، دیوال، دشته، غرونه او شګې مو شهید، شهید شوې او هرې خواته مو د مرګ اوازې خپريږي، نور دا ملت هیڅ شی نه لري یوازینۍ غوښتنه یې سوله او هغه هم د افغانانو ترمنځ سوله ده.

د افغانستان د ګاونډېو، سیمې او آن د نړۍ ډيرۍ هېوادونه د افغانانو یوالی او سوله نشي زغملی،  افغان حکومت هیچا او هېڅ کوم هېواد سره ستونزه نه لري ، دا چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او زموږ امنیتي ځواکونو او ولسونو له دې هېواد څخه د وینو په بدل ساتنه کړې ، نو چاته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، دا چې په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ، افغان حکومت او افغانان په یوه اواز نارې او سورې وهي چې سوله، سوله، سوله او سوله، په افغانستان کې تلپاتې سوله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply