د نړیوال بانک مرستو ته ځغلنده کتنه / حمیدالله فیضي

0 634

افغانستان تر درې لسېزې جګړې وروسته له ۲۰۰۲ زیږدېز کال را په دې خوا بيا په نړیوالو پروګرامونو کې څرګند شو او د دې وخت په درشل کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ډېرو بدلونونو کتونکي یوو.
که څه هم په تېرو ۱۶ کلونو کې خورا پرمختګونه شوي او افغانستان له نړیوالو څخه په بېلا بېلو برخو کې میلیارډونه ډالر مرستې تر لاسه کړې، خو لاهم ګڼې ننګونې شته چې کولای شي د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه له خنډونو سره مخ کړي.

د راپورونو او مالوماتو له مخې د افغانستان سړي سر عاید له ۲۰۰۲زېږدېز کال راهیسې خورا بدلون موندلی دی، خو بیا هم افغانستان د نړۍ د بې‌وزله هېوادونو په کتار کې ولاړ دی او ۵۴ سلنه وګړي يې د بې‌وزلي تر کرښه لاندې ژوند کوي.
له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راهيسې کله چې نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستو لړۍ پیل کړه په دې ترڅ کې یې د ښوونې روزنې، لار جوړونې، کرنې، برېښنا، روغتیا، وړتیا لوړونې او همدا راز د حکومتي اصلاحاتو په برخه کې په میلیارډونو ډالره بلاعوضه مرستې کړې دي. په نویو مرستو کې د افغانستان د مالیې وزارت او نړیوال بانک تر منځ د ۳۵۰ میليونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د وړیا مرستو يو تړون لاسلیک شو چې موخه یې د اصلاحاتو ملاتړ او د لوږې مخینوی دی.

د دې مرستو ارزښت کولای شو چې په څو برخو ووېشو، لومړی دا چې د افغانستان د حکومته ملاتړ کېږي، دویم دا چې دغه پیسې د لوږې د کچې راکمولو او په پایله کې د اقتصادي ودې او مالي مدیریت د ښه‌‌والي لپاره لګول کېږي.
په زياتو ستونزو او له ننګونو سره مخ شرايطو سربېره، د نړيوال بانک يوې ډلې له دې بلاعوضه نوې مرستې سره وښووه چې له افغان دولت سره د اړتيا وړ خدمتونو د لا ښه‌توب په برخه کې د اوږدې مودې په مخه ژمن دي، خو په بدل کې افغانستان ورسره ژمنه کړې چې د پرمختګونو او د مرستو د دوام لپاره به دا مرستې په رڼه، عادلانه او اړینه برخه کې لګول کېږي.

د مالوماتو له مخې، نړيوال بانک په تېرو ١۶کالونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۳.۸ ميليارډه امريکايي ډالره مرستې کړې دي، خو امنیتي ستونزې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو اغېزې کموي. په بروکسل ناسته کې مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره په غیر نظامي برخو کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د ۱۵.۲ میلیارډه ډالرو مرستې ژمنه وکړه، خو له دې سره سم د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ستونزې زیاتې شوې چې دا ستونزې د دغو مرستو پر ګټو ناوړه اغېز کولای شي.
د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره زیاتو مرستو ته اړتیا ده، خو هغه مهال د دې مرستو اغېز زياتېدای شي چې نړیوالې مرستې په رڼه او عادلانه او له نړیوالو سره د ژمنو پر بنسټ ولګول شي.

ویل کېږي چې څو د هېواد امنیتي وضعیت ښه نه‌شي، پراختیايي او د بیارغونې پروژې په سمه توګه نه پلې کېږي. د هېواد په یو شمېر سیمو کې روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، له دې سره اړتیا لیدل کېږي چې د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره دولت باید جدي تدابیر ونیسي.
پرمختللي هېوادونه خپل مالي امکانات له خپلو داخلي عوایدو تر لاسه کوي، خو هغه هېوادونه چې کورني عواید یې د پرمختیا لپاره بسنه نه کوي، اړ دي چې له بهرنیو هېوادونو او نړیوالو موسسو پورونه وکړي چې ډېری پورونه سخت شرایط لري او باید پورونه له ګټي سره یو ځای بېرته هغه هېوادونو او یا موسسو ته ورکړل شي.

په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه هم شته چې د خپل هېواد اساسي او بنسټي پروژې یې په پیل کې د بهرنیو مرستو او پورونو په مټ بشپړې کړې، بیا وروسته پیاوړي شوي او هېواد یې د اقتصادي ودې داسې یوه پړاو ته رسولی چې پر ځان متکي شوي او بهرنیو مرستو او پورونو ته یې شا کړې ده چې ښه مثالونه یې په اسیا کې مالیزیا، سنګاپور او یو شمېر نور هېوادونه دي چې اوس د پیاوړي اقتصاد څښتنان دي او بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لري.

د بن تر کنفرانس وروسته چې کوم بدلونونه او حکومتونه را منځ ته شول، د افغانستان لپاره یو ډېر طلايي چانس ګڼل کېده، ځکه په لومړي ځل د نړۍ ډېر ستر هېوادونه او ټوله نړۍ د افغانستان تر څنګ ودرېدل، د افغانستان د بیا ابادي هوډ یې وکړ او له افغانستان سره یې مرسته وکړه.
له بده‌مرغه افغانستان لا اوس هم د دې جوګه شوی نه دی چې خپلې اقتصادي او مالي ستونزې پخپله د خپلو کورنیو عوایدو په مټ حل کړي. د شپاړسو کلونو له تېرېدو وروسته اوس هم افغانستان بهرنیو مرستو ته اړ دی او نه‌شي کولای چې له بهرنیو مرستو پرته خپلې ستونزې حل کړي.

د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره د ولس په زړونو کې یو ځل بیا دا هيلې را وټوکېدې چې هېواد به له اوسنیو ستونزو خلاصېږي، د فساد، بې‌عدالتي، بې‌کاري او بې‌وزلي پر ضد به پیاوړي ګامونه واخیستل شي، په ادارو کې به اصلاحات راشي او د ولس په ژوند کې به مثبت بدلونونه را منځ ته شي.
که څه هم اوسني حکومت په دغه موده کې د بدلونونو لړۍ پیل کړې او په زیاتو برخو کې یو شمېر بدلونونه راغلي، هڅې روانې دي چې د بدلونونو لمن نوره هم پراخه شي. په بهرني سیاست کې د دولت د څرګندو لاس ته راوړنو تر څنګ دولت په اقتصادي برخه کې هم داسي اقدامات کړي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې نه دي شوي.

د لاجوردو د لارې پرانيستل، د چابهار بندر د کار پیلېدل، د هرات د سلما بند بشپړېدل، دغه راز د یو شمېر نورو بندونو د جوړېدو د کار پیلول، د کرني د سکټور د پیاوړي کولو هڅې، د ډبرو له سکرو، ګاز، باد او لمره د انرژي د تر لاسه کولو بېلابېلي طریقې، د بنسټي پروژو د عملي کولو هغه هڅې دي چې اوسني دولت د خپلې واکمنۍ په بهیر کې کړې دي.
هيله ده چې د نويو پروژو په پلي کېدو د هېواد کورني عواید زيات او ګران افغانستان د نړیوالو مرستو له اړتیا خلاص شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply