افغانستان د اقتصادي پرمختګ په درشل کې/ حمیدالله فیضي

0 905

د هېواد وګړيو ته د روزګار پیدا کول د اقتصادي اهدافو په سر کې قرار لري. د اقتصاي پرمختګ لپاره دولتونه اړ دي چې له بشري ځواکه د ګټې اخیستنې لپاره لازم فرصتونه را منځ ته کړي، ځکه چې بې‌کاري په ټولنه کې مختلفې ټولنیزې ستونزې زېږوي چې له بده‌مرغه زموږ دولت دمګړۍ لا هم له داسې حالاتو سره لاس و ګرېوان دی.

دولت باید په دې برخه کې د مسلکي او پوه بشري ځواک لپاره توجه وکړي، د کاري فرصتونو د را منځ ته کولو تر څنګ د پانګونې اندازه زیاته کړي، کوچني کاروبارونه غښتلي کړي او همدارنګه د مسلکي پوهې لپاره د دولتي لګښتونو لوړولو له لارې د دې ستونزو د حل لپاره اساسي حل‌لارې پیدا کړي.

همدا رنګه ملت وظیفه لري چې خپل ماشومان زده‌کړو ته و هڅوي او خپله هم د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې ونډه واخلي، د خپل اقتصاد په پیاوړي کېدو د ټولنې اقتصادي حالت ته بدلون ورکړي.

د اقتصادي پرمختګ لپاره
د سنتي اوبو لګونې سيسټم ښه‌والی او په نوي سيسټم یې بدلول، «د کرنې او اوبو لګولو وزارت هڅه کوي چې په افغانستان کې د باراني اوبو او سیندونو پر سر د بندونو په جوړولو سره د ځمکو د خړوبولو په موخه نوی سيسټم را منځ ته او د افغانستان ډېرې شاړې ځمکې د کرنې وړ وګرځوي.»
د ریل‌ګاډي د لارې پراختیا او جوړول، «اوس مهال افغان دولت د ریل‌ګاډي د پټلیو په جوړولو کار پیل کړی او له ځینو هېوادونو سره څه نا څه له دې اسانتیاوو ګټه پورته شوې، خو د ځینو هېوادونو او د افغانستان دننه له ټولو ولایتونو له نښلېدو سره به دا پروژه په راتلونکو کلونو کې بشپړه شي.»

د فرعي سرکونو او لویو مواصلاتي لارو او برېښنا د انرژي جوړول، «د کانونو تر کیندنې او استخراج وروسته توکي باید په ډاډه له یوه ولایته بل او یا هم بهر ته ولېږدول شي.»
د سوداګري د پرمختګ لپاره د اسانتیاوو را منځ ته کول او د سوداګرو پوره ملاتړ کول، «دولت اړ دی چې د سوداګري د پرمختګ لپاره لویې لارې جوړې او د امنیت د خوندیتوب تر څنګ هم د سوداګري کړنو لپاره بشپړه انرژي او صنتعتي پارکونه برابر کړي چې خلک په تولید لاس پورې کړي.»

د پورونو اخيستلو په موخه د اسانتیاوو را منځ ته کول او د پانګونې لپاره د خلکو تشویق؛
«د افغانستان بانک هم د پور اخیستلو او پور ورکولو لپاره پر داسې مقررو باندې کار کوي چې وکولای شي افغانان ډېر اسانه له سوداګریزو بانکونو پورونه واخلي او په کمه ټکټانې سره یې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د غځېدا لپاره ترې ګټه پورته کړي.»
د برېښنایي انرژي د ډېروالي او د بیو د ټیټوالي لپاره هلې ځلې، «اوس مهال چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته برېښنا واردېږي، خو د سلما بند او نورو ۲۹ بندونو په جوړېدو سره د برېښنا بیه ټیټه او د هېواد ګوټ ګوټ ته برېښنا ورسېږي.»
د ځوانانو د وړتیا لوړونې په موخه د ښوونیزو پروګرامونو جوړول، «په تخنیکي او حرفه‌يي زده‌کړو د ځوانانو سمبالتیا چې وکولای شي له دې لارې ټولنې ته د خدمت کولو جوګه شي، ځکه په ټولنه کې د قلم تر څنګ حرفه‌يي زده‌کړې هم د پرمختګ لامل ګرځي.»

د پانګوالو خوندیتوب او د دوی هڅونه چې وکولای شي د افغانستان ۴۰ سلنه بېکاره ځوانانو لپاره کاري چاپېریال برابر کړي؛
«په افغانستان کې د پانګونې د ودې په موخه باید د شپږو اقتصادي سکټورونو «کرنې، کانونو، خدمتونو، صنایع، انرژي او وداني» برخې ته پاملرنه ډېره شي چې په دې وروستیو کې افغان دولت هم د دې برخو د پیاوړتیا په موخه بېلابېل پلانونه او سټراټېژۍ پلي کړې دي.»

د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته بازار موندل، «د افغانستان دولت هڅه کوي چې د بېلابېلو لارو په جوړولو او همدا راز له بېلا بېلو هېوادونو سره د تړونونو په لاسلیکولو سره د افغانستان کرنیز محصولات د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادر کړي چې د افغانستان کرنیز محصولات چې نړۍ یې هم خوښوي په بېلابېلو هېوادونو کې د لاس‌رسي وړ وي.»
اقتصادي چاپېریال د ځانګړي امن او مناسبې وضعې په شتون کې را منځ ته کېدای شي او پرته له یو سالم چاپېریاله هیڅ ډول اقتصادي هڅې د پرمختګ هسک ته نه‌شي رسېدای، هله به اقتصادي چارې سمې تر سره شي.

د غښتلي نظام پر درلودو سربېره امن، ثبات، ټولنیز پرمختګونه، د وګړيو د ژوندانه د کچې لوړوالی، د منظمو بازارونو درلودل، د اقتصادي چارو د غښتلي کېدو په موخه حتمي او اړین شرایط دي، خو د دې تر څنګ د غښتلو نظریو، کارپوهانو او بریالیو پاليسیو په شتون کې د یو هېواد اقتصادي بهیر د کمال او پرمختګ درجې ته رسولای شي.
د افغانستان دا هيله هم هغه مهال په حقیقت بدلېدای او د پرمختللو اقتصادي هېوادونو ډګر ته ور دانګلای شي چې د پورتنیو موضوعاتو په پلي کېدو اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي او د يوه پرمختللي هېواد په توګه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې ځان مطرح کړي.
افغانستان د ۳ ټريليون امریکايي ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري چې لا هم ترې ګټه نه ده پورته شوې او د دې زېرمو په سپړلو افغانستان ډیر ژر د پرمختللو هېوادونو په کتار کې درېدای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply