مصنوعي الماس په ۹۰ سلنه تخفيف بازار ته راځي

0 622

د اصلي الماسو يو قيراط په څلور سوه زره افغانۍ دی، خو تر دې وروسته تاسې کولای شئ چې کټ مټ د همدې الماسو په څېر د مصنوعي الماسو يو قيراط په څلوېښت زره افغانۍ وپېرئ.
دغه الماس د ډي بیيرز په نامه يوې کمپنۍ په لابراتوار کې جوړ کړي دي او په ډېره سخته يې توپير له اصلي الماسو سره مالومېدای شي.

ډي بييرز له يو سل او دېرشو کالو راهيسې د نړۍ په کچه د الماسو کاروبار کوي، خو دا لومړی ځل دی چې مصنوعي الماس جوړوي او بازار ته يې وړاندې کوي.
د دغې کمپنۍ مشر بروس کليور وايي، دوی دغه الماس په لابراتوار کې په څو ورځو کې جوړوي.

د ده په خبره، دوی د کاربن يوه وړه ټوټه په ماشين کې ږدي او بيا سخت فشار ورکوي.
وروسته بيا همدې کاربن ته د مېتان او هايډروجن ګاز په واسطه درې زره سانټي ګراډ درجې تودوخه ورکوي او په وروستۍ مرحله کې ورباندې تېزه هوا ورخوشې کوي چې الماس صاف او شفاف کړي او تر هغه وروسته بيا بازار ته وړاندې کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply