پر کورنیو چارو وزارت ډله ییز ترهګریز برید د شننۍ په هنداره کې

0 568

ودان روښان

د کورنیو چار وزارت پر نوې ودانۍ د غبرګلي نهمه لسو ځانه مرګه بریدګرو داسې مهال برید وکړ چې بریدګر د تورو ښیښو خورا ګرانه بیه موټرو کې د برید ترځایه رسول شوي وو.  سره له دې چې د کابل ښار ان ډېرو خوندي ځایونو کې ځانمرګه بریدونه نوې خبره نه ده او تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې څو څو ځله تکرار شوې وې خو ددغه برید څرنګوالی او ځای ځای ګی ځینې نوې نښې نښانې له ځانه سره لري چې په تعبیر او تفسیر ارزي.

په لومړي ګام کې دغه برید داسې ځای شوی چې پخوا دغلته د ځان مرګه بریدګرو هغه هم په دومره لوی شمېر کې رسول ناشوني وو، په دې مانا چې پخواني ځانمرګه بریدونه ترډېره د ښار په هغو سیمو کې شوي چې ترهګر په اسانۍ ورته رالېږدل کېدی شول لکه د کابل ښار پرلودیځه څنډه، لکه ارغندې او پغمان مشرف و یانې کانتینینتال، خوشال مینې، قرغې او نورسیمو کې چې په اسانۍ ورته له ښاره بهر سیمو ترهګر، مهمات او نور اړتیایي توکي رالېږدول کېدی شول. یا هم د دارالامان سرک غاړو سیمو کې چې پر ریشخورو، للندر او چاراسیاب مشرف دي. یاهم هغه سیمې چې د ښار پر سویلي او ختیځو څنډو لکه سهاک، شیوکي، بګرامي، خاک جبار، څرخي پله او هوتخیلو مشرف دي لکه پل محمود خان، ششدرک، مکرریون او دې ته څېرمه سیمې چې ترهګر ورته په اسانۍ را لېږدول کېدی شي. داسې انګرېنه هم وه چې ترهګر له بریدونو وړاندې هدف ته ورڅېرمه سیمو کې ځای پرځای او بریدونو ته چمتو شوي وو، خو برید داځل داسې ځای شوی(د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ)چې له یادو زیانمنونکو سیمو ډېره لرې پرتهده. دا څه شی ښیي؟ دا ښیي چې برید په ډېره لوړه کچه چې له تردید پرته نه یواځې یوې ځواکمنې بلکې څو استخباراتي شبکو په ګډه پلان او عملي کړی و که سپینه یې ووایم دغه برید ای اس ای، د روسیې او ایران استخباراتو په ګډه پلان او عملي کړی دی، دا ځکه چې د  برید له پاره دومره ګران بیه موټرو چمتو کول او د برید ترځایه له وسلو سره د لسو بریدګرو رسول د کورنیو ترهګرو لکه حقاني شبکې او طالبانو له وسې خو بیخي لرې خبره ده بلکې مالي لګښت یې ښایي د یوې استخباراتي شبکې په توان کې وي خو عمل ته تېرېدل بیا باید د څولاسونو کار وي.  

زه باوري یم چې تکتیکي قدمه یانې د ترهګرو روزل، چمتو کول او د ښار ترڅنډو رسول د ای اس ای کار دی، خو تر اریا ښارګوټي چې د هوایي ډګر ۸۰ متره سرک ته څېرمه د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ پورې د ترهګرو رسول او دغلته ځای پرځای کول بیا د روسانو او ایرانیانو ګډ کار دی ځکه دغه ځای ته نږدې ایران پلوي پراته دي او ایراني استخبارات په هغو سیمو لکه درېیمه کارته، پل سرخ، دښت برچي، ده بري، تایمني او چارکلا کې په بېلابیلو نومونوبنسټونه او موسسې اداره کوي او د یادو سیمو له اوسېدونکو یې هم پریمانه جاسوسان ګومارلي نو ځکه خو ویلی شو چې ترهګر د ایراني استخباراتو پر مټ ځای پرځای شوي دي. څرنګه ترهګر په ګران بیه موټرو کې د برید ترځای لېږدول شوي نو دا اسانتیا بیا روسانو برابره کړې ده.  

د برید له پاره د چمتووالي پروخت د امنیتي ځواکونو حالت او وضعیت او په ټوله کې امنیتي تشه هم ښه کره په ګوته او ګټنه ترې شوې ده په دې مانا چې د ترهګرو ملاتړو دا مالومه کړې چې د تورو ښیښو ګران بیه او بې لمبر پلیټه موټرو کې هغه چارواکي او زور واکي تګ راتګ کوي چې پولیس یې د درلو او پلټنې توان نه لري او نه هم هغه د بازاریانو په وینا:« په پولیسو جمپ نیسي» نو ځکه د برید له پاره دغه ډول موټر غوره شوي وو. دغه ډول بریدونه یا ستر مافیایي باڼدونه هغه وخت کوي او د دومره لوړ لګښت ریسک مني چې په بدل کې یې څو برابره زیاتې ګټې ته خنډلې وي لکه کابل ښار کې چې د پخواني دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ د کور غلا ته چې د مافیا مشهور سرلاري قسیم فهیم پلان جوړ او پر خپلو بړېڅو، حبیب استالف او رییس خدایداد یې عملي کړ. په هغه غلا کې د لوړې بیې له درې یا څلورو داسې موټرو ګټنه شوې وه چېټیک د رحیم وردګ د ورځنۍ کارونې موټرو ته ورته وو. هلته هم دوه موخې وې یو خو فهیم ځکه پر رحیم وردګ په غصه او خپل غچ یې ترې واخیست چې حامد کرزي دده( فهیم) پرځای د دفاع وزیر ټاکلی و او بله دا چې وردګ هم ښه ډېره غلا کړې وه او ډېرې پیسې او شته یې په کور کې ساتلي وو نو ځکه خو د مافیا مشر(قسیم فهیم) ته جوته وه چې دا مړۍ په دغه لګښت ارزي نو ځکه یې دومره لګښت ته اوږه ورکړه او له بله پلوه یې ورګ هم وپوهاوه چې په دفاع وزارت کې دده له کسانو سره کار ونه لري که نه نو بیا دده سر ته هم خطر پېښېدی شي، پر همدغه دلیل نه چا هغه مسله وڅېړله او نه هم ورګ صاحب په دفاع وزارت کې د پام وړ بدلون راووست او ترپایه هسې لکه مولۍ ناست و.

خو راغلو دې ته چې په ترهګریزو بریدونو کې د داډول موټرو کارونه د وړو شبکو کار نه دی بلکې دا د لوړې کچې شبکې دي چې د خپل پیغام رسولو په موخه بیا چندان د لګښت خیال نه ساتي، ځکه هغه ګټه چې دوی ورته ستګې ډومارلي هغه د خپل پیغام رسول دي.

رښتیا ولې دې درې لورو دغه ډول برید پلان او عملي کړ؟ ځواب روښانه دی او هغه دا چې د افغانستان په بربادي او ورانۍ کې ای اس ای موخه خو مالومه ده او ټول پرې پوهېږي چې پاکستان پر خپل ستراتېژیک عمق د افغانستان بدلولو او په کابل کې د لاسپوځي رژیم له واکمنولو په لږ شي نه قانع کېږي. ایران هم د اوبو په اور کې سوځي او غواړي د تل له پاره د افغانستان اوبه وړیا ګړوت کړي نو ځکه خو په ټول ځواک هڅه کوي افغانستان د ارامۍ سا وانخلي که چېرې افغانستان امن شو نو بیا خپلې اوبه وړیا نه ورپرېږدي.

او روسانو چې په سوریه کې له امریکې میدان ګټلی اوس غواړي د نړۍ هره ګوټ کې چې وي د امریکا ګټې وننګوياو امریکایانو ته سرخوږی جوړ کړي نو ځکه خو کرار نه کیني. ځینې لنډ فکره بیا وایي چې افغان چارواکو ته نه ښایي افغانستان د سترو ځواکونو په نیابتي جګړه بدل کړي په اصولو کې خو دا سمه خبره ده خو که یې څوک ومني! زه باوري چې که افغان چارواکي روسانو، پاکستانیانو او ایرانیانو ته نعوذ باالله قران کریم له پاڼو سره هم وخوري چې افغان خاوره به د هغوی پر ضد نه کارول کېږي، خو هغوی ځکه له لاسوهنې لاس نه اخلي چې خپله ګټه په همدې(لاسوهنه) کې ګوري.        

د دغه برید لوست:

۱ – په کورنۍ برخه کې: اوس هغه وخت رارسېدلی چې لږ تر لږه په کابل ښار کې نوره د زورواکو او خپلسري کمبله ټول شي او د کابل پولیسو او ګارنیزون ځواک پیاوړی او واک یې ډېر شي. د کابل ښار په مهمو ځایونو او څلور لارو کې د ګارنیزون ښې سمبال پوستې ځای پرځای شي چې که کوم زورواکي د درېدو او پلټنې امر ونه مانه  له ځنډ پرته دې په توغندي وویشتل شي خدای دې وکړي چې وزیر وي، د کومې ډلې مشر، وکیل یا بل هر زورواکی چې وي که یو یا دوه له دغه ډول چلند سره مخ او احساس یې کړه چې قانون ماتونه یې بې ځوابه نه پاتې کېږي نو بیا به وګورﺉ چې څنګه قانون ته غاړه ږدي.

په دویم ګام کې د ضد اطلاعاتو سیستم باید پیاوړی او ډېرې پیسې او انساني تکړه ځواک ورته ځانګړي شي، ټول ښار، هره کوڅه، څه چې هر کور باید تر کلکې څارنې لاندې ونیول شي. ښکاره ده چې دغه کار ډېرو پیسو ته اړتیا لري چې نړیواله ټولنه باید اوږه ورکړي دا ځکه چې د امریکې نړیوال سیالان له هغې سره خپله جګړه په افغانستان کې مخته وړي، نو ځکه خو دوی باید دغه لګښت ومني.

په دې برخه کې یو ځل بیا خپل پخوانی وړاندیز تکراروم او هغه دا چې افغان استخبارات باید ځانونه د ورته عمل یا ځواب جوګه کړي او په هره بیه چې وي په بدنیته او دوښمنو هېوادو کې ځان د ورته عمل له پاره چمتو کړي، که ایران طالبان لمسولی شي موږ هم باید بلوڅانو، کردانو، اذریانو، سنیانو، مجاهدین خلق او د ایران نورو ناراضي ډلو سره مرسته وکړو، د ایراني اخوندانو مخالفینو سره ان لږ مرسته هم ایرانیانو ته سرخوږی جوړاو هغوی په عقل راووستلی شي. پاکستان کې خو هر کار ډېر اسانه دی یوازې پیسې غواړي، هیڅ چاودنه او ځانمرګه برید چې رېښه یې تر ای اس ای ورسېږي باید بې ځوابه پاتې نه شي او روسانو ته هم که خپله روسیه کې نه وي نو د ګټو په سیمو کې خو ورته د سرخوږي جوړول ګران کار نه دی، په طویل دره کې اورپکي په دوو پښو ناست دي یوې اشارې ته سترګې پر لار دي چې له کومې خوا لږ شانته مرسته ورورسېږي اوربلولی شي او بلوي یې هم، خو لومړی باید دغو هېوادونو ته دغه پیغام په کره بڼه وروسول شي چې تاسې هم خوندي نه پاتې کېږﺉ.

ځینې به ښایي دغه عمل خطرناک وبولي خو زه وایم د هغوی چې څه په وس پوره دي دریغ نه کوي، زموږ خو یې بیخ وایسته پرېږده چې هغوی یې هم خوند وڅکي.  

په بهرني اړخ کې: اوس امریکا هم پردې پوهېږي چې سیالان یې دلته بوخت دي دوی هم باید د هغوی حرکتونو څارلو په موخه خپل ضد اطلاعات څو ځله زیات کړي چې په دې سره به هم د دوی او هم د افغانانو ګټې خوندي شي.  

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply