افغانستان د سیمي هېوادونو د سرټکی / نوید احمد څرک

0 438

د افغان حکومت بهرني سیاست ته ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان او ایران حیران پاتې دي چې څنګه یې په کمه موده کې د سیمې او نړۍ هېوادونو پام ځان ته را اړولی او هره غونډه کې افغانستان د بحث موضوع وي او زیات تمرکز پر دې وي چې څنګه کیدای شي د افغانستان سوله او ثبات ته حل لار ولټوي.

د جون نهمه شانګهای

تېره اوونۍ د چین په پلازمېنه بیجنګ کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیران سره جرګه شوي و او په دې بحث شوی چې څنګه کیدای شي د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې ورغیږي او پاکستان له افغانستان سره همکاري وکړي.

د شانګهای غونډې د همغږۍ دا ناسته چې په بیجنګ کې جوړه شوې افغان حکومت پکې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې تر څنګ د سولې او شانګهای سازمان کې د ګډون غوښتنه کړې.

د شهانګهای سازمان چې اوه دایمي غړي او څلور ناظر هېوادونه لري د جون په نهمه به پلازمېنه بیجنګ کې جوړه شي او د ناستې تمرکز به هم په افغانستان کې په سوله، ثبات، له ترهګرۍ سره په مبارزې او ګډو پروژو باندې ورټول وي.

د شانګهای لپاره د همغږۍ په درې اړخیزه کې پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې د اړیکو د ښه کیدلو او همکاریو پراختیا لپاره به له کابل سره همکاري کوي چې دایمي سولې ته ورسیږي او په دې برخه کې چین هم پرې ټینګار کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د شانګهای غونډه کې د چین ولسمشر شي جنګ پنګ د جون په نهمه او لسمه ګډون وکړي او د شانګهای له غړو هېوادونو به وغواړي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره رښتنې مبارزه وکړي.

افغانستان اوس د شانګهای غونډې ناظر هېواد دی او چین سره په دې تړاو هڅې روانې دي چې دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

افغانستان کې د چین لیوالتیا

چین ځکه له افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې لیوالتیا لري چې چین په افغانستان کې د مهمې پروژې لري او راتلونکي کې د داسې پروژو لکه د وریښمو لار، یو کمربند یوه لارې تر څنګ افغانستان له اروپا سره د سیمه ییز اتصال په توګه وکاروي.

چین چې د افغانستان یو ښه ګاونډی هېواد یادیږي، اوس تر بل هر وخت د افغانستان په مسله کې راښکیل شوی، د سولې د خبرو تر څنګ د کابل او اسلام اباد د سولې په تړاو هر اړخیزې هڅې کوي، چین دا کار د دې لپاره کوي چې د افغانستان ثبات کې خپلې ګټې ګوري او په دې باور دی چې که افغانستان کې بې ثباتي وي، د دوی ډيرې پروژې له ناکامۍ سره مخ کیږي.

چین د یو کمربند یوې لارې لپاره زیات تبلیغات کوي او د دې لارې د سرته رسولو لپاره زیاته بودجه لري، خو دا چې اوس وضعیت اجازه نه ورکوي، اروپا سره د نښلیدو لپاره د افغانستان ثبات غواړي.

چین د دې هڅو تر څنګ له افغان ځواکونو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي او د دې تر څنګ یې په ټولنیزو برخو کې افغان دولت او افغانانو ته لاس ورکړی چې هیرول به یې ناانصافي وي.

اوس افغان حکومت له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره داسې سیاستونه وکړل چې د ټولو پښه یې افغانستان کې بنده کړه، شریکې پروژې او شریکې ګټې یې رامنځ ته کړي، نو هېوادونه اړ دي چې د مشترکو ګټو لپاره مشترکه مبارزه او همکاري وکړي.

د افغان ـ اندیا ملګرتیا

هند هم په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان زیات تمرکز لري او په دې هڅه کې دی چې افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي او د دې کار لپاره یې د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو لکه، روسيې، چین، ایران او امریکا غوښتنه کړې چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې دې د افغان ځواکونو لاسنیو وشي.

هند په دې برخه کې له افغان ځواکونو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي او لا ډيرکار کوي چې څنګه کیدای شي د افغان ځواکونو لاسنیوی وکړي، لکه تازه چې د هند د ملي امنیت شورا سلاکار راجندرا کېهنا له افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د افغان ټپي سرتېرو درملنه به کوي او پوځي روغتونونو لپاره به تجهیزات رانیسي.

دواړو سیالانو د سه شنبې په ورځ سره کابل کې لیدلي او هند ژمنه کړې چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دی او د سولې لپاره به هم خپلې مرستې و نه سپموي.

دا ناسته وروسته له هغې ترسره کیږي چې څه موده وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار هند ته تللی و او هلته یې له هندي چارواکو سره د افغانستان په سولې او ثبات خبرې کړې وې.

افغان حکومت په دې پوهیږي چې د سیمې پياوړي هېوادونه لکه چین او هند کولای شي، په افغانستان کې د افغانانو د لاسنیوي تر څنګ په نورو ډيرو برخو کې مثبت واقع شي او افغان حکومت په بهرني سیاست کې دې هېوادونو ته ځانګړی ځای ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply