د افغانستان ټولو ولایتونو ته حکومتي پلاوي استول شوي /همایون نایل

0 762

له تېرې یوې میاشتې را په دېخوا د حکومت له خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د سلاکارانو په کچه په ټول هېواد کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته د خلکو د هڅونې په موخه بېلابېل پلاوي استول شوي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي حکم له مخې د هېواد اکثریت ولایتونو ته څو کسیز پلاوي د دې لپاره استول شوي چې د راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې روانه پروسه ګړندۍ او زیات شمېر هېوادوال پکې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې تقریباً میاشت په پوره کېدو وه؛ خو دغه پروسه خورا تته په مخ تله او د نوم لیکنې لپاره د خلکو ګډون خورا کم رنګ و چې اندېښنې یې راپارولې وې.
لومړی خو د امنیتي وضعې له امله اندېښنې وې چې ګواکې دغه پروسه به له همدې امله کمرنګه شوې وي؛ ځکه ضدو نقیص خبرې کېدې. د حکومت د اجرایه ریاست له خوا د دې لپاره چې په ناامنه سیمو کې څوک نه شي کولای له سټکر لرونکو تذکرو سره تګ او راتګ وکړي، د کاپي تذکرو پر شا د سټکر د لګولو وړاندیز وکړ چې د ولسمشر له خوا ومنل شو؛ خو دا چې د شفافیت اصلیت یې نه شو ساتلی، د اجرایه رییس په ګډون، ولسمشرۍ ماڼۍ او ګڼو دولتي ادارو یو ځل بیا په اصلي تذکرو د سټکر لګول تایید کړل او په کاپي تذکرو له سټکر لګولو تېر شول.
د تابعیت د تذکرو نه لرل بله هغه ستونزه له پلازمېنې کابل نیولې، د ولایتونو تر مرکزونو او لرو پرتو سیمو پورې، په خورا لوړه کچه محسوسېده، له همدې امله د ثبت او احوال نفوس ادارې د تابعیت د کاغذي پاڼو د وېشلو په موخه ګرځنده مرکزونه رامنځته کړل چې په ولایت، ولسوالیو او کلو کې به ټولو هغو خلکو ته چې له دې وړاندې یې هویت پاڼې نه درلودې، تذکرې ورکړي او همزمان یې د سټکر لګولو بهیر هم ور مل کړ.
له بده مرغه دغه د تذکرو د وېش لړۍ نا انډوله وه، داسې چې یو شمېر ولایتونو ته پرېمانه د تذکرو فورمې استول شوې وې او نورو هغوو ته بیا ډېرې کمې چې ان په نشت حسابېدې، په دې بهانه چې هلته یې استول د امنیتي ګواښونو له امله ستونزمن دي.
د ټاکنو پړاو د تذکرو د ورکولو لپاره ښه موقع ده چې نارینه او ښځینه وو ته ورکړل شي او هم د رایه ورکولو لپاره پرې سټکر ولګول شي؛ ځکه په لویه پکتیا، غور او داسې نورو ولایتونو کې له ۴۰ تر ۶۰ پورې نارینه او ۸۰ تر ۹۰ پورې ښځینه تذکرې نه لري؛ نو له همدې موقع نه په استفاده به دوی ته هم تذکرې ور کړل شي.
تر ټولو لویه ستونزه د ولسونو لپاره د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی و او د ټاکنو لپاره له نوم لیکنې سره علاقه، یا خو بیخي نه وه او که وه هم؛ خورا تته وه.
په افغاني ټولنه کې د ښځینه وو نوم لیکنه بله جنجالي مسله وه چې د واجدالشرایطو په شمېرنه کې یې هم خپله ونډه نه ښکاره کوله، په تېره په هغو سیمو کې چې د سواد کچه پکې ټیټه ده. د تعین سن مامورین چې په هر ځای کې نارینه دي، باید د ښځینه وو لپار، ښځینه مقررې شي؛ څو د افغاني عنعنې پر بنسټ تذکرې واخلي. بله دا چې د عکسونو اخیستل د هغوی لپاره له ګواښ ډکه مسله ده؛ چې پښتونې ښځمنې یې اندېښنه لري.
که څه هم حکومت د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه یو څه وغځوله، بیا هم په یو شمېر ولایتونو کې د هغوی د نفوس په پرتله د نوم لیکنې شمېرنه خورا کمه ده او که په ټول توان له دغه بهیر سره یوځای شوي، په دغه موده کې به یې هر تن ته نوبت ونه رسېږي.
افغان حکومت د خلکو ستونزو ته په کتو، اړ شو چې د جوزا په میاشت کې ټولو ولسونو ته په ښه ډول د رسیدګۍ په موخه، هېواد په زونونو وویشي او هر ولایت ته موثر پلاوي واستوي.
د پلاوي له سفر وروسته د پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، کونړ، نورستان او په ټوله کې د هېواد اکثریت ولایتونه په خورا مېړانه او علاقه مندۍ ډاډ ورکوي چې ښځینه به یې د ټاکنو په بهیر کې د نارینه وو په شان پراخ ګډون کوي او اوس د خپل هویت د ثابتولو، د غوره استازو په ټاکلو او د خپلو حقوقو په خوندي کولو پوه او اګاه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply