څو عمده دلایل چې طالبان سوله نه کوي / ضمیر ساپی

0 910

د شلمې پېړۍ څلورمه برخه د افغانانو له‌پاره د بشپړې ناکرارۍ او ژورې اندېښنې دوره وه، په دې مهال کې پنځو حکومتي رژیمونو یو پر بل پسې په زور او تشدد سره دولتي واک ونیوه او په همدې ډول ترې واک واخېستل شو. په دې دوره کې هېڅ رژیم په ټول هېواد کې نه ډاډمنه کراري خوندي کړه او نه يې د راتلونکو نسلونو له‌پاره بنسټیزې چارې ترسره کړې. هر یوه ډېر وخت په جنګ جګړو کې تېر کړ او افغانان يې په بېلابېلو لارو وزورول د دې له‌پاره چې واک ترلاسه کړي.

همداراز د شوري اتحاد له یرغله څو کاله وروسته د افغانانو مقاومت هغه وخت بین‌المللي شو چې کله نړیوالو ته ثابته شوه چې افغانان رښتیا او په ټینګه مقاومت کوي. په داسې حال کې چې امریکا د پاکستان د استخباراتي ادارې له لارې افغان مجاهدینو ته وسلې او لوژېستیکي مواد برابرول. عربستان افغان مجاهدینو ته د امریکا په اندازه پیسې ورکولې، په ورته وخت کې له ډېرو اسلامي په تېره عربي هېوادونو څخه رضاکاران هم افغانستان د جهاد له‌پاره راتلل.

په همدې سره په افغانستان کې جګړو زور واخېست، شوریان له افغانستانه ووتل، اسلامي هېوادونو او لوديځ هم افغانستان ته شا کړه چې په دې سره یو ځل کورنۍ جګړې رامنځ‌ته شوې هېواد په کنډواله بدل شو، په دې لړ کې مېلیونونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول چې لا هم خپل هېواد ته نه دي راستانه شوي.

بالاخره طالبان راغلل په دې وخت کې ټولو فکر کاوه چې د سولې کوترې پر وطن راوالوتې، هر یو ویل هر څه به سم شي، خو د لږ وخت په تېرېدو سره هر څه بل ډول شول، له نورې نړۍ سره اړیکې پرې شوې، عصري سېسټم ته هېڅ توجه نه کېدله بس هر څه د بنسټ پالنې له مخې روان و. لنډه دا چې د دوی سخت دریځی رژیم نړیوالو و نه شو زغملی او په لږه موده کې يې راپرځاوه او پرځای يې د افغانانو په خوښه نوی نظام رامنځ‌ته کړ.

دا لنډه مقدمه د دې له‌پاره وه چې د ډاکټر نجیب د حکومت پرمهال مجاهدینو ته په ځلونو د سولې وړاندیزونه وشولو خو دوی هېڅ د وطن د ابادۍ دې خوږ غږ ته لبیک و نه وایه.

همداراز په تېرو نږدې ۱۷ کلونو کې طالبانو ته د افغان حکومت ترڅنګ د افغانستان علماوو په ځلونو د سولې وړاندیزونه وکړل، خو دا ډله له خپل دریځه نه اوړي. د تېرې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني علماوو هم په افغانستان کې د سولې په موخه راټول شوي وو، تر دې وړاندې د ازبکستان په تاشکند کې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د استازيو په ګډون له ختیځ او لودیځ څخه لوړپوړي چارواکي جرګه شول چې د افغانستان څو لسیزې جګړې ته د حل لاره پیدا کړي.

همداشان، افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د کابل پروسې کنفرانس له لارې وسله‌والو طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې بې‌ساری وړاندیز وکړ، خو دې ډلې له دومره وړاندیزونو سره – سره بیا هم سولې ته لېوالتیا څرګنده نه‌کړه او له دود سره سم يې سږ کال د خندق په نوم خپل پسرلني عملیات پیل کړل.

اوس دلته ستره پوښتنه راولاړېږي چې له دومره هڅو او له قید او شرط پرته هر اړخیزو وړاندیزونو سره –  سره بیا هم وسله‌والو طالبان د سولې خبرو ته ولې زړه نه ښه کوي؟

د دې له‌پاره څو دلایل شته چې هر یو په لاندې ډول دی:

ایا دا ډله تر فشار لاندې ده؟

په امریکا کې د ۲۰۰۱ مېلادي کال تر سپټمبر یوولسمې پېښې وروسته چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لورې راوپرځول شو، د دې ډلې اکثره چارواکي په تېره مهم او کلیدي مشران يې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته له خپلو کورنیو سره وتښتېدل چې لا هم په دې هېواد کې پراته دي.

که څه هم د پاکستان حکومت او پرویز مشرف په مرسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو رژیم رانسکور کړ، خو د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) دې هېواد ته تښتېدلي افغان طالب مشران په پټه په لاس کې ونیول او بېرته يې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې وکارول.

تر یوې نیمې لسیزې ډېر وخت تېر شو، خو لا هم د افغان طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې برمته دي، په پاکستان يې د جنګیالیو درملنه کېږي، د روزنې مرکزونه يې ورته برابر کړي، په کوټې شورا کې يې مهم غړي د ګډون له‌پاره ازاد تګ راتګ کوي.

له دې ښکاري چې افغان طالبان تر ډېره د پاکستان تر فشار او څار لاندې دي، ان تر دې چې دوی نه‌شي کولای نورو هېوادونو ته د پاکستان له څارنې پرته سفرونه وکړي. که قطر ته سفر کوي، د پاکستان په مشوره او غوښتنه به يې کوي او که افغانستان ته راځي، خو بیخي د پاکستان تر کلک تعقیب لاندې وي.

که دا مشران د پاکستان له اجازې پرته له افغان حکومت سره د سولې په اړه یوه کوچنۍ اشاره هم ورکړي، په همغه ورځ يې وژني. دوی دومره د پاکستان تر فشار لاندې دي چې په افغانستان کې هم له خپلو نورو مشرانو سره ناسته پاسته نه‌شي کولای، ځکه له یوې خوا يې په پاکستان کې کورنۍ برمته دي او له بلې خوا يې نیمايي اکمالات د پاکستان پر غاړه دي؛ نو د نافرمانۍ او سرغړونې په صورت کې يې هر څه د سر په بیه تمامېږي.

د دې ادعاوو د اثبات له‌پاره په پاکستان کې د طالبانو د بنسټ‌ګر ملا محمد عمر مرموزه وژنه، تر نوموړي وروسته په بلوچستان کې د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل، او په طالبانو کې د نفوذي چارواکو لکه د ملا برادر او له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول نیول کېدل، ښکاره بېلګې دي.

اوس پاکستان دا ډله په نورو هېوادونو هم وپلورله. داسې برېښي چې په دې وروستیو څو کلونو کې د سیمې نور قدرتونه لکه روسیه، چین او ایران هم د دې ډلې کلک مالي، تجهیزي او لوژیستیکي ملاتړ کوي، څو په دې سره په افغانستان کې د امریکا سټراټیژي او سیمه‌ییزې ګټې کمزورې او له ګواښ سره مخ کړي.

ایا د جګړې دوام د طالبانو له‌پاره ښه “بزنېس” دی؟

افغانستان هغه هېواد دی چې د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره توکي په کې کرل کېږي. وسله‌وال طالبان چې د جګړې د تودولو له‌پاره يې دا مواد تر ټولو ښه مالي سرچینه ګڼل کېږي، له څو کلونو راپدېخوا د دې ډلې په ښه کاروبار او بزنېس بدل شوی دی. په افغانستان کې لکه د هلمند ولایت په څېر، تریاک په هغو سیمو کې کرل کېږي چې تر ډېره د طالبانو تر ولکې لاندې دي او یا په کې پراخ نفوذ لري. ویل کېدل د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور خو شخصاً په خپله د مخدره توکو په قاچاق کې لوی لاس لاره.

د مخدره توکو پر ضد اړوندې نړیوالې ادارې اټکل کوي چې وسله‌والو طالبان د جګړې د تمویل له‌پاره هر کال له هیرویینو ۳ تر ۴سوه مېلیون ډالر ترلاسه کوي چې په دې عاید سره دا ډله د خپلې جګړې له نیمايي ډېر لګښت پوره کولای شي.

د طالبانو بله عمده مالي سرچینه په هېواد کې د کانونو غیر قانوني استخراج دی. افغانستان چې د امریکا له اټکلونو سره سم له یو ټرېلیون تر درې ټرېلیونو په ارزښت کانونه لري، نه دی توانېدلی کانونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او یا یې په قانوني ډول استخراج کړي.

د ګلوبل وېټنېس یا د نړیوالو شاهدانو ادارې د تازه خپور شوي راپور له‌مخې وسله‌وال طالبان او داعش په افغانستان کې د کانونو له استخراجه په مېلیونونو ډالر ترلاسه کوي.

د دې ادارې د وروستي خپور شوي راپور پر بنسټ، دا دوه وسله‌والې ډلې د افغانستان په ختیځ کې له څو کلونو راهیسې ټالک، کرومایت او مرمرو کانونه په غیر قانوني ډول استخراجوي او نورې نړۍ ته يې انتقالوي چې دا کېندنې يې په ښه کاروبار او بزنېس بدلې شوې دي. ګلوبل وېټنېس همداراز اټکل کوي چې طالبان هر کال یوازې د ټالک له کان څخه دوه نیم تر لسو مېلیونو ډالرو پورې ترلاسه کوي.

له افغان حکومت سره د سولې کولو په برخه کې یو مهم خنډ همدا غیر قانوني کېندنې او له تریاکو پرېمانه پیسې ترلاسه کول دي، ځکه که په هېواد کې سوله تامین شي، افغان حکومت پر دې سیمو کنټرول ترلاسه کوي چې په دې سره د تریاکو کښت او د کانونو غیر قانوني استخراج مخه نیول کېږي.

ایا طالبان لا هم “یوه” ډله ده؟

وروسته تر هغې چې په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د طالبانو د بنسټ‌ګر ملا محمد عمر د مړینې خبر خپور شو، ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر ځای‌ناستی وټاکل شو چې په دې سره دا ډله څو ټوټې شوه. ملا محمد رسول، منصور داد الله، د کندهار پخوانی والي ملا حسن رحماني، د طالبانو د وخت د  کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق، ملا منان نیازي او نورو کلیدي مشرانو خو ښکاره د ملا منصور د ټاکل کېدو مخالفت وکړ.

هر مخالف مشر په خپلو سیمو کې خپل – خپل پلویان لرل، ان تر دې چې په خپلو منځو کې يې هم د رهبرۍ پر سر جګړې وکړې چې دې جلاوالي او ټوټې کېدو له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې ټکنۍ کړې، ځکه هره ډله د یو بل خبره نه‌مني. په دې سره د افغان حکومت او سولې عالي شورا له‌پاره هم یو مرکزځای نه دی مالوم چې لومړی له کومې ډلې سره خبرې وکړي، که له یوې ډلې سره د سولې خبرې بریالۍ هم شي، ښايي پاتې ډلې د سولې خبرو اترو ته زړه ښه نه‌کړي او یا ورسره ښکاره مخالفت څرګند کړي چې دا ټوټې ټوټې کېدل د وسله‌والو طالبانو په کمزوري کېدو کې ډېروالی رامنځ‌ته کوي او نه یوه ځانګړې ډله کولای شي د نورو ډلو په استازيتوب د سولې خبرې وکړي.

ایا طالبان جګړه ګټلی شي؟

له ۲۰۱۴ مېلادي کال راپدېخوا له سل زرو ډېر امریکايي او د ناټو غړیو هېوادونو ځواکونه له افغانستانه ووتل. د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما چې کله ۲۰۱۴ له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وېستلو له‌پاره وروستی کال وټاکه، له دې سره جوخت افغان طالبانو د پیاوړتیا احساس وکړ چې د افغانستان جګړه ښايي وګټي، ځکه دوی فکر کاوه لکه د مجاهدینو دورې پرمهال به امریکا یو ځل بیا افغانستان ته شا کړي او ټول هېواد به یو ځل بیا په کورنیو جګړو کې ښکېل شي چې په دې سره به یو ځل بیا دوی ته د قدرت د نیولو له‌پاره فرصت په لاس ورشي، خو داسې و نه شول د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټیژۍ په اعلانولو سره په افغانستان کې د وخت له اړتیا سره سم د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه وکړه یانې د خپلو ځواکونو د ویستلو وروستۍ نېټه يې مالومه نه کړه چې کله به له افغانستانه خپل سرتیري باسي.

همداراز هر ځل چې افغان حکومت او امریکايي چارواکو طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی، دې ډلې داسې فکر کړی چې بریالي شوي دي او د جګړې له لارې کولای شي واک ترلاسه کړي. په دې وروستیو کې د تاشکند په ناسته کې له طالبانو د ګډون تمه کېده، خو طالبانو رد کړه، د اندونیزیا په جاکارټاکا کې د افغانستان سولې په اړه د افغانستان، اندونیزیا او پاکستاني دیني علماوو په درې اړخیزه ناسته کې له طالبانو د ګډون هیله کېده، خو دې ډلې برعکس له ناستې سره پرېکون اعلان کړ.

له دې ټولو وړاندېزونو سربېره افغان ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې په وروستي کنفرانس کې له قید او شرط پرته د سولې یوه بې‌سارې جامع او هراړخیزه طرحه وړاندې کړه چې په دې سره به طالبانو ته په کابل کې مرکز جوړ کړي، پاسپورټونه به ورته ورکړي، د تګ راتګ له‌پاره به ورته زمینه برابره کړي، د یوې سیاسي ډلې په توګه به يې وپېژني، اساسي قانون کې به ورته تغیرات راولي او داسې نور بېلابېل وړاندیزونه ورته هم وشول. د دې ټولو بلنو په ورکولو سره – سره بیا هم طالبان فکر کوي چې خپل مخالف يې کمزوری کړی او له دود سره سم يې سږ کال د خندق په نوم خپل پسرلني عملیات بیا پیل کړل.

زما په اند طالبان هېڅ‌کله جګړه نه‌شي ګټلی، خو د سولې پرېمانه وړاندیزونو ته ځکه لبیک نه وايي چې په دې سره د جګړې په ډګر کې د دوی قومانده کمزورې کېږي. که د سولې وړاندیزونو ته يې هرکلی وکړ، بیا لکه د اوس په څېر نه‌شي کولای پر ولایاتو او ولسوالیو ډله‌ییز بریدونه وکړي او یا پر مرکزي حکومت یا نړیوالې ټولنې خپل فشار واچوي.

که دا ډله هر څومره ډله‌ییز بریدونه وکړي، خونړۍ پېښې رامنځ‌ته کړي، ځانمرګي بریدونه ښه پرېمانه کړي، جګړې له کلیو د ښارونو لمنو ته راورسوي او طالبان خپل وروستی زور هم مالوم کړي. د دې بې‌برخلیکه جګړې د پای‌ته رسولو له‌پاره له سولې پرته بل غوراوی نه‌شته، ځکه د هرې جګړې پای “سوله” ده؛ نو د هېواد تر ویجاړۍ وړاندې باید د “سولې خبرو اترو” ته لبیک وویل شي، څو په هېواد کې د سولې او ارامۍ تږي هېوادوال خپل پاتې عمر په “سوله‌ییزه فضا” کې تېر کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply