په کابل کې د علماوو د نننۍ بېسارې غونډې فتوا

0 657

1 .د افغانستان اسلامي جهموريت چې له ۹۹ فيصده ډير خلک يي مسلمانان دي او اساسي قانون يي د سيمې په کچه ترټولوډيراسلامي قانون دی پروړاندې يي وسله واله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هيڅ رازشرعي جوازنه لري؛ د ديني نصوصو په اساس د جهاد حکم يواځې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) صلاحيت دی.
2 .دا چې په افغانستان کې جګړه ورځ بلې ته پسې غځیږي اوهره ورځ ددې جګړې په ترڅ کې له دواړه غاړو او ولسي خلکوپه لسګونوکسان وژل کیږي او د جګړې په تداوم هيڅ راز فايده مرتبه نه ده بلکې ګټې يي يوازې دښمنانو ته رسیږي نو د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کيني او روان ناورین ته دپای ټکي کیږدي؛
3 .په اسلام کې انتحار او انفجار هيڅ ډول شرعي اساس نه لري، نو په همدې دلیل ټول تر سره کيدونکي ځانمرګي بريدونه، ترور، لارې شکول اووېره اچونه په قطعي توګه حرام دي، ترسره کو ل، تمويلو ل او ورسره مرسته کول ئې ناروا او غیر شرعي دي؛
4 .هرهغه څوک چې سولې ته غاړه نه ږدې د الله ج او درسول الله ص پروړاندې
مسوول دي او په ښکاره توګه د الله تعالی له اوامرو سرغړاوی کوي؛
5 .افغاني ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده، د هرډول ديني اواخلاقي مفاسدو ترويجول او ټولې هغه کړنې چې له دينې اساساتوسره په ټکراو د ځوانانود بې لارۍ سبب کیږي مردودې دي او بايد مخنيوی يي وشي؛
6 .د مسلمانانو تر منځ د قوم، ژبې اومذهب پر بنسټ هر نوع نفاق، تعصب، تبعيض او ورته کړنې د اسلام د مبین دين د اساساتوسره مغايرت لري اوتر سره کوونکي د اسلامي احکاموڅخه سرغړونکي شمیرل کیږي، او ددغو ناروا اعمالوکړل اویا هغه ته وسیله ګرځیدل ټول منع او د سزاوړګڼل کیږي.
7 .موږ د هغو افرادو، بنسټونو، ډلو او هيوادونو مداخله چې په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب ګرځي اود افغان وژنې اونفاق لامل کیږي په کلکه ردوو او محکوموو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply