پر تهران د واشنګټن بندیزونو په سیمه کې وضعیت پېچلی کړی / زیارمل حميدي

0 766

د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې چې پر ايران به بيا بنديزونه لګول کېږي او مالي ادارې له تهران سره د تجارت په صورت کې جريمه کېږي، د چابهار پروژې پر ثبات هم سيورى غوړولای شي، ځکه بانکونه د مجازاتو او جريمه کېدو له وېرې له مالي چارو شا ته کېږي.
دغه بنديزونه به د افغانستان هغه حیاتي او مهمو پروژو ته سخت زیان ورسوي کومې چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډېرې مهمې دي، له دغو بندیزونو وروسته ښايي پانګوال په چابهار بندر کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
پر تهران د واشنګټن نویو بندیزونو په سیمه کې وضعیت تر ډېره پېچلی کړی او هند له ایران سره د چابهار بندر پر شرایطو له سره خبرې پيل کړې دي.

پر ایران د امریکا نوي بندیزونه د چابهار بندر د پروژې تر څنګ، د افغانستان په يو شمېر نورو اقتصادي پروژو، لکه د رېل پټلۍ او د ټاپي نل‌لیکې پر پروژو هم ناوړه اغېز کولای شي.
په ايران کې د چابهار بندر پروژه چې هندوستان ‌يې ملاتړ کوي په وچه کې د ايسار افغانستان لپاره د حمل او نقل د يوه دهلېز لپاره طرحه شوې ده چې ګټې يې د افغانستان لپاره ډېرې دي.
د چابهار بندر پروژه په ٢٠١٦ مېلادي کال کې د افغانستان، ايران او هندوستان له خوا پرانیستل شوې چې د میليونونو ډالرو په ارزښت تجارت ته لار هواروي او پر پاکستان چې غير دوستانه چلند خپلوي، د افغانستان اتکا‌ء کموي.

دغه پروژه په اقتصادي لحاظ د افغانستان بسيا کېدل پر نړيوالو مرستو هم د کابل اتکا کموي، دغه راز د کوکنارو د کښت او قاچاق تجارت ته ضربه رسوي چې د وسله‌والو طالبانو د عوايدو عمده سرچينه ګڼل کېږي.
په چابهار بندر د دریو پانګوونکو شرکتونو چې دوه یې چینايي او يو هندي دی، کارونه په ټپه درول شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ پرېکړه به ناسمې پایلې ولري او په ایران کې به د اصلاح غوښتونکو او منځلارو ډلو موقف له خطر سره مخامخ کړي، که له ایران سره اټومي تړون له منځه ولاړ شي، بې‌ثباتي به په ټولو ځایونو کې خپره شي.
د امریکا او اسراييل د ګټو پر وړاندې د ایران ګواښونو په سوريه او یمن کې د سیمه‌یزو بحرانونو خطر ډېروي او حتی ښایي په ایران کې دننه د سیاسي کړکېچونو لامل شي چې افغانستان به هم بې‌اغیزې نه وي.
فرانسې د انرژي په شبکه کې د پانګونې لپاره له ایران سره د ۵ میلیارډه ډالرو یو تړون لاسلیک کړی دی.
د هالنډ د انرژي لوی شرکت شیل هم له ایران سره یوه اقتصادي موافقتنامه بشپړه کړې او هم ځينې نور اروپایې هېوادونه چې د ایربس الوتکې په تولید کې شریکان دي، موافقه کړې چې سل مسافر وړونکې الوتکې پر ایران پلوري.
روسیې او چین هم ښوولې چې د اټومي تړون درناوی کوي او له ایران سره خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي.

خو بل لور، که چېرې ولسمشر ټرمپ هغسې چې ویلي، د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړي، په هغه صورت کې د امریکا متحدان ښایې مجبور شي چې په دې اړه محدودیت را منځ ته کړي؛ نو بیا به له ایران سره د هغوی د معاملو برخلیک څنګه کېږي؟
ایران په نړۍ کې د تېلو درېیم لوی تولیدوونکی هېواد دی او هره ورځ نږدې ۳،۸ میلیونه بېرله تېل تولیدوي چې چین، هند، جاپان او جنوبي کوریا د ایران د تېلو د صادراتو لویه برخه پېري.
که په ایران باندې د امریکا لخوا نوي بندیزونه لږیږي نو د ایران سخت غبرګون به دا وي چې بېرته خپل اټمي فعالیتونه پیل کړي او حتی د اټمي وسلې ترسطح د یورانیمو د غني کولو چارې پیل کړي.

افغان حکومت او امریکا انديښنه ښودلې، چې ايران په مستقیم ډول افغان طالبان تمویل او تجهیز کوي او د وسلو او پیسو مرستې ورسره کوي، خو تراوسه دافغان حکومت سره کره شواهد نشته، چې ګواکې ايران دې له وسلوالو سره مرسته کوي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په‎دې اړه پلټنې کوي چې د افغانستان په ناامنیو او د وسله‎والو طالبانو د ملاتړ په برخه کې د ایران د لاس لرلو احتمال ومومي.

په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په زغرده وویل چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي او د هغوی مالي ملاتړ کوي.
سره له‎دې چې د افغانستان حکومت له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ په اړه د سند نه لرلو خبره کوي، خو ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې ایران په افغانستان کې د داعش ډلې له حضوره اندېښنه لري او له همدې کبله د طالبانو ملاتړ کوي.
په عین حال کې ځينو امریکايي چارواکيو ايران ته ګوت‌څنډنه کړې چې په افغانستان کې دې له وسله‌والو سره مرسته نه کوي، که نه عواقب به يې د ايران لپاره ډېر سخت وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ټروريسټي ډلو ملاتړ ختم کړي او د القاعده شبکې لوړپوړيو مشرانو ته له پناه ورکولو لاس واخلي.

د طالبانو د ملاتړ په اړه په کابل کې د ایران سفیر وړاندې ویلي وو چې هېواد یې یوازې د سولې مذاکراتو په خاطر له طالبانو سره په تماس کې دی او دا په دې مانا نه ده چې له یاغیانو سره اړیکې لري.
محمد رضا بهرامي ویلي چې ایران له طالبانو سره له دې کبله اړیکه نه ده نیولې چې ګواکې دغې ډلې ته مشروعیت ورکړل شي.
که څه هم د امریکا او ایران ترینګلې اړیکې د افغانستان پر اقتصادي پروژو خپل اغېز لري، خو افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي هڅې وکړي چې خپلې اقتصادي اړيکې او ګټې له خطره وژغوري.

افغان حکومت باید د خپلو ملي او مهمو پروژو ښه څارنه وکړي او څومره چې کېدای شي هغومره ښه امنيت يې ونیول شي چې د سیمې استخبارات او هېوادونه و نه‌شي کړای خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي او د افغانستان په بې‌ثباتي کې خپلې ګټې خوندي کړي.
په کار ده چې ټول هېوادونه او خواوې د چابهار بندر د پروژې او ځينو نورو مهمو پروژو امنیت او ارزښت ته پام وکړي چې د افغانستان لپاره خورا زیات اهمیت لري او افغانستان په اقتصادي لحاظ په پښو درولای شي او د افغانستان په نورو هېوادونو د مرستو تکیه را کمولای شي.
په هر حال په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې، پرمختګ، هوساينې او د رغنیزو چارو د چټک پرمختګ په هيله!
تل دې وي افغانستان، ژوندی دې وي افغانستان!

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply