له ناامنۍ وروسته د بېوزلۍ او بېکارۍ لوړه کچه په افغانستان کې هغه جدي ګواښونه دي چې خلک يې خورا زیات اندېښمن کړي دي او نږدې ده په ټول هېواد کې د حاکم حکومت پر ضد پراخ لاریونونه راووځي.
بېوزلي او بېکاري په افغانستان کې جدي ستونزې دي او دوام به يې مشکلات نور هم زیات کړي، همدغو دوو بدو پديدو افغانان سخت متاثر کړي او حکومت نه دی توانېدلی چې د دغو زړه توږونکو جملو پر وړاندې، لازم پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
د افغانستان د احصاييې د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۲۴ په ۱۰۰ کې او د بېوزلۍ کچه ۵۴ په ۱۰۰ کې لوړه شوې ده.
په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له ۳۸ تر ۵۴ سلنې لوړه شوې او په ۱۰۰ کې ۴۴ افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري چې ډېری يې هم د افغانستان په لرو پرتو غرنیو سیمو کې اوسېږي.
بل خوا نړیوال بانک هم په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچې د لوړوالي په اړه اندېښنه ښوولې، نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر نیمایي زیات افغانان د بېوزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوي او په دې اړه جدي اقداماتو ته اړتیا ده چې دغه اقدامات ملي يووالي حکومت تر اوسه نه دي کړي.
کله چې په يوه هېواد کې د لوږې کرښه تر۵۰ فیصده زیاته وي، دا ټولنه هيڅکله یوه دوامدار ثبات ته نهشي رسېدای، فقر، بېوزلۍ، بېکارۍ او د ناوړه رواجونو په منځ کې را ګیره ټولنه هيڅکله هم نهشي کولای چې په ځان بسیا شي.
ډېری نیوکې هم په همدې يوه سکه او دوو مخونو دي چې دوی په لوی لاس په افغانستان کې بېوزلي او بېکاري ته لاره هواره کړې.
د ملي يووالي حکومت پڅ او ضعیف سیاستونه او په تېره د ولسمشر غني د حوصلهمندۍ سیاست هغه څه په ډاګه کوي چې روان وضعيت يې په لوی لاس د بحران طرف ته کش کړی.
که داسې وي بیا ویلای شو چې د ملي يووالي حکومت هم په خپل دريځ او حکومتولۍ کې تر دې دمه ناکام او د خپلو وعدو او ژمنو برخلاف په پټو سترګو روان دی.
د احصايیې مرکزي ادارې راپور او د نړيوال بانک اندېښنې د هغو واقعیتونو یو جدي تصویر دی چې په افغانستان کې موجود او افغانان ورسره لاس و ګرېوان دي.
دلته اوس سوال پیدا کېږي چې له میلیارډونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم ولې په افغانستان کې لوږه او بېکاري دوام پیدا کوي؟ ایا دغه مرستې د ځانکړو کسانو جېبونو ته ځي؟
له افغانستان سره د نړیوالو د ميلیارډونو ډالرو له مرستو سره سره د دې هېواد اکثریت وګړي تر ۱۷ کاله وروسته د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.
اوس دلته د افغانستان لپاره د نړيوالو هېوادونو د مرستو لړۍ هم محدودېږي، د نړیوالو هېوادونو هغه ژمنې چې تر شپږو نورو کلونو پورې به دوام وکړي باید په همدې موده کې افغانستان پر خپل ځان متکي شي، ځکه تر هغې وروسته له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې ژمنې او مرستې پای ته رسېږي.
خو ایا په دې موده کې به د افغانستان اتکا په نړیوالو مرستو کمه او د دې هېواد وګړي به له نسبي هوساینې برخهمن شي؟
دا هغه پوښتنه ده چې سهي اټکل يې هم ناسم خېژي او ځواب يې هم تر امکان هاخوا ناشونی دی په هر حال.
په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې اقتصادي وده ورو، خو د نفوسو شمېر مخ په زیاتېدو دی او په اوس وخت کې د کاري ځواک یوه څلورمه برخه اوزګار دي.
په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو دوام چې له امله یې لسګونه زره کسان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي او هم په ډلهیزه توګه له بهره په سلګونه زره افغانانو بېرته په ستنېدو د دې هېواد پر اقتصادي چارو او پانګونې ناوړه اغېز کړی او هم یې خلکو ته د لومړنیو خدمتونو په برابرولو کې حکومت له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان دغه وضعیت ته په پام سره ګومان نه کوو چې افغانستان به تر ۲۰۲۴ کاله هغې مرحلې ته ورسېږي چې نور د نړیوالو پر اوږو بار نه وي او نه به هم له اقتصادي پلوه، د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي.
ځکه د افغانستان حکومتونه په تېرو ۱۷کلونو کې و نه توانېدل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت سم درک کړي او د ودې او پرمختګ لپاره هر اړخیز پلانونه ترتیب او عملي کړي.
په افغانستان کې د بېوزلي کچه له هغه څه چې په وروستۍ سروې کې ښوول شوې زیاته ده، ځکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ارزونو له مخې، په وروستیو کلونو کې سوداګریزې چارې ورو شوې او د خلکو د خرید توان هم ډېر کم شوی چې دا پخپله د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت منعکسوي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې زیاتوالي ته په پام سره، که څه هم اقتصاد وزارت د یو لړ اقتصادي پلانونو خبر ورکوي چې په تطبیق سره به یې د خلکو اقتصادي وضعیت بدلون ومومي او په دې هم ټینګار کوي چې په هېواد کې دننه د لومړنیو موادو او اجناسو تولید له اقتصادي ودې سره ډېره مرسته کولای شي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وایي چې دولت په دې برخه کې تر اوسه د خصوصي سکټور کافي ملاتړ نه دی کړی چې د خلکو د اړتیا وړ لومړنیو موادو تولید د هېواد دننه زیات شي او پر صادراتو اتکا راکمه شي.
پر ښه حکومتوالۍ ټينګار، د اقتصادي او پراختیايي پروګرامونو په تطبیق، د کرنې په پياوړتیا، د تولیداتو په زیاتوالي، د پانګې اچونې په راجلبولو او د فساد په مخنیوي سره کېدای شي، په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه را کښتهاو د افغانستان په اقتصادي وده کې ښهوالی راشي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320