په داسې حال کې چې وسلهوال طالبان د افغان حکومت د سولې د بلنې پر وړاندې چې د کابل پروسې په کنفرانس کې وړاندې شوې، پټه خوله پاتې دي، افغان حکومت د اندونیزیا په کوربهتوب خپل دیني عالمان جاکارتا ته لېږلي چې د اندونیزیا او پاکستان له دیني عالمانو سره د افغان سولې په تړاو هراړخیزې خبرې وکړي.
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا ۴۵ دیني عالمان د درې اړخیزې ناستې لپاره د دې لپاره د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې سره را ټولېږي چې افغان طالبان له ملي يووالي حکومت سره د سولې لپاره د خبرو اترو مېز ته کښېنوي، هغه څه چې تېرو حکومتونو په تېرو ۱۷ کلونو کې و نهشوای کولای.
د دیني عالمانو دغه درې اړخيزه ناسته په داسې حال کې کېږي چې د خندق په نوم د وسلهوالو طالبانو د عملیاتو له اعلان سره سم په افغانستان کې جنګ پراختیا پیدا کړې چې له ملي يووالي حکومت څخه يې هم لار ورکه کړې.
بل دا چې د اندونیزیا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې کومه مرسته نهشي کولای او دا ځکه چې په افغانستان کې روانه جګړه له دیني عالمانو سره کوم تړاو نهلري، بلکې دا جګړه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د اهدافو لپاره پیل شوې ده، تر هغو چې د دغو هېوادونو اهداف تر لاسه نهشي دا جګړه به همداسې دوام وکړي.
افغان حکومت د طالبانو د وروستيو بریدونو په ځواب کې ویلي وو چې هغه څوک چې سوله نه غواړي په توپک به يې ورسره مالومه کړي، خو اوس له هغه دريځ څخه اوښتی او پر ټوليزه سوله ټینګار کوي.
د ملي يووالي حکومت مشران وايي چې د جاکارتا درې اړخیزه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اندونیزیا په منځګړيتوب د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړي، د دوی په اند چې پاکستان اوس هم قانع شوی چې د افغان سولې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، خو د پاکستان په اصطلاح دیني عالمان بیا په افغانستان کې روانه جګړه روا بولي.
د افغانستان د سولې عالي شورا په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان او اندونیزیا د دیني عالمانو هڅه، د ټروريزم پر وړاندې د مبارزې ارزونه او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره، د اسلامي نړۍ د یو لوی کنفرانس رابلل دي، هغه څه چې د تېرو ۱۷کلونو په لړ کې لسګونه ځله تکرار شول او څو څو ځلې د افغان سولې په اړه نړيوال کنفرانسونه جوړ شول، خو د دې په خاطر دغه کنفرانسونه ګټور ثابت نهشول چې یا خو ملي يووالي حکومت او تېرو حکومتونو قوي اراده او کلک هوډ د سولې په برخه کې نه درلود او يا هم د دوی له پاسه هېوادونو په افغان سوله کې خپلې ګټې په خطر کې ليدې.
په هر حال ټاکل شوې ده چې په دغه درې اړخیزه ناسته کې د پاکستان ۱۵ دیني عالمان هم ګډون وکړي هغه عالمان، چې تل يې په افغانستان کې روانه تپل شوې جګړې ته د مشروعیت په سترګه کتلي او په افغانستان کې يې جهاد روا بللی دی.
مالومه ده چې د پاکستانیو په اصطلاح علماوو او له دې درې اړخيزې ناستې داسې تمه نه کېږي چې له مخې يې د سولې په برخه کې له افغان طالبانو سره د خبرو اترو لار هواره شي، ځکه پاکستان حکومت اوس هم وسلهوال تمویل او تجهیز کوي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره را لېږي.
پاکستان چې نقشیې د افغانستان د سولې په ټینګښت او د سولې خبرو ته د طالبانو په راماتولو کې مهم ګڼل شوی، په تېرو کلونو کې یوازې د افغانستان له خوا نه، بلکې د امریکا له خوا هم په دغه مساله کې د دوه مخي سیاست په لرلو تورن دی او دیني عالمانو یې د پاکستان حکومت په خوله په افغانستان کې جنګ روا ګڼلی دی.
همدې ته په کتو له دې ناستې داسې توقع نهشي کېدای چې دغه دیني علماء دې دې تفاهم ته ورسېږي چې د بل کنفرانس لپاره وسلهوال طالبان دې ته واداره کړي چې له افغان حکومت سره دې د سولې مېز ته کښېني.
پاکستان هم د لستوڼي مار دی او له داسې فرصتونو څخه ناسمه او د ځان په ګټه استفاده کوي، د داسې ناستو په دایرولو سره د پاکستان حکومت او دیني علماء هم تر ډېره غواړي وخت ومومي چې د نړیوالو او په تېره د امریکا باور پر ځان پیدا کړي او وکولای شي چې له امریکا سره يې خړې پړې شوې اړیکې روغې کړي.
د پاکستان دیني عالمان باید د اندونیزیا په درې اړخیزه ناسته کې په افغانستان کې ځانوژنه، چاودنه او په افغانستان کې د جنګ دوام چې هيڅ دیني توجیه نه لري او د اسلام د اصولو خلاف دی، مردود او ناروا اعلان کړي.
د پاکستان عالمان باید دا ژمنه هم وکړي چې پاکستان به د ټروريزم له ملاتړه لاس اخلي او وسلهوال طالبان به د سولې خبرو ته راماتوي.
که افغان او اندونیزیایي دیني عالمان د پاکستان ملایان مات هم کړي او په افغانستان کې روانه جګړه فساد وبولي، خو طالبانو د غونډې په اړه د خپل دریځ په اعلانولو سره دا وښووه چې د غونډې پایلې که هر څه وي، دوی ته د منلو نه دي.
طالبان چې په افغانستان کې د جګړې یو اصلي لوری دی، کېدای شي دې ته حاضر نهشي چې له افغان دولت سره خبرو ته کښېني او دا ځکه چې دا ډله تر ډېره په دې باور ده چې ممکن د حکومت پر وړاندې په جګړه کې برلاسي شي او بل په ملي يووالي حکومت بېباوره دي او سوله هم له امریکا غواړي.
په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا له خلکو او په تېره د هغه هېواد د کانګرس له سوله غوښتونکيو غړيو څخه په یو سرخلاصي لیک کې غوښتي وو چې ډونالد ټرمپ دې د سولې خبرو ته وهڅوي، خو په دې لیک کې د افغانستان د سولې اړوند څه نه وو ویل شوي.
د طالبانو له دې لیک څخه هم مالومېږي چې طالبان له افغان حکومت سره سوله نه، بلکې له امریکا سره سوله غواړي، چې تمه او هيلې نهشي ورته کېدای.
تر هغو چې پاکستان، طالبان او امریکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکي نهشي، د جګړې د اور خاموشه کېدل به ډېر ګران وي او داسې کنفرانسونه او غونډې دایرول هسې د وخت ضایع کول دي، دا کنفرانسونه د سولې په برخه کې کومه مثبته نتېجه نهشي ورکولای.
په افغانستان کې د تلپاتې سولې، پرمختګ، هوساينې او د رغنیزو چارو د چټک پرمختګ په هيله!
تل دې وي افغانستان، ژوندی دې وي افغانستان!
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320