اوربند، د دايمي اور د بندولو زمينه / خوشحال آصفي

0 595

اوربند، د دايمي اور د بندولو زمينه

حکومت، طالب او ولس ته د اوربند ګټې

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولس او حکومت دښمنانو په ټول هېواد کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی؛ ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د موقت اوربند اعلان وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړ. دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی، داعش او القاعده پکې نه شاملېږي. ولسمشر وايي، افغان امنیتي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال امريکا هم ويلي چې د ولسمشر غني له لوري اعلان شوی اوربند به رعایت کړي. ملګروملتو او بريتانيا هم د افغانستان د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. هاخوا وسله والو طالبانو هم په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې يواځې د اختر په ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند کوي. طالبانو په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې د اختر په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد یرغلیز عملیات ترسره نه کړي، خو د بهرنیو ځواکونو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

اوربند ولې مهم دی؟

افغانستان يو جنګ ځپلی هيواد دی، لسيزو جګړو له افغان ولس قرباني اخيستلی ده، دا ولس د سولې او ارامۍ تږی دی، ولس د روانو جګړو په هر پړاو کې د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده خو له بده مرغه چې د ولس دا غوښتنه د جګړو د ښکېلو لورو په ځانګړې توګه د وسله والو مخالفانو لخوا ناديده نيول شوې او د روژې، اختر او نورو مبارکو ورځو کې هم زمونږ عام ولس د جګړې قرباني شوی دی. اوس چې د حکومت او طالبانو دواړو له لوري په اوربند هوکړه شوې نو د ولس لپاره نيک اقدام کېدلی شي او په ټوله کې څلور عمده ګټې لري.

  1. د دايمي سولې لپاره کلي: د دوه اړخونو تر منځ د سولې لمړنی اصل اوربند دی او دا ځل چې افغان حکومت وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان کړی او په مقابل کې طالبانو هم منلی نو دا د ټول ولس لپاره يو ښه زیری او د سولې راتلونکو خبرو لپاره يو شين څراغ کېدلی شي. ځکه له وړاندې ويل کيدل چې که حکومت او طالبان سولې ته ژمن وي نو لومړی بايد په اوربند هوکړه وشي او بيا دې دواړې ډلې سره کيني او يو و بل ته دې قناعت ورکړي. اوس چې دواړو غاړو په اوربند هوکړه کړې نو يو ځل بيا يې هيلې راژوندۍ کړۍ چې ممکن د دغه اوربند په جريان کې دواړه لوري د سولې پټ تماسونه ونيسي او د سولې په اړه يوې هوکړې ته ورسيږي.
  2. د اختر ورځې او شپې په خوشالۍ لمانځل: د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند سره په خوشحالۍ سره د اختر لمانځلو هيلې ژوندۍ شوې، ټول عام ولس، امنيتي ځواکونه او آن په خپله وسله وال طالب به هم د خپلو اولادونو او کورنۍ سره د اختر مبارکې ورځې په خوښۍ ولمانځي.
  3. په کابل کې د ديني عالمانو د فتوا ارزښت ثابتول: څو ورځې وړاندې په کابل کې چې څه د پاسه ۲۵۰۰ ديني عالمانو په هيواد کې د طالب روانه جګړه حرامه او ناروا وبلله نو په خوا کې يې له حکومت او طالبانو څخه د اوربند غوښتنه هم کړې وه. اوس چې حکومت او طالبانو دواړو د اوربند اعلان کړی نو دا کار کولی شي چې د ديني عالمانو له قوت او ارزښت سره مرسته وکړي.
  4. د طالبانو د حيثيت اعاده: وسله والو طالبانو ته يې ارزښت په دې کې دی چې د ولس په منځ کې د دوی تللی باور بېرته ښه کولی او خلکو ته ښودلی شي چې دوی اوس کولی شي چې د جګړې اصول په نظر کې ونيسي. همدا ډول به ولس هم باوري شي چې طالبان اوربند ته ارزښت ورکوي او د جګړې د پايته رسولو اراده لري.

په افغانستان کې د امريکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د جنګي ستراتيژۍ د اعلان سره اوس طالبانو دا هيله نه درلوده چې ګنې ولسمشر غني دې د اوربند اعلان وکړي او بيا دې امريکا هم د اوربند موافقه اوسي. اوس چې طالب د غني د اوربند لپاره ځواب په يوې ورځې ځنډ سره ورکړ، دليل يې همدا دی چې دغه ډله په دې بوخته وه چې څنګه د حکومت د اوربند پرېکړه وننګوي او څنګه وکولی شي دوباره په ولس کې خپل له منځه تلونکی حيثيت وساتي. په همدې خاطر وسله وال طالبانو هم د ولسمشر غني د اوربند هرکلی کړی دی.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply