اوربند – امریکا به طالبان مجبور کړي / همایون نایل

0 695

وسله ‌والو طالبانو په بې‌ ساري توکه د راتلونکي کمکي اختر د درې ورځو لپاره له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ چې په ترڅ کې به یې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه نه کوي؛ خو د بهرنیانو پروړاندې به د پخوا په څېر بریدونو ته دوام ور کوي.
وسله والو طالبانو له اوربند سره، د هغو افغان سرتېرو د خوشې کېدو خبره هم کړې چې له دوی سره زندانیان دي او له پاتې بندیانو سره به له کورنیو سره یې د ملاقات او نورو اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې ویډېو له لارې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې تر د اختر پینځمې پورې د نهه ورځو لپاره د طالب وسله والو پر وړاندې د یو طرفه اوربند اعلان وکړ.
ولسمشر غني دغه اوربند په کابل کې د هېواد د علماوو له هغې درې زره کسیزه غونډې وروسته کړی چې پکې د قرآني ایاتونو دلایلو سره د افغانستان روانه جګړه ناروا، انتحاري او بم چوونکی پکې دوزخي وګڼل شو او طالبانو ته پکې د سولې وړاندیز وشو.
دغه غونډه هم په تېرو اوولسو کالو کې بې سارې وه چې فتوا یې د افغان حکومت او ملت یوه ستره هیله ګڼل کېده.
که څه هم افغان ولسمشر تېر کال د کب د میاشتې په نهمه
د کابل پروسې په دويمه غونډه کې، وسله والو طالبانو ته د سولې بې ساری وړاندیز وکړ، طالبانو یې پر وړاندې کوم مثبت ځواب ور نه کړی او له هغې سره سره یې بیا هم د خندق په نامه خپل پسرلني عملیات پیل کړل چې په دې وروستیو کې یې یو شمېر بریدونه هم ترسره کړل.
د محمد اشرف غني د واک ته له رسېدو سره او د کابل پروسې له جوړېدو سره افغان حکومت د سولې ابتکار په خپل لاس کې واخیست او د افغان حکومت ژمنتیا یې د سولې لپاره څرګنده کړه.
په هغه وخت کې وسله والو طالبانو په مستقیم ډول له امریکا سره د سولې د خبرو کولو لپاره لېوالتیا ښوده او ویل یې چې افغان حکومت خپلواک نه دی، د همدې لپاره باید له واشکنټن سره خبرې تر سره شي او تر اوسه یې خپل دې دریځ ته بدلون نه دی ور کړی.
خو واشکنټن د وسله والو طالبانو دا یوازینۍ پاتې بهانه هم ختمه کړه چې کواکې طالبان دې مستقیم له امریکا سره خبرې وکړي. د متحده ایاالتو ولسمشر ډونالډ ټمپ او د ملي امنیت شورا په منځنۍ آسیا کې وویل، متحده ایالت له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان چارواکو په استازیتوب عمل نه کوي، مګر دوی غواړي له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د هغوی تر څنګ برخه واخلي. دا د طالبانو د توقوع خلاف څرګندونې برېښي چې د امریکا متحده ایالات یې کوي او له مستقیم خبرو کولو ډډه ښیي. هغوی واي افغان حکومت یو مشروع او خپلواک حکومت دی، له هر چا سره چې سوله کول غواړي، کولای یې شي او موږ نه شو کولای چې د یو خپلواک حکومت په استازولۍ له چا سره د سولې خبرې تر سره کړو، بلکې کولای شو چې د حکومت تر څنګ یې د ملاتړي په توګه ودرېږو.
د امریکا وروستی دریځ له یوې خوا د وسله والو طالبانو دا غوښتنه هم پوره کوي چې له دوی سره به مخامخ خبرو ته کېښني او له بلې خوا د یو ازاد او خپلواک حکومت دریځ هم منلای شي.
اوس طالبان له یوې خوا مجبور دي او له بلې خوا یې دا په ګټه ده چې د دواړو (افغان حکومت او امریکا) په ګډون د سولې خبرې تر سره کړي، ځکه چې که د امریکا د وتلو خبره هم کېږي، دوی به یو پر بل شاهدان وي، افغان حکومت او امریکا به ژمنې وکړي او په ترسره کېدو کې به یې دواړه یو بل ته مسوولیت هم ومني.
واشنګټن پوسټ ورځپانه د امریکا د دفاع وزیر جېم مټېس له قوله لیکي، امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد خپل پوځي عملیات نور هم پراخوي.
جېم مټېس دا خبره تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې خبریالانو ته وکړه. اوس چې افغان دولت د یوې اونۍ لپاره له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړی، د امریکا پوځ ته به په دې موده کې فرصت په لاس ورشي چې د طالبانو پر ضد د خپلو هوایي عملیاتو ته دمه وکړي او ټول پام د داعش ډلې پر ضد عملیاتو ته واړوي.

په افغانستان کې دغه دوه طالب او داعش جنګي ډلې په خپلو کې سره اختلافات لري چې د داعش ځپل به د وسله والو طالبانو د نظر په خلاف نه وي.
بل خوا داعش ډله د امریکا دښمنې روسیې ته ګواښ دی او روسیه له همدې امله امریکا ګواښي چې د دوی په موجودیت کې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت کوي او دوی ته سرخوږی جوړوي، د همدې ګواښ له امله امریکا لومړی ځل د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۳ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو پر پټنځیو د (بمونو مور) ستر بم وغورځاوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply