داعش څه کول غواړي؟/ همایون نایل

0 740

 

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې وروستي فعالیتونه او جګړې څو موخې درلودلی شي.
ښه بېلګه یې په ننګرهار کې د داعش ډلې له خوا د عامه او ملکي دفاترو او اشخاصو په نښه کول دي چې د پخوا په پرتله زیات شوي چې د ننګرهار د چارواکو سر بېره یې د افغان سر اعلی قوماندان په توګه ولسمشر غني د وضعیت د نا امنه کولو له امله بېړنۍ ناسته دایر کړه او د ساتنې چارې یې ملي پوځ ته وسپارلې.
ولسمشر غني د ننګرهار چارواکي او په پلازمېنه کابل کې د کابینې اړوند وزیرانو ته په تونده لهجه امر وکړ چې باید د ننګرهار د امنیت د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي، ویې ویل چې زورواکانو ته تسلیمېدل ملي خیانت دی.
ننګرهار چې د خراسان په نامه په افغانستان کې د داعش ډلې د پلازمېنې حیثیت یې درلوده، که څه هم د امریکايي ځواکونو له خوا د ۲۰۱۷ کال د اپرېل ۱۳مه د بمونو د مور په نامه ستر بم د دغې ډلې په مرکزي سیمه اچین کې وغورځاوه، دغه ډله یې ډېره وځپله؛ که د هغوی مرکز له منځه ولاړ، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وار په وار وځپل شول؛ خو بیا هم په دغه ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونه ورځ بلې ته زیاتېدل.
هغه وخت تور پورې کېده چې دغه ډله ګاونډي هېواد پاکستان رامنځته کړې، په داسې حال کې چې ګمان کېده، د وسله والو طالبانو پر ځای به دغه ډله د هغوی موخې پلي کوي. بېلګه یې د اچین په ولسوالۍ کې د مېشتو ولسونو ګډوالۍ ته هڅول، د هغوی سپین ږیري مشران په بمونو الوځول، د ماشومانو او ښځو تښتول او دې ته ورته نورې کړنې تر سره کول د دې سبب شوې چې د سیمې اوسېدونکي، دغه سیمه هغوی ته پرېږدي کوم چې د پرېمانه اوبو درلودونکې او د کرکېلې لپاره یې هوارې سیمې درلودلې. د پاکستان موخه که د ډیورنډ رسمي کېدل له طالبانو وروسته له دوی څخه د تمې یوه برخه وه، افغان حکومت، ناټو او ولسي پاڅونونو وکولای شول، د پاکستان دغه تمه ټکنۍ کړي. له بلې خوا د سیمې د هېوادونو د اندېښنو او ګواښونو له پرلپسې څرګندولو هم د دوی تمولیونکي متوجه کړل چې داعش ډله په هغه ډول د دوی موخې نه شي پلي کول؛ خو لکه له نن څخه چې ښکاري، یوازې د سیمو د نا امنه کولو لپاره ترې ګټه پورته کوي.
خو له بلې خوا د دغې ډلې غړي چې په سوریه او عراق کې وڅپل شول او له ماتې وروسته یې په ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې افغان چارواکو ومنله چې د دې ډلې ځینې غړي جوزجان ته رسېدلي دي. له دې سره د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه نور ګاونډیان او ان روسیه په اندېښنه کې شوه چې کواکې د دغې ډلې فعالیتونه به تر دوی را ورسېږي. له یوې خوا امریکا هم د دغې ډلې له دلته فعالیتونو څخه له خپلو افغانستان سره د جغرافیې له مخې نېږدې هېوادنو له غالمغاله اړه شوه چې دغه ډله وځپل شي. له دې ډلې سره د وسله والو طالبانو دښمني هم د یادونې وړ ده، سره له دې چې یو شمېر طالبان هم له دغې ډلې سره یوځای شول، دواړو لورو ته د جګړې محصول ګڼ شمېر طالب یا داعش غړي ول چې وروستۍ بېلګه یې په جوزجان ولایت کې وینو. چې د پاکستان ملګری او مالي ملاتړی هېواد چین، د سیمې ځواکمن هېواد روسیه او په اتمي چارو کې له امریکا سره درګیره هېواد ایران او نورو له دغې ډلې اندېښنې څرګندې کړې او ان یو شمېرو یې د دوی د ځپلو په موخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول له طالبانو ملاتړ اعلان او په فعالیتونو کې یې د مرستې ټټر وواهه.
له دې ډلې څخه د ننګرهار نا امنه کېدل په دې مانا دي. کله چې په پاکستان کې زرداري واک ته ورسېد، له هند سره یې د سولې خبرو هوډ څرګند کړ، له دې سره د هند په ممبي کې برید هر څه ګډوډ کړل.
اوس چې عمران خان واک ته رسېدلی او اېتلافي حکومت به جوړوي، د افغانستان د امنه کېدو په اړه خبرې کړي دي، د همدې لپاره ننګرهار د پاکستان له ټاکنو وروسته نور هم نا امنه شو چې ان د امنیت چارې یې د مجبوریت له امله د لنډ وخت لپاره پوځ ته وسپارل شوې.
ننګرهار د سرحدي ولایت په توګه د پاکستان د نفوذي داعش تر ګواښ لاندې دی، بیا په تعلیمي او نورو ورته ملکي ادارو بریدونه یې د دې ښکارندوۍ کوي چې دغه ګاونډۍ نه غواړي دلته له پاکستان سره اړیکې دې فکري جوړې شي، ان د خلکو کډوالۍ ته هڅونه هم ممکن د دوی په پلان کې وي.
د سولې لپاره وروستۍ هڅې چې د بریا څرکونه یې د شناندو په باور، ډېر دي، په داسې حال کې چې طالبانو مسقیم له امریکا سره د ناستې غوښتنه کړې او د هغوی لخوا ورته لبیک ویل شوی، پاکستان ته د زغم وړ نه ده. ځکه چې په کراتو دوی د افغان سولې پر سر ډېر امتیازات تر لاسه کړي او هیڅ ګټه یې نه ده رسولې.
افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې ډېر ژر به افغان ولسمشر د اوربند په اړه اعلان وکړي، کوم چې د تېر ځل لپاره له افغان سولې سره د پاکستان او نورو ډلو او هېوادونو د تمې خلاف مرسته وه.
له دې وړاندې هم د اوربند اوازې خپرېدې چې جنګخوښ یې مخنیوی کوي. طالبانو چې په قطر کې له امریکايي دیپلوماټانو سره کتلي، مثبت ارزول شوي.
په تېر ځل اوربند کې د داعش ډلې غړو بریدونه کول، نه یې غوښتل چې سوله وشي، یا ممکن د اوربند په اړه یې د طالبانو اعلان شوې موده بدناموله.
اوس هم طالبان چې په جوزجان ولایت کې یې داعشیان ځپلي ان چې له امله یې حکومت ته تسلیم شوي دي، د هغوی نیت د اوربند او سولې لپاره مثبت شکله ښيي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یو لړ عملیاتو په پایله کې یې ۱۵۳ تنه داعشيان وژلي، له ۱۰۰ ډير ټپيان شوي، او تر ۱۳۴ تنه نور یې د دوی له خوا نیول شوي دي.
خو په ننګرهار کې د زورواکانو ډلو له خوا د حکومتي بستونو غصب، په روابطو مقرریو او په ټوله کې د لرو پرتو سیمو په اوږدو کې د هر ډول غیر قانوني کړنو له امله داسې ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
ټاکل شوې د تلې په میاشت کې په افغانستان کې پارلماني او د راتلونکي کال د حمل په میاشت به ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي. ممکن د دغو ټاکنو د شفافیت له منځه تلو په موخه هم ورته بریدونه تر سره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply